1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: وسله والې شخړې د لوږې اصلي لامل دی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۱, شنبه

په تېره وسله والې شخړې د يوې خبرپاڼې په حواله د لوږې اصلي لاملونه دي.

Jemen | Alltag in Sanaa
انځور: Farouk Moqbel

د ملګرو ملتونو د زراعت څانګې د مشر چو دونګيو په خبره پانديمۍ او د اقليم کړکېچ د نړۍ په بېلو برخو کې د خوړو خونديتوب زيانمن کړی دی. د ملګرو ملتونو د کرهڼې سازمان په حواله وسله والې شخړې د نړيوالې لوږې تر ټولو ستر لامل دی.

د دغه سازمان مشر چو دونګيو دا هم ويلي چې د ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۱ کلونو په ترڅ کې د هغو خلکو شمېر چې د شخړو له کبله له بشپړې لوږې سره مخامخ شوي دي، ۸۸ سلنه لوړ شوی او ۱۳۹ ميليونو تنو ته رسېدلی دی. د FAO عمومي مدير د نړيوالې سولې او خوړو د خونديتوب په يوه ناسته کې دغه څرګندونې وکړې. د نوموړي په خبره بايد ډېر ژر د کرهڼې په برخه کې مالي ملاتړ زيات کړل شي، څو تضمين شي چې په کړکېچنو وضعيتونو کې هم خوراکي مواد موجود وي او خلک ورته لاسرسی هم ولري. 

د هغه په خبره د اوکراين جګړه د دې خطر هم لري چې د هغو خلکو شمېر لوړ شي چې په ټوله نړۍ کې د خوړو ناخونديتوب له خوا ګواښل کيږي. د خوړو د کړکېچونو په هکله د نړيوال رپوټ په حواله د دغسې ګواښل شوو کسانو شمېر تېر کال ۱۹۳ ميليونو ته رسېدلی چې په دې ترتيب د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۴۰ ميليونه تنه زياتوالي ښيي. د ملګرو ملتونو د کرهڼې د څانګې دغه جګپوړي چارواکي همدا راز خبرداری ورکړ چې دغه شمېر به سږ کال لا پسې لوړ شي. د هغه په وينا افغانستان، سوماليا، سويلي سوډان او يمن د لوږې یو بحران ګواښي. د FAO د وروستيو اټکلونو له مخې ښايي د اوکراين جګړه تر ۲۰۲۳ پورې د دايمي سو تغذيې يا خوارځواکۍ له اړخه ۱۸،۸ ميليونه نور انسانان هم اغېزمن کړي.

کې. ان. اې/ ن.ص / خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب