1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: په نړۍ کې سل ميلیونه خلک بې ځايه شوي دي

۱۴۰۱ خرداد ۲, دوشنبه

ملګرو ملتونو ويلي دي چې په اوکراين کې د روسېې جګړې ترڅنګ په لومړي ځل په ټوله نړۍ کې تر ۱۰۰ ميليونو ډير کسان په اجباري توګه له خپلو مېنو څخه بې ځایه شوي دي. افغانستان يو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډير بې ځايه شوي لري.

Polen  Przemysl | Notunterkunft für Ukraine-Flüchtlinge
انځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کشمنرۍ (UNHCR) وايي: «د هغو خلکو شمېر چې د جګړو، تاوتريخوالو، له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د آزار او اذیت له کبله په زور مهاجرت کولو ته اړ شوي، اوس له خپلې د پام وړ عطف نقطې، سل میليونو څخه واوښت. دا د لومړي ځل له پاره داسې یو ريکارډ دی.»

د فرانسې خبري آژانس له ژنیف څخه ليکي چې يو ان اچ سي آر په يوې اعلامیه کې ويلی دي چې دغه «خبردار ورکوونکی» شمیر، باید نړۍ په لړزه کې راولي تر څو نښتې پای ته ورسوي، چې له کبله ېې په بیساري شمیر کې خلک په زور خپلو کورنو پريښودو ته اړ ايستل کيږي.

یاد سازمان وايي چې په افغانستان، ايتوپيا، بورکينا فاسو، ميانمار، نایجریا او په کانکو دیموکراتيک جمهوریت کې د ناآراميو له کبله د ۲۰۲۱م کال په پای کې په زور د بې ځايه شوو خلکو شمیر، ۹۰ ميلیونو ته رسيدلی وو. زیاته شوې چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴مه، پر اوکراین د روسې له يرغل وروسته ۸ میلیونه خلک د هیواد دننه بې ځایه شوي او تر ۶ ميلیونو ډير نور بیا د اوکراين له سرحدونو وتلي دي.

افغانستان

افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه چې لسیزو جګړو ېې په میلیونو اوسیدونکي مهاجر او د هیواد دننه بېځایه کړي دی. وروستیو سیاسي تحولاتو دغه هیواد له لا ډیرو اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخ کړی دي.

ډبلیو ايف پي وايي چې د روان زیږديز کال راهیسې ېې ۱۷ میلیونه افغانانو سره د خوراکي موادو او نورې بيړنۍ مرستې کړي ديانځور: Mohammad Jan Aria/ Xinhua/picture alliance

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ اوسیدونکی عین الدین وايي څلور کاله کيږي چې د جګړو له کبله د کندز ښار ته بيځایه شوی او ډير سخت ژوند لري. هغه وايي موچي ګري کوی او نه ماشومان لري او په یوه کرايي کور کې ژوند کوي: کله يو کور او کله بل کور ته ځم، خلک راته وايي چې د کور کرایه نه شې ورکولۍ کرايي له کوره وځه.»

عین الدین وايي چې اوس جګړه نشته اما دی دومره پیسې نه لري چې بیرته خپل پخواني کورته ورباندې کډه وکړي او بل دا چې په چاردرې ولسوالۍ کې ېې کور هم په جګړو کې ویجاړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان وايي چې د روان زیږديز کال له پیله تر اوسه ېې په افغانستان کې ۱۷ میلیونه افغانانو باندې خوراکي مواد او نورې بيړنۍ مرستې ویشلي. خو عین الدین وايي چې دغه مرستې خوار او غریب ته لږ رسیږي: «څو ځایه مې عريضې وکړه، خلکو ويل چې مرستې کوي خو مرستې واسطه دارانو ته کیږي بې واسطې خلکو ته نه.»

د ننګرهار ولایت اوسیدونکی حبیب الرحمن چې پر وینا ېې د داعش له ويرې کندز ته بېځایه شوی هم ورته شکایت لري: «يو ځل ېې راته شپږ منه اوړه راکړي بس. مرستې ډیرې راځي خو د کلی هغه ملکان او اربابان که ښه سرمایه دار هم وي، په نوبت سره ېې اخلی د غریب عق په کې له منځه ځي.»

حبیب الرحمن اوس د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې په ېو کنډواله کور کې اوسیږي. هغه وايي: «د کور شاوخوا دیوالونه ټول غورځيدلي. درې کوټې دي چې د هغو نه هم یوه ېې له منځه تللې، دیوال ېې چپه شو. همدا زه يم چې په کې ژوند کوم. نه کسانو يو په هغو کې مې يو زوی معیوب دی. زه ګلکار یم خو له کله نه چې تحولات شوي په مياشتو مياشتو مې د کار مخه نه ده لېدلي.»

د يو ان اچ سي آر مشر، فليپو ګانديانځور: Lev Radin/Pacific Press/picture alliance

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، سل ميلیونه، یو ټکان ورکوونکی رقم ښودلی دي. د دغه سازمان مشر، فليپو ګراندي ويلي دي: «سل میلیونه یو بيخي قطعي او په هماغه اندازه د اندېښنې وړ رقم دی. دا داسې يو ريکارډ دی چې هيڅکله باید ثبت شوی نه وی.» ګراندي زیاته کړې: «دا باید د ورانونکو جګړو د حل او فصل او د آزار او اذیت د پای او هغو عواملو ته يو راويښېدونکی غږ وي چې له امله ېې بې ګناه خلک په زور د خپلو کورنو پريښودو ته اړ ایستل کيږي.»

سل میلیونه انسانان، د نړۍ د ټول نفوس يوه سلنه برخه ده، په داسې حال کې چې په نړۍ کې يوازې ۱۳ داسې هیوادونه موجود دی چې تر سل میلیونو ډير نفوس لري. په دغه سل ميليونه کسانو کې مهاجر، پناه غوښتونکي او څه باندې ۵۰ ميلیونه هغه کسان شامل دي چې په خپلو هیوادنو کې دننه بې ځایه شوي دي.

ګراندي د اوکرایني مهاجرو په اړه وويل: «د نړيوالې ټولنې چلند له هغو خلکو سره چې د اوکراين له جګړې تښتې په پراخه کچه مثبت دی.»

فليپوګراندي زیاته کړه: «شفقت ژوندی دی او موږ د نړۍ د ټولو بحرانونو له پاره یو ورته تحرک ته اړتیا لرو. خو بشردوستانه مرستې په نهایت کې یو تسکین دی نه یو اعلاج.»

د یو ان اچ سي آر مشر وايي: «د دغه بهیر د مخنيوي یوازينۍ لار سوله او ثبات ده تر څو بېګناه خلک داسې یو قیمار ته نه وي اړ شوی چې يا په یو نهایت خطرناک حالت کې خپل کور کې پاتې او یا د نامطمئنو مهاجرتونو ته مخه کړي.»

افغانستان یو د هغو هیوادونو څخه دی چې ډير داخلي بېځایه شوي لريانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

تیره اوونۍ د مهاجرو په چارو کې دوو نورو سازمانونو هر يو د ناروې د مهاجرت شورا (NRC) او د داخلي بې ځايه شوو د څار مرکز (IDMC) هم په خپل یو ګډ رپوټ کې وويل چې په ۲۰۲۱م کال کې شاوخوا ۳۸ میلیونه خلک په داخل کې بې ځايه شوي دي.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې د دغو خلکو له ډلې ځېنې ېې د يو کال په منځ کې څو ځله هم بې ځايه شوي دي.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې دا تر ۲۰۲۰م کال وروسته د داخلي بې ځایه شوو دوهم لوړ ريکارډ دی. په ۲۰۲۰م کال کې د داخلي بې ځایه شويو کلنی رقم ۱۴ اعشاريه ۴ میلیونه وو چې په ۲۰۲۱م کې نوی ريکارډ تر دې ۵۰ سلنه لوړ وو.

د ناروې د مهاجرو مرکز مشر، جان ايګیلند په دې اړه خبریالانو ته وويل: «هيڅکله داسې بد [وضعيت] څنګه چې اوس دی، نه وو.» هغه زیاته کړه: «نړۍ د پاشلو په حال کې ده.»

د داخلي بې ځایه کیدو یو بل عمده عامل طبيعې آفتونه دی. په ۲۰۲۱م کال کې له دې بابته ۲۳ اعشاریه ۷ میلیونه نوي کسان د هیوادونو دننه بې ځايه شوي ول.

آ/م.ک.ص./ن.ز.