نوموړې پر نورو سربيره «پر انترنت او د سوله ایزو راټوليدو د حق د محدوديت او د سيمه ایزو فعالانو او سياسي مشرانو بندي کولو ته اشاره وکړه.»
د هند حکومت په کشمير کې د اگست له پنځمې نیټې څخه د دغي سيمې د نيمه خپلواک حیثيت د ختمولو تر پريکړې وروسته پر تليفوني شبکو او انترنت محدود بندیز لگولی دی.
د کشمير سيمه چې د پاکستان او هند تر منځ ويشل شوې ده او تر اوسه د دغه دواړو اتومي قدرتونو ترمنځ د دوو سترو جگړو لامل شوې ده.
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې له لسیزو راهېسې وسله وال چې هند ادعا کوي پاکستان یې ملاتړ کوي، فعال دي. د ياغيانو په بريدونو او پوځ سره په مخامخ نښتو کې تر اوسه په لسونو زره انسانان وژل شوي چې زياتره یې ملکيان ول.
ميشل باچیلت وويل چې له هند او پاکستان دواړو یې غوښتي دي چې په سيمه کې د بشري حقونو ساتنه او درناوې وکړي. خو هغې زياته کړه چې «په ځانگړي توگه یې له هند څخه غوښتنه کړې ده چې گرځبندیزونه سست کړي، څو خلک بنسټيزو خدماتو ته لاس رسی ولري او د ټولو نيول شويو کسانو بشري حقونه دې په پام کې ونيول شي.»
نوموړې زياته کړه: «دا مهمه ده چې د کشمير خلک په هره هغه پريکړه کې چې د دوی پر راتلونکي اغیز لري، دخيل کړای شي او مشوره ورسره وشي.»
هغې دا څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې هندي چارواکو په کشمير کې د يکشنبې په ورځ گرځبندیز هغه وخت لا پسې سخت کړی وو چې شيعه مسلمانانو د محرم د يوې غونډې په ترسره کولو سره پر دغه ډول غونډو له بندیزه سرغړونه کړې وه.
په پام کې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي به د سه شنبې په ورځ د بشري حقونو کمېسیون ته وينا وکړي چې ښايي ټول تمرکز به یې پر کشمير وي.
هغې زياته کړه: «زه له حکومته غوښتنه کوم چې د استناف پروسې پر وخت ډاډمنه پروسه يقيني کړي او د اخراج او يا بندي کولو مخه ونيسي او خلک له بې تابيعته کيدو څخه وساتي.»
BS/NZ (AFP)
زموږ له آرشيف څخه:
کشمیریان، د هند او پاکستان د سیاست بیه څرنگه ورکوي؟
هند او پاکستان د کشمیر د موضوع په هکله خپلې جگړې ته ادامه ورکړې ده. د هماليا دغه سیمه له تیرو درو لسیزو راهیسې د یاغیتوب سره مخامخ ده. ډیر کشمیریان د نوي ډهلي او اسلام آباد له سیاسته تنگ شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Mustafa
ستره حمله
د هند اردو د وسله والو یاغیانو پر ضد په نزدې وخت کې پوځي عملیات پېل کړي دي. په دې ترڅ کې شل کلي کلابند شوي دي. نوی ډهلی پر اسلام آباد باندې د تندلارو د ملاتړ تور پورې کوي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Anand
د عسکرو وژل
هند د چهارشنبې په ورځ وویل چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د خپلو وژل شوو عسکرو غچ به واخلي. اسلام آباد دا تورونه ردوي چې سرحدي ځواکونو یې هندي عسکر وژلي او د هغوی جسدونه ته یې سپکاوی کړی دی. د هند د بهرنیو چارو معین اس. جی. شنکر ویلي دي: «حکومت غوښتنه کوي چې پاکستان باید ژر د خپلو عسکرو او قوماندانانو پر ضد چې د دغه ناوړه گام له پاره مسوول دي گام واخلي.»
انځور: H. Naqash/AFP/Getty Images
تریخ کړکیچ
له ۱۹۸۹م کال راهیسې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې مسلمان یاغیان د هندي ځواکونو پر وړاندې جنگیږي. د دغه سیمې ۷۰ سلنه اوسیدونکي مسلمانان دي. هند او پاکستان د خپلو درو جگړو څخه دوه یې د کشمیر پر سر کړې دي.
د تاو تریخوالي نوې څپه
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په تیر کال کې کې د یوه جلا غوښتونکي ځوان مشر برهان واني، د وژل کیدو وروسته وضعیت خراب شو. د هند ضد مظاهرو سربیره کې د بیلتون غوشتونکو او عسکرو تر منځ د آخ او ډب په ترڅ کې تر اوسه په سلونو کې کسان وژل شوي دي.
انځور: Reuters/D. Ismail
د «اړي» یرغل
تیر کال د سپتمبر په میاشتې کې تندلارو اسلامپالو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په اړي، نومې سیمه کې پره یوه پوځي پوسته باندې یرغل وکړ او ۱۷ هندي پوځیان یې ووژل. د هند په وینا برید کوونکي د پاکستان له لوري دغه سیمې ته ورننوتي وو. د هند له لوري د لومړنیو تر سره شوو پلټنو له مخې دغو برید کوونکو په پاکستان کې د میشتې «جیش محمد» نومې ډلې سره تړاو درلود.
انځور: UNI
کوم پوځي حل نه شته
په هند کې د مدني ټولنې ځیني کسان په دې آند دې چې نوی ډهلی نه شي کولای په کشمیر کې پر اسلام آباد باندې د ناکراریو په تور لگولو سره ځان ته برائت ورکړي. د خلکو د حقوقو ځیني مدافع سازمانونه غوښتنه کوي چې د نریندر مودي حکومت ته په کار ده چې په دغه دره کې د خپلو ځواکونو شمیر راکم کړي او د سیمې خلک خپل برخلیک ټاکلو ته پخپله پریږدي.
نوي ډهلې ته د خپل سفر تر مخه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د کشمیر د مسلې د څو اړخیزه حل وکالت وکړ. هغه د کشمیر په سیمه که کې د نوي ډهلي او اسلام آباد تر منځ پر ترینگلتیا باندې انديښنه څرگنده کړه. هند د اردوغان څرگندونې رد کړې او ویې ویل چې د کشمیر شخړه یوازې د نوې ډهلي او اسلام آباد تر منځ په دوه اړخیزه توگه حل کیدای شي.
انځور: Reuters/A. Abidi
آیا د ځواکونو ایستل حل لاره ده؟
هغه خلک چې د آزاد کشمیر پلویتوب کوي، له پاکستان او هنده غواړي چې غاړې ته شي او کشمیریان د خپلې راتلونکې په هکله پریکړې ته پریږدي. د پاکستان تر ولکې لاندې کشیر کې د «جمو کشیر لبریشن فرنټ» مشر توقیر گیلاني ویلي دي: «اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې هند او پاکستان کې تر خپل انتظام لاندې سیمو څخه د پوځونو د ایستلو مهال ویش اعلان کړي او د نړیوالو څارونکو تر څارنې لاندې یوه ټولپوښتنه یا ریفرنډم تر سره شي.»
انځور: picture-alliance/dpa/J. Singh
د بېلتون هیڅ امکان نه شته
خو د کشمیر په هکله زیاتره څارونکي وایي چې په نزدې راتلونکي کې به دغه کار و نه شي. د هغوی په خبره په کشمیر کې د تندلارو او بیلتون غوښتونکو پر وړاندې د هند د سخت چلن پالیسۍ یو څه کار ورکړی دی. د څارونکو په وینا ژر یا وروسته ډهلی باید د دغه کړکیچ سیاسي حل راوباسي. د هغوی په خبره بیلتون چانس نه لري.