1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په عراق کې سلګونه زره کسان بې درکه شوي دي

۱۴۰۲ فروردین ۱۶, چهارشنبه

تیرو پنځو لسیزو کې په عراق کې تر یو ميلیون ډېر انسانان پرته له کومې نښې لادرکه شوي دي. دا معلومات په مختلفو هیوادونو کې د لادرکه کیدو پر وړاندې د ملګرو ملتونو کمېټې د څېړنې پایله ده.د عراق حکومت نه غواړي احصایې خپرې کړي

Irak | Gedenkstätte Amna Suraka Foltergefängnis in Sulaymaniyah
انځور: Lukas Rapp/picture alliance

په ژنیو کې د «لادرکه کیدو پر وړاندې د ملګرو ملتونو کمېټې یا (CED) د راپور له مخې، په تیرو لسیزو کې د عراقي ملیشو، اردو، امنیتي ادارو او پولیسو لخوا په سلګونو زره خلک بې درکه شوي دي. د بې درکه کېدو زیاتره پېښې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۱ کلونو په مودې کې واقع شوي چې د دغو کلونو په اوږدو کې یاد هېواد د امریکا او برېتانیا تر اشغال لاندې وو. 
د بې درکه کېدو بهیر دوام لري. ډېر قربانیان اند د عراق له پولو څخه ورهاخوا د تاوترېخوالي کړنو په پایله کې تښتول شوي دي. 

اړوند مطلب: د عراق د حکومت جوړولو بحران ادامه لري
د ملګرو ملتونو دا کمېټه د تېر کال په نومبر میاشت کې دوې اونۍ په عراق کي تيري کړي. د دغه هيئت له ډلې له المان څخه میرمن باربارا لوخبیلر چې د یادې کمېټې مشري یې کوله هم ګډون درلود.د دغه راپور له مخې، په داسې حال کې چې د عراقيانو د اجباري بې درکه کېدو پدیدې په اړه مفصل معلومات شته، خو د عراقي چارواکو په رسمي دریځونو کې نه دي منعکس شوي. په ورته وخت کې تر اوسه پورې د اعتبار وړ ارقام نه دي ترلاسه شوي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

څو لسیزي تښتول او زنداني کېدل 


د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ د تخمین له مخې، د ۱۹۶۸ تر ۲۰۰۳ کلونو پورې د بعث حزب او صدام حسین په حکومتونو کې د۲۹۰ زره کسانو له ډلې یوازې سل زره کردان په فیزیکي ډول حذف شوي دي. د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۸ کلونو ترمنځ د ایران او عراق په جګړه کې شاوخوا له ۵۰ زرو څخه تر ۷۰ زرو پورې سړي او ځوانان ورک شوي او د دوی ځینې خپلوان هیله لري چې دوی لاهم د ایران په کمپونو کې ورځې او شپې تېروي.

اړوند مطلب: ملګري ملتونه: په عراق کې تاوتريخوالي ودروئ
د دغه راپور له مخې د حسین حکومت له نسکوریدو وروسته څه باندې ۹۶ زره عراقیان د امریکا او بريتانيا تر کنترول لاندي زندانونو کې څه موده بندیان شول چې په ډیرو مواردو کې د هغوی کورنۍ د دغو کسانو له توقیف څخه خبرې نه وې.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د «داعش» لخوا د وژلو او تښتولو دوام


د ملګرو ملتونو په وینا، یوازې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې په عراق کې د بعث رژیم له نسکورېدو درې کاله وروسته امنیتي ځواکونو او ملېشو په لسګونو زره کسان بې درکه کړل. په دې موده کې شاوخوا شل زره جسدونه په بغداد کې د عدلي طب انستیتیوت ته سپارل شوي چې ډېر یې نه دي پیژندل شوي. د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د پخوانيو بعثیانو اجباري ورکېدل دوام وموند. له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې داعش ترهګري ډلي په زرګونو کسان تښتولي او وژلي دي.


د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په سنجار سیمه کې د څو ورځې په مودې کې ۶۸۰۰ یزديان تښتول شوي او ۳۱۰۰ کسان وژل شوي دي.دا کمېټه د یو شمیر تورونو په اړه هم راپور ورکوي چې د ۲۰۱۸ او۲۰۲۰ کلنو پورې د فساد او د حکومت د ناسم مدیریت پروړاندې له لاریونونو وروسته لاریون کوونکي نیول شوي، بې درکه شوي یا په نامعلوم ځای کې زنداني شوي دي.

دولت باید د سزا قوانین بدل کړي

په داسې مهال چې په ډیرو مواردو کې د دې جنایتونو عاملین بې سزا پاتې شوي، د ملګرو ملتونو کمېټې د عراق له حکومت څخه وغوښتل چې د دې «وحشیانه جنایتونو»په وړاندې عملي ګامونه اوچت کړي. د ملګرو ملتونو کمېټه د عراق دولت ته په خطاب کې ویلي دي چې د سزا قانون باید بدل او له شرایطو سره عیار کړي، د چارواکو تر منځ دې همغږي زیاته شي او د بې درکه شویو له پاره دې یوه ملي کمېټه رامنځته کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب