1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په اوکراین کې تر ۱۰ زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي

۱۴۰۲ آذر ۱, چهارشنبه

ملګرو ملتونو د اوکراین په جګړه کې د ملکي تلفاتو شمېر اعلان کړی او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ مياشتي راهيسي پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې، په دغه هېواد کې هېڅ ځای خوندي نه دی.

Russischer Militärangriff in der Region Charkiw
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو ملکي وګړو ډېره برخه د اوکراین په ښارونو کې د روسیې په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. انځور: OLEH SYNIEHUBOV/REUTERS

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ ملګري، په تېرو ۲۱ میاشتو کې په اوکراین کې د ۵۶۰ ماشومانو په ګډون تر ۱۰ زرو ډېر ملکي کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي، له دې کبله چې د ډېرو قربانیانو مړي لا نه دي پېژندل شوي، نو ښایې چې د وژل شویو اصلي شمېر "د پام وړ" لوړ وي.

پر دې سربیره د ملګرو ملتونو د څارونکو په مرسته تر دې دمه  ۱۸۵۰۰ ټپیان ثبت شوي دي.

په  دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر، دانیله بیل ویلي: «د ۱۰ زره ملکي وګړو وژنه د اوکراین له پاره یو تیاره او ډارونکی ټکی دی.» نوموړي زیاته کړې  چې د روسیې برید په یویې اوږدمهاله جګړې بدلیدونکی دی چې د لوړو انساني تلفاتو درک یې ستونزمن دی.»

بیل زیاته کړه چې د جګړې له سیمو څخه لېرې د روسیې د راکټونو له امله زیات شمیر ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې په اوکراین کې «هیځای په بشپړه توګه خوندي نه دی.»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو ملکي وګړو ډېره برخه د اوکراین په ښارونو کې د روسیې په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دې سازمان په وینا، د دې جګړې له پیل راهیسې، یوازې د ماریوپول په بندري ښار کې په درنو بریدونو کې زیات شمیر ملکي وګړي وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

د روسیې  حکومت په قصدي ډول پر ملکي وګړو د بریدونو تورونه ردوي.

روسي پوځیانو د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه پر اوکراین برید وکړ. دغو پوځیانو د خپل دغه ګاونډي هیواد یو پر پنځمه برخه نیولې ده.

زیلینسکي د جرمني د نوو پوځي مرستو هرکلی کړی

د سه شنبې په ورځ کیف ته د آلمان د دفاع وزیر  بوریس پیستوریس له سفر وروسته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي دغه هیواد ته د آلمان له خوا د نویو وسلو د ورکړي هرکلی وکړ.

د ۱،۳ ميلیاردو یورو په ارزښت د آلمان نوې نظامي مرستو کې د هوایي دفاع راکټونه شامل دي چې د « Iris-T SLM» له ډوله دي. زیلینسکي په خپل ماښامني ویډیويي پیغام کې ویلي: «د دې (هوایي دفاعي سیستم) په مرسته به د زرګونو خلکو ژوند د روسیې له تروریستي بریدونو خوندي شي.» هغه وویلي: «دا د آلمان له خوا د ملاتړ یوه نوې او پیاوړې بسته ده.»

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب