د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې پر۳۰نیټه) د آلمان په بن ښار کې د ملګرو ملتونو د فرهنګي میراثونو آلماني سازمان یا په آلمان کې یونسیکو د خبریالانو د مرګ او د دوی پر ضد د تاوتریخوالي د پیښو په هکله وویل چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې په هرو څلورو ورځو کې یو خبریال د خپلې دندې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دغه نړیوال سازمان د ۲۰۰۶م کال نه د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې د خبریالانو د مرګ ۱۰۱۰ پیښې ثبت کړي دي. په روان کال کې د دغه راز پیښو شمیر لا له وړاندي ۸۶ پیښو ته رسیدلی دی. دغه سازمان ویلي دي چې د خبریالانو د مرګ په پیښو کې هره لسمه پیښه حل شوې ده او پاتې نورې دوسیې همداسې پر خپل ځای پاتې دي.
په داسې حال کې چې د نوامبر میاشتي دوهمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د مخنیوي د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي، لا هم د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د خبریالانو د مرګ اړوند قضیې په شفافه توګه نه دي څیړل شوي.
د یونسیکو د شمیرو له مخې د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۷م کال کې په داسې هیوادونو کې چې پکې وسله والې شخړي نه دي شوي، د خبریالانو د مرګ پیښې ۵۵ سلنه ډیري شوي دي. په ۲۰۱۷م کال کې د خبريالانو د مرگ پيښي چې۸۰ ته رسیږي، ۳۴ سلنه يې په آسیا کي دي. د ټولو ۸۰ پیښو څخه د ۲۸ سلنه پیښو په لرلو سره لاتینه امریکا او کاربین سیمه په دوهم مقام کې ځای لري. عربي نړۍ د ۲۲ سلنه پیښو، افریقا د ۷ سلنه، غربي اروپا او شمالي امریکا د ۶ سلنه او مرکزي او شرقي اروپا د ۳ سلنه پیښو په لرلو سره یو په بل پسې راغلي دي.
په دې ترڅ کې په مکسیکو کې د ټولي نړۍ په پرتله ډیر خبریالان وژل شوي دي. په مکسیکو کې د ۲۰۱۷م کال په ترڅ کې ۱۳ خبریالان او په افغانستان کې بیا ۱۱ خبریالان وژل شوي، چې دغه دواړه هیوادونه د خبریالانو له پاره تر ټولو خونړي هیوادونه یاد شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
ژورنالیزم: یو خطرناک فعالیت
د ۲۰۱۸م کال په تيرو لسو میاشتو ۷۳ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي. خو یوازې د جګړو په سیمو کې نه. د تحقیق کوونکو خبریالانو پر وړاندې ګواښونه مخ پر زیاتیدو دي او تیرکال ځيني نیول شوي او بندیان شوي دي.
انځور: Getty Images/C. McGrathبلغاریا، ویکتوریا مارینووا
د بلغاريا تلویزون دغه ۳۰ کلني نطاقې د اروپایي اتحادیې د مرستو په ترڅ کې د ادعا شوي فساد په هکله څیړني کولي. هغه په اکتوبر میاشت کې د بلغاريا په شمالي ښار روز کې په بې رحمه ډول وژل شوې ده.
انځور: BGNESسعودي عربستان، جمال خاشقجي
۶۰ کلن لیکوال، د واشګنټن پوسټ له پاره مقاله لیکونکی او د العرب نیوز خبري چنیل مسئول مدیر جمال خاشقجي، وروستی وار د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د تګ پر مهال لیدل شوی وو. هغه ځینو اسنادو ته اړتیا درلوده. نامزادي یې د قونسلګرۍ د باندې ۱۱ ساعته انتظار وکړ، خو وایي چې هغه را ونه وت. خاشقجي ترمخه ویلي ول چې د سعودي مشرتابه غواړي دی ووژني.
انځور: Reuters/Middle East Monitorسلواکیا، یان کوڅیاک او مارتینا کوزنیرووا
د پولیسو یو پخوانی افسر د تحقیقاتي ژورنالیست جان کوچیاک او د هغې د ملگري مارتینا کوزنیرووا قاتل بلل شوی دی. دغه قتل د سترو احتجاجونو سبب شو او لومړی وزیر یې استعفا ته اړ کړ. کوڅیاک د حکومت او ایټالیا د مافیا تر منځ د اړیکو په هکله څیړنې کولي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Voijnovicمالتا، دافنه کاروآنا ګالیتزیا
تحقیقاتي ژورنالیستې دافنه کاروآنا ګالیتزیا، چې د مالتا هیواد د لومړي وزیر جوزف موسکات او د پاناما پیپرز یې د احتمالي تړاو په هکله څیړنې کولې، په ۲۰۱۷م کال کې په خپل موټر کې د یوه بمي برید قرباني شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/L.Klimkeitمیانمار، وا لون او کایا سویي
د رویټرز خبریال وا لون او کایا سویي د روهنګیا مسلمان لږکیو د وژنو په هکله رپوټونه ورکړل. هغوی د ۲۰۱۷م کال په دسمبر میاشت کې وروسته له هغې ونیول شول چې له پولیسو سره د ملاقات له پاره ماښامنۍ ته وربلل شوي ول. په سپتمبر میاشتې کې ۳۹ وارې په محکمه کې د حاضریدو او ۲۶۵ ورځې په بند کې د تیرولو وروسته د اوو کلونو بند په سزا محکوم شول.
انځور: Reuters/A. Wangتر افغانستان او سوریې وروسته مکسیکو د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک ځای ګڼل کیږي. په ۲۰۱۷م کال کې په دغه هیواد کې ۱۴ ژورنالیستان وژل شوي او په روان میلادي کال کې لس نور خبریالان وژل شوي دي. ۳۵ کلن خبریال ماریو کومیڅ په سپتمبر میاشت کې هغه مهال ووژل شو چې له خپله کوره راووت. هغه ته د دولتي چارواکو په هکله د فساد د څیړنو په ترڅ کې د مرګ ګواښونه شوي ول.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Cortezافغانستان، صمیم فرامز او رامز احمدي
د تلویزون خبریال صمیم فرامرز او کمره من یي رامز احمدي هغه مهال په سپتمبر میاشتې کې ووژل شول چې د کابل په لویدیځ کې یي د یوه برید په هکله رپوټ چمتو کاوه. د هغوی د ژوندۍ خپروني تر ختمیدو سملاسي وروسته د موټر بم چاودنه وشوه او دوی پکښې ووژل شول. افغانستان اوس هم په نړۍ کې د خبریالانو له پاره یو له خطرناکو هيوادونو څخه دی.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiبرازیل، مارلون دي کاروالو
د برازیل په ټاکنیز کمپاین کې ستره موضوع فساد وه. د راډیو خبریال کاروالو، د رشوت اخیستني موضوع ته خپله توجه اړولې وه او په فساد کې يې د چارواکو د احتمالي ښکیلتیا په هکله لیکنې کړې وې. په اګست میاشت کې څلور وسله وال سهار وختي د هغه کور ته ورننوتل او هغه یي په ډزو وواژه.
انځور: Getty Images/AFP/E. Saکشمیری خبریال شجاعت بخاري په سرینګر کې د ورځپاڼې د دفتر دباندې وویشتل شو. بخاري چې یو وخت يي له دویچه ویله سره هم کار کاوه د هند او پاکستان تر منځ په سوله ایزه توګه د شخړې د هواریدو په هکله هلې ځلې کولې.
انځور: twitter.com/bukharishujaatامریکا متحده ایالات، دي کیپیټل ورځپاڼه
د دغې ورځپاڼې ایډیټر وینټرز، د هغه مرستیال روبرت هیاسن، لیکوال ګیرالد فشمن، خبریال جان مک نامارا او د خرڅلاو د برخې مرستیاله ریبیکا سمت په جون میاشتې کې هغه وخت ووژل شول چې په دفتر کې پرې وسله وال برید وشو. هغه کس چې پر نوموړې ورځپاڼې یي شهرت ته د زیان اړولو دعوه کړې وه، د پيښې په ځای کې ونیول شو.
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan