د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (يو ان اچ سي آر) اعلان کړی دی چې د روان ميلادي کال په لومړيو اوو مياشتو کې څه باندې ۱۵۰۰ مهاجر په مديترانې سمندرګي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه کمشنرۍ په خپله اعلاميه کې ويلي دي، که څه هم سږکال د تيرو دوو کلونو په پرتله اروپا ته د تازه وارد شوو مهاجرو په شمير کې کموالی راغلی دی، خو د مړينو ارقام يې لوړ تللي دي.
د روان کال له جنورۍ مياشتې تر اوسه، شاوخوا ۶۰۰ زره مهاجر پر مديترانې سمندرګي اوښتي دي. دغه شمير د تيرکال (۲۰۱۷) په همدې موده کې ۳۰ زرو ته رسيدلی وو.
د مديترانې له پاره د (يو ان اچ سي آر) ځانګړی استاځی وينسنت کوچهتل غواړي چې بايد پر دغو خطرناکو لارو د مهاجرتونو مخه ونيول شي. هغه وويل: «موږ بايد د ژوندانه د ژغورنې له پاره لازم په سمندر کې د هغو کسانو د مخنيوي په موخه لازم او ضرروي اقدامات تر لاس لاندې ونيسو کوم چې پر زيانمنونکو انسانانو د استثمار له لارې د ګټي ترلاسه کولو په لټه کې دي.»
د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ دغه راز زياته کړې ده چې انساني قاچاقبران د مديترانې سمندرګي کې اروپا ته د مهاجرو د رسولو په مقصد «حتي له غير معياري کشتيو» څخه کار اخلي او په هغو کې له توان او وړتيا څخه زيات کسان ليږدوي.
د مديترانې له پاره د (يو ان اچ سي آر) د استاځي په خبره، دغه کشتۍ بيا «وروسته په هغو ځايونو کې پريښودل کيږي [...] هغه په دې اميد چې ژغورنکې ډلې په خپل وخت هلته ځانونه رسوي.»
ايتاليا او مالتا هيوادونو په وروستيو کې د غيردولتي ژغورونکو سازمانونو کشتيو پر مخ خپل بندرونه تړلي دي. د مرستندويانو کشتۍ چې په سمندر کې مهاجر ژغوري د ډير وخت له پاره په سمندر کې ولاړې وي.
په روان کال کې د ايتاليا په پرتله د اسپانيا بندرونه اروپايي اتحاديې ته د تازه وارد شويو مهاجرو د داخليدو په لارو بدل شوي دي. د تازه وارد شويو مهاجرو شمير ۲۳ زره او ۵۰۰ ته رسیږي چې دا شمير د تيرکال ټولو رسيدلو مهاجرو له هغې څخه لوړ دی.
په روان کال کې شاوخوا ۱۸ زره او ۵۰۰ مهاجر ايتاليا ته داخل شوي او ۱۶ زره نور بيا يونان ته رسیدلی دي. اروپا ته د مدیترانې سمندرګي له لارې د تازه رسیدلو مهاجرو ۱۳نیمه سلنه يې سوريايي مهاجر تشکيلوي، چې دا په د اکثرو هيوادونو مهاجرو په منځ کې لويه برخه ده.
پر ورته موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
څلورو کالو کي ۲۳ زره مهاجر د اروپا پر لار مړه شوي دي
هر کال اروپا ته د رسيدو په موخه په زرونو انسانان پر لارو خپل ژوند له لاسه ورکوي. د مړو ارقام په ۲۰۱۶م کال کې تر ټولو لوړ يعنې له پنځو زرو هم واوښت. په دې انځوريز رپوټ کې د تيرو څلورو کلونو د هرې مياشتې ارقام ښودل شوي دي. انځور: picture-alliance/dpa/Mohame Ben Khalifa د تيرو څلورو کلونو د هر کال په لمړيو مياشتو کې اروپا ته د مهاجرت پر وخت ټول ټال ۱۳۷۳ تنه مهاجر مړه يا لادرکه شوي دي. په دې ډله کې ۷۲ تنه يې د ۲۰۱۴ په جنورۍ، ۲۰۹ تنه د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ، ۵۹۵ تنه د ۲۰۱۶ په جنورۍ او ۵۴۲ تنه د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Sapone د تيرو څلورو کلونو په فبروري مياشتو کې اروپا ته د مهاجرت پر وخت ټول ټال ۱۳۴۵ کسان مړه يا لادرکه شوي دي. په دې کې ۵۸ تنه يې د ۲۰۱۴م په فبرورۍ، ۴۰۷ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په فبرورۍ، ۴۹۱ تنه يې د ۲۰۱۶م کال په فبرورۍ او ۳۸۹ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په فبروۍ مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/IFRC/M. Karima
په دې ډله کې ۳۲۱ تنه مهاجر د ۲۰۱۴م کال په مارچ، ۱۸۱ تنه د ۲۰۱۵م کال په مارچ، ۵۶۴ تنه د ۲۰۱۶ کال په همدې مياشت او ۴۳۲ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. دغه مهاجر اروپا ته مهاجرت پر مهال په مختلفو لارو، خو تر ډيره په سمندر کې مړه شوي دي.
انځور: Reuters/Y. Behrakis په اپريل مياشتو کې د مرګونه کچه نژدې دوه برابره لوړيږي. په پورتني شمير مهاجرو کې ۹۸ تنه يې د ۲۰۱۴م کال په اپريل، ۱۳۰۹ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په اپريل، ۷۳۹ تنه يې د ۲۰۱۶م کال او ۳۶۰ تنه يې د ۲۰۱۷ کال په اپريل مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. اپريل، په تيرو څلورو کلونو کې تر می مياشتې وروسته د مهاجرو له پاره دويمه مرګونه مياشت حساب شوې ده.
انځور: Getty Images/Afp/Matthew Mirabelli د مړينې په پورتني شمير کې ۴۵۹ تنه مهاجر د ۲۰۱۴م کال په می، ۳۴۵ تنه د ۲۰۱۵م کال په می، ۱۳۶۴ تنه د ۲۰۱۶م کال په می او ۷۵۴ تنه د ۲۰۱۷م کال په می مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. تر ټولو زيات مهاجر په ۲۰۱۵ کال کې په مديترانې سمندرګي کې مړه شوي دي. د مهاجرت نړيوال سازمان په دغه کال د ټولو مړو او لادرکه شويو مهاجرو شمير ۵۰۹۶ تنه ښودلي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/IFRC/M. Karima له دې ډلې څخه ۴۰۲ تنه مهاجر يې د ۲۰۱۴م کال په جون، ۱۱۹ تنه د ۲۰۱۵م کال په همدې مياشت، ۶۰۱ تنه يې د ۲۰۱۶م او ۸۱۰ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په جون مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. دوي اروپا ته په دې موخه مهاجر کيدل تر څو له خپل هيواده ښه ژوند ولري.
انځور: picture-alliance/dpa/Mohame Ben Khalifa په دې ډله کې ۹۰۲ تنه مهاجر د ۲۰۱۴م کال په جولای، ۲۹۷ تنه يې د ۲۰۱۵م جولای، ۴۱۹ تنه يې د ۲۰۱۶م او ۳۷۷ تنه يې د ۲۰۱۷ کال په جولای مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. ډيری مهاجر د کشتيو د خرابيدو له امله په سمندر کې ډوب شوي او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
انځور: Reuters/Y. Behrakis د تيرو څلورو کلونو په اګست مياشتو کې اروپا ته د مهاجرتونو پر مهال ۲۱۶۵ تنه مړه شوي دي چې له دې ډلې څخه ۶۸۰ تنه يي د ۲۰۱۴م کال، ۸۵۹ تنه يې د ۲۰۱۵م کال، ۲۲۲ تنه د ۲۰۱۶م او ۴۰۴ تنه يې د ۲۰۱۷م کال اګست کې مړه او لادرکه شوي دي. په ۲۰۱۵ کال اطريش کې له يوه کانتينره څخه هم د څه باندې ۵۰ تنه مهاجرو مړي راوښکل شول.
انځور: Reuters/H-P Bader په ۲۱۹۷ تنه مړه شويو مهاجرو کې ۸۳۶ تنه يې د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر، ۴۵۲ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر، ۴۹۴ تنه يې د ۲۰۱۶م کال سپتمبر او ۴۱۵ تنه يې د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي.
انځور: picture-alliance/AA/H. Erdinc په پورتني شمير مهاجرو کې ۲۰۹ تنه یې د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر، ۷۰۰ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر، ۶۹۷ تنه يې د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر او ۳۳۰ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. دا شمير مهاجر د سمندري ځواکونو او ساحلي ساتونکو د ژغورنې د عملياتو او هلو ځلو سربيره تلف شوي دي.
انځور: Reuters/G. Moutafis په پورتني شمير مړه شويو مهاجرو په ډله کې ۹۶ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په نوامبر، ۲۴۲ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په نوامبر، ۹۲۴ تنه يې د ۲۰۱۶م کال په همدې مياشت او ۲۶۵ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په نوامبر مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. د (يو.ان.اچ.سي.آر) په حواله، مړو شويو کې تر ټولو لوړه فیصدي د نارينه او بيا په ترتيب ماشومان او ښځې قرار لري.
انځور: picture-alliance/AA/Turkish Coast Guard له دې ډلې څخه ۱۲۷ تنه مهاجر د ۲۰۱۴ کال په دسمبر، ۵۶۶ تنه د ۲۰۱۵ کال په دسامبر، ۶۴۱ تنه د ۲۰۱۶م کال په دسامبر مياشتې کې مړه شوي دي. دغه مهاجر ډیری يې د افريقا او منځني ختيځ هيوادونو څخه دي او دغه راز د ځينو اسيایي هيوادونو دا هم په کې راځي. سرچينې: (IOM) او (UNHCR)، انځورونه د دويچه ويله له آرشيف څخه. ترتيب کوونکی: م. ک. ص
انځور: picture-alliance/epa/Stringer