م.م: په نړۍ کې ۸۲۱ میليونه انسانان له لوږې کړيږي
۱۳۹۷ شهریور ۲۱, چهارشنبهسيرا تارور، د دې پوښتنې په ځواب کې چې په کلي کې په ژوند کولو خوښه ده که نه؟ مسکۍ کيږي او وايي هو! خوښه يم ځکه د کلي ژوند ډیرښه وي. هغه زياتوي: «خو که باران و اوریږي. که باران ونه شي نو بیا دلته ژوند سختيږي.»
له درو کلونو راهيسې د دې په کلي کې چې د ساحل د سيمې په مالي هيواد کې پروت دی، باران نه دی شوی. هغه وايي کله کله يو شيبه باران وشي کله توپان هم راشي خو دومره باران نه دی شوی چې ځمکه سمه اوبه کړي.
د اورښتونو کمښت او مخ پر زياتيدونکي وچکالي به ډيرو انسانانو ته په خاصه توگه د نړۍ د جنوبي برخې له پاره يوه لويه ستونزه جوړه کړي. که چيرې يو فصل ترلاسه نه شي نو د امکان په صورت کې د يوې ټولې کورنۍ او يا ټول کلي د خوراکي توکو اړتيا نه پوره کيږي. په ۲۰۱۷م کال کې ۸۲۱ ميليونه انسانان د خوار ځواکۍ ښکار ول. دا خبره د ملگرو ملتونو د زراعت او خوراک پروگرام (FAO) له خوا په خپاره شوي رپوټ کې شوې ده.
د دې پروگرام څخه سندي هولمن، وويل: «دا يو خطرناک حالت دی. له لوږې څخه د کړيدونکو شمير مخ پر زياتيدو دی، په تيره بيا په افریقا کې. خو همدا وضعه په سويلي امريکا کې هم وينو. په آسيا کې هم شميرو تغير نه دی کړی او لوړې دي.»
سيرا تارور ته يوازې يوه هيله ورپاتيږي چې په راتلونکې اوونۍ کې به يو څو څاڅکي باران وشي او ځمکه به لنده کړي. دا هيله ډيري افريقا لري. د FAO په حواله په دغه لويه وچه کې په ۲۰۱۷ م کال کې هر پنځم کس د خوار ځواکۍ ښکار وو. د نړۍ په بل يو ځای کې هم دا شمير دومره لوړ نه وو. دويم مقام د ۱۱،۴ فيصدو سره آسيا خپل کړی. په شمالي امريکا او اروپا کې بيا ۲،۵ سلنه ولس د خوار ځواکۍ ښکار دی.
مشکل هدف
په روم کې د دې رپوټ د وړاندې کولو پر وخت د ملگرو ملتونو د زراعت او خوراک د پروگرام مشر خوزې گرازينا دا سلوه، وويل: «ستر خبرونه مو هيڅ ښه خبرونه نه دي.»
نوموړي په پرله پسې توگه دريم ځل د خوار ځواکۍ څخه د کړيدونکو انسانانو د شمير د زياتيدو اعلان وکړ. دا پرمختگ د انديښنې وړ دی: په ۲۰۱۴م کال کې دا شمير ۷۸۴ ميليونه وو او د نورو کلونو په پرتله ټيټ وو خو اوس درې کاله وروسته دا شمير يو ځل بيا لوړ شوی او د ۲۰۱۰م کال کچې ته رسيدلی دی.
دا سلوه یې د دليل په اړه وايي: «د اقليم د بدلون اغیزه دومره زياته ده چې مثبت تمايل دوام پيدا نه کړ.» هغه زياته کړه چې يو بل فکتور یې په ټوله نړۍ کې هغه شخړي دي چې حل یې نه ترسترگو کيږي، دا شخړې د خوراک توليد محدودوي.
دا دواړه فکتورونه ملگري ملتونه نه پريږدي چې ۲۰۳۰م کال خپل هدف ته ورسيږي. د پاريس په تاريخي غونډه کې غړو هيوادونو توافق کړې وو چې تر ۲۰۱۳۰م کال پورې به د نړۍ د لوږې ستونزې حل کړي. هغه مهال لوږې ته د نړۍ د يوې ستري خو د حل وړ ستونزې په توگه کتل کیدل. خو نوې شميرې بيخي يو بل ډول انځور وړاندې کوي.
«موږ د ۲۰۳۰ م کال هدف ته رسيدل خپله دنده گڼو.» دا خبره يان – سياسبتیان فریدرش – روست کوي. نوموړی د «لوږې پر ضد گام» په نوم ټولنې مشر دی چې پر نورو سربيره له ملگرو ملتونو سره هم همکاري لري. خو دی مني چې «دا يو ډير مشکل هدف دی او امکان لري چې ملگري ملتونه پرې له سره غور وکړي.»
خوار ځواکي او د اقليم بدلون
په تيره بيا ماشومان د خوار ځواکۍ له عواقبو سره لاس او گريوان دي. د ملگرو ملتونو د زراعت او خوراک پروگرام رپوټ ښيي چې په ۲۰۱۷ م کال کې تر پنځه کلنۍ کښته هر پنځم ماشوم د خوارځواکۍ ښکار وو. ملگري ملتونه غواړي تر ۲۰۳۰م کاله پوري دا شمير لس سلنه راکښته کړي. په تير کال کې ۷،۵ فيصده ماشومانو د نورمالې اندازې کم وزن درلود.
دا يو آسان پلان نه دی ځکه د خوار ځواکۍ ستونزه د اقليم له بدلون سره تړلې ده. په تيره بيا په هغو هيوادونو کې چې خلک یې ټوله تکيه پر زراعت کوي. په دې هيوادونو کې ډير انسانان د خوار ځواکۍ له لاسه کړيږي. فریدرش – فروست وايي: «د اقليم بدلون د وچکالۍ باعث کيږي چې له وجې یې حاصلات کميږي.» د لويديځې نړۍ برعکس په آسيا او افريقا کې ډيري سيمې داسې دي چې هلته د اوبه لگولو ډاډمن سسټمونه موجود نه دي او زياتره بزگران او کورنۍ د اقليم له بدلونه اغیزمنيږي.
Patrick Große (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: