1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. له اروپا څخه غوښتي چې افغانستان ته خپلې مرستې ونه دروي

۱۴۰۱ بهمن ۵, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمینه محمد د اروپایي ټولنې له غړو هيوادونو څخه غوښتي دي چې سره له دې چې د طالبانو له خوا د ښځو حقونو ترپښو کېږي، له افغانستان سره خپلې بشري مرستې بندې نه کړي.

Afghanistan, Kandahar | Ausgabe von World Food Programme Hilfsgütern
انځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

اغلې محمد د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، حکومتونه باید خپلو مالیه ورکوونکو ته روښانه کړي چې ولي داسې یوه هيواد ته چې د ښځو پر وړاندي دومره تبعيض کوي، پیسو ورکولو ته دوام ورکوي.هغې چې تېره اونۍ د یوې پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی وو، زیاته کړه چې تریخ حقیقت دا دی چې ښځې او ماشومان له بهرنیو مرستو پرته خپل ژوند له لاسه ورکوي. 

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله آمینه محمد انځور: Luiz Rampelotto/ZUMA Wire/IMAGO

نوموړې د بشري مرستو د اړتیا په اړه وويل چې په افغانستان کې د هوا درجه منفي ۳۰ ته رسېدلې او ډېر خلک د خوړو له پاره څه نه لري.د ملګرو ملتونو دا چارواکې ټینګار کړی دی چې نړیواله ټولنه باید پر افراطي طالبانو له نورو لارو فشار راوړي ترڅو دغه ډله د ښځو پر وړاندې له خپلو تبعیضي پرېکړو لاس واخلي او یا تر یوې کچې په ځینو مواردو کې استثناوې رامنځته کړي.

په ۲۰۲۳م کال کې به د افغانستان اقتصادي وضیعت لا پسې خراب شي؟

29:30

This browser does not support the video element.

طالبانو له هغه وخته چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته ورسېدل، له هغه وخت راهیسې افغانستان یوازنی هيواد دی چې پکې ښځې له زده کړو څخه محرومې شوې دي.د اروپایي ټولنې غړي هيوادونه اوس پر دې غور کوي چې ایا له یادو بندیزونو سره سره، افغانستان ته د بشري مرستو دوام ممکن دی او کنه.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالينا بيربوک د دوشنبې په ورځ په برکسل کې له خپلو اورپایي سیالانو سره په کتنه کې سخت دریځ خپل کړ. هغې وویل: «که ښځې په نړیوالو ادارو کې کار ونه شي کړای، مرستې به هم ونه رسېږي. او موږ د نړیوالې ټولنې په توګه د ښځو د کار په بندولو سره د طالبانو لاسنیوی نه شو کولای.»

hs/af (dpa) 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل