1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

م.م: په نړۍ کې ۲۷ ميلیونه انسانان اجباري کارونه کوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۱, دوشنبه

د ملگرو ملتوتو د دوو ادارو د څېړني له مخي په نړۍ کې۵۰ میليونه انسانان په بيلا بيلو بڼو اجباري کار سره ژوند کوي چې په وروستیو پنځه کلونو کي يو څرگند زياتوالی ښيې.

BdTD | Bangladech | Kinderarbeit in einer Fabrik für Küchenutensilien
انځور: Mohammad Ponir Hossain/REUTERS

د دغې څېړني ليکوالانو د اټکل له مخي، په نړۍ کې شا او خوا ۲۸ ميليونه کسان جبري کارونو ته اړ ويستل شوي او ۲۲ ميليونه نور اجباري ودونو ته چې تر ټولو زيات د کورنيو خدمتگارو په توگه تر استثمار لاندي دي.
د دغه رپوټ له مخي، جبري کارونه یا مودرنه غلامي په ټولو سیمو کي شته.

په هغو کسانو کي چې جبري کارونو ته اړ ويستل شوي دي، ۳،۳ ميليونه يې ماشومان دي چې په ټوليزه توگه يې شمير کابو ۱۲ سلنه ته رسيږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب