م.م : په ۲۰۱۱ کال کې د بشري حقونو وضعیت ښه شوی دی
۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه هغې په عربي نړۍ، مادرید، نیویارک، لندن، سنتیاګو او د نړی په نور برخو کې د خلکو اعتراضونه په ګوته کړي او ویلي یې دي چې دغو انسانانو د بشری حقونو اعلامیې ته یو نوی ارزښت ورکړی دی.
دغه راز د آلمان د بشری حقونو له جرګی څخه، تیودور راتګیبر، ۲۰۱۱ کال د بشري حقونو لپاره یوه ښه کال وګاڼه او په اړه یی په نسبی توګه یوه مثبته ارزونه وکړه. راتګیبر وایي چې په ۲۰۱۱ کال کې د بشري حقونو شورا هم ډیرې لاس ته راوړنې درلودلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې تازه باد د ۲۰۱۱ کال د فبروری په میاشت کې ولګید.
په دغه وخت کې د دغی شورا د لبیبا استازي د لیبیا د هغه وخت له مشر، معمر القذافي، څخه واټن ونیوه او په ښکاره توګه یې د خپل هیواد رژیم د بشري حقونو څخه پر سرغړونې تورن کړ.
وروسته تر هغې لیبیا د شورا له غړیتوب څخه بې برخې کړای شوه. دا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۶۰ کلن تاریخ کې بې ساری ادقدام وو.
نوموړې شورا د ملګرو ملتونو په ټولو ۱۹۴ غړو هیوادونو کې د بشری حقونو د وضعیت د څارنې پروسه چی په ۲۰۰۶ کال پیل شوې وه د روان کال په نومبر میاشتې کې بشپړه کړه.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش