1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

م.م. په سعودي عربستان کې د اعدامونو زياتوالی غندلی

۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

ملګرو ملتونو په دې وروستيو کې په سعودي عربستان کې اعدامونه غندلي دي. دغه سازمان همدا راز په سعودي عربستان کې د مخدره توکو د جرمونو له پاره د اعدام سزا د ۲۱ مياشتني غير رسمي بندیز پای هم غندلې ده.

په سعودي عربستان کې په دې وورستيو کې اعدامونه ډېر شوي دي
په سعودي عربستان کې په دې وورستيو کې اعدامونه ډېر شوي ديانځور: picture alliance/ZUMA Press/W. Sabawoon

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ويلي دي چې د نوامبر له لسمې نيټې راهېسې ۱۷ کسان د مخدره موادو او قاچاق اړوند جرمونو له کبله اعدام شوي چې له دوی څخه یې درې کسان د دوشنبې په ورځ اعدام شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېسارۍ وياندې ليز تروسل خبريالانو ته ويلي دي: «په دغو کسانو کې ۴ سوريايان، ۳ پاکستانيان، ۳ اردنيان او ۷ سعودي وګړي شامل دي.»

«په سعودي کې اعدامونه زیات شوي»

نوموړې وويل چې په روان ميلادي کال کې تر اوسه په سعودي عربستان کې ۱۴۴ کسان اعدام شوي چې ۴۷ کسان د سياسي تورونو او ۵۶ کسان یې د قتل په قضيو کې اعدام شوي دي.

هغې ويلي دي چې ګومان کیږي په دغه هيواد کې د مرګ زياتره سزاوې سر پرې کول وي. تروسل زياته کړه: «د مخدره موادو سره د تړلو جرمونو په قضيو کې د مرګ سزا بيرته عملي کیدل د ژورې خواشينې وړ ګام دی.»

سعودي: په یوه ورځ کې ۸۱ تنه اعدام شوي

په سعودي عربستان کې دا ګام په داسې حال کې پورته شوی دی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې زياترو هيوادونو په ټوله نړۍ کې د مرګ پر سزا د بندیز غوښتنه وکړه.

تروسل وويل: «د نشه يي توکو اړوندو جرمونو په برخه کې د مرګ سزا عملي کول د نړيوالو نورمونو او معيارونو سره مطابقت نه لري.»

نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېسارۍ په استازيتوب له سعودي چارواکو غوښتنه وکړه چې «له مخدره موادو اړوندو جرمونو سره په تړلو قضیې کې د مرګ پر سزا رسمي بندیز ولګوي، د مرګ سزاو په نورو سزاو د بدلولو زمينه برابره کړي او د ټولو بندیانو له پاره د عادلانه محاکمې حق تضمين کړي.»

سعودي عربستان د کم عمره مجرمانو د مرګ سزا لغوه کوي

دا معلومه نه ده چې په سعودي عربستان کې اوس پر څومره کسان د اعدام سزا راوتلې، ځکه دغه سزا يوازې تر عملي کيدو وروسته تائيديږي.

خو تروسل هغو رپوټونو ته اشاره وکړه چې د حسين ابو الخير په نوم يو اردنی «ښايي په نېږدې وخت کې د اعداميدو له خطر سره مخ وي.»

د ابو الخير قضيه مخکې هم د خپل سري بند په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې له خوا راپورته کړل شوې وه. دغي ډلې موندلې وه چې د نوموړي د توقيف له پاره هیڅ قانوني اساس موجود نه دی.

تروسل د نوموړي د ژر تر ژره او غير مشروط آزادولو غږ وکړ او ویې ويل چې «نوموړی بايد طبي درملنه او هر ډول تاوان او جبران ترلاسه کړي.»

ابو الخير له مخدره موادو سره تړاو لرونکو جرمونو له کبله د مرګ په سزا محکوم شوی وو.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل