1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: په يو کال کي تر ۵۰ زرو زياتي مېرمني وژل سوي

۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبه

ملگري ملتونه وايي چي له ۸۷ زره وژل سوو ښځو څخه زياتره يې د خپل ژوند د شريکانو قرباني سوي دي.

Symbolbild - Häusliche Gewalt
انځور: picture-alliance/empics/D. Lipinski

د ملگرو ملتو د یوې پلټني له مخي، په ۲۰۱۷ کال شا وخوا ۵۰ زره ښځي او نجوني د خپل خاوند او یا د کورنۍ د نورو غړو له خوا وژل سوي دي.

په ویانا کي د ملگرو ملتو، د مخدره موادو او جنایي جرمونو پرضد د مبارزې د ادارې (UNODC) له خوا رپوټ په حواله چي د دوشنبه په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جولای ۸مه) خپور سو راغلي چي » په مجموعي ډول په ۲۰۱۷ م کال کي د نړۍ په سطحه ۸۷ زره ښځي د قتل د جُرم قربانیانی سوي دي.« رپوټ دا هم په ډاگه کوي چي » زیاتره دغه قربانیاني د خپل برحاله او یا هم پخواني ژوند د شريک له خوا، او همدارنگه په کورنۍ کی د خپل  دریځ یا نقش له امله،  د پلرونو،  وروڼو،  میندو،  خویندو او د کورنۍ د نورو غړو له خوا  هم وژل کیږي«.
 

کله چي دغه ډول قتلونه له اوسنیو او پخوانیو خاوندانو له خوا تر سره سي، نو هغه په ناڅاپي ډول نه وي بلکی له ډیره وخته زورزیاتیو د پیښو په نتیجه کی رامنځته سوي وي. په دغه ډول وژنو کی  زیاتره وخت،  حسودي، بدگوماني او یا هم د ښځي له خوا د طلاق اخیستل،  مهم نقش لوبوي. په رپوټ کی ویل سوي چی د ۲۰۱۲ کال په پرتله د دغو قتلونو د قربانیانو شمیر، یو څه مخ په زیاتیدو دی.

انځور: bilderbox

د نړۍ د لویو وچو په مقایسه کي دا په ډاگه کیږي چی د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کي د قتل زیاتره دغه پیښې په آسیا کي ترسره کیږي. په ۲۰۱۷ کال کی شاوخوا ۲۰ زره ښځي او نجوني د خپلو خاوندانو او یا هم د کورنۍ د نورو غړو له خوا وژل سوي دي. د افریقا په وچه کي بیا د هغو شمیر ۱۹۰۰۰،  امریکا کي ۸۰۰۰، اروپا کی ۳۰۰۰ او د آسترالیا په ټاپو گانو کي ۳۰۰ ته رسیږي.

د نوموړي رپوټ په حواله،  په مجموعي ډول په ۲۰۱۷ کال کي د نړۍ په کچه، ۴۶۴ زره انسانان د وژنو د جرایمو  قربانیان سوي دي. په دغه موده کی بیا، د قصدي یا غیر قصدي وژنو په نتیجه کی د وژنو شمیر،  تر هغو زیات دی چی په ټولو وسله والو لانجو کي له منځه ځي. په دا ډول دښمنیو کی ۸۹ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

G.P/A.A/dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب