1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م:که سوله و نه شي افغانستان به له بشري ناورين سره مخامخ شي

۱۳۹۹ آبان ۲۸, چهارشنبه

ملگرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د سولې خبرو اترو د ناکاميدو په صورت کې، افغانستان ښايي له يوه بشري ناورين سره مخ شي. د ملگرو ملتونو د مهاجرينو عالي کميشنر له افغانستان سره د نړيوالو د مرستې د دوام غوښتنه کړې ده.

Schweiz Filippo Grandi Flüchtlingskommissar UN
انځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

د ملگرو ملتونو د مهاجرو د چارو عالي کميسار فليپو گراندی، د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که د افغانستان د سولې خبرې اترې موافقې نه شي او تاوتريخوالی ادامه پيدا کړي نو دغه هيواد به له بشري ناورين سره مخ شي. نوموړي ټینگار وکړ چې په دغه هيواد کې په زرونه بې کوره شوي کسان د کرونا وبا او د ژمي په موسم کې د ځان د ژغورلو هڅه کوي.

گراندي افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې د اسوشيتد پريس خبري آژانس سره په خبرو کې وويل چې د جگړې د دوام په صورت کې به د بې ځايو شويو شمېر نور هم زيات شي. نوموړي زياته کړه: «که چیرې د سولې خبرې اترې ناکامې شي نو زه ډاډه يم چې په دغه هيواد کې به يو ستر بشري ناورين رامنځته شي. زه هيله لرم داسې څه پيښ نه شي.»

په افغانستان کې د تاوتريخوالي دوام

د ملگرو ملتونو له خوا دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کيږي چې په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو استازي د سولې د خبرو اترو په موخه سره راټول شوي دي. خو په عين حال کې په افغانستان کې د زورزياتي پېښې هم ډېرې شوي دي. ښکيل اړخونه تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسيدلي او په خبرو اترو کې یې د پام وړ پرمختگ نه دی لرلی.

فليپو گراندي زياته کړې: «زما په فکر موږ بايد دلته د هر څه له پاره چمتو اوسو. موږ بايد لا زياتو بشري ستونزو ته چمتو اوسو.»

په کابل کې داخلي بېځايه شويانځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د ژنيو په کنفرانس کې د افغانستان د بېځايه شويو او بیرته ستنو شويو مهاجرو سره لا ډېرو مرستو ته ژمن پاته شي. هغه وويل چې د ژنيو نړيوالې غونډې ته یې چې د نومبر میاشتې په پای کې د افغانستان په هکله ترسره کيږي، پېغام دا دی چې د پراختيا په برخه کې پانگونې ته اړتيا ده او همدا راز په لنډه موده کې خوراکي توکو، د څښلو اوبو او سرپناه ته اړتيا ده.

د بېځايه شويو وضيعت

۲۸ کلنه آرزو چې د کابل په باگرامي ولسوالۍ کې د خپل خاوند او شپږو اولادونو سره ژوند کوي، وايي چې د کورنۍ يوازنی نفقه پيدا کوونکی اته کلن فواد دی چې په سيمه ایز بازار کې پلاستيکي کڅوړې پلوري. نوموړې له اسوشيتد پريس سره په خبرو کي وويل چې خاوند یې په ننگرهار ولايت کې د يوه ځانمرگي بريد په نتیجه کې خپله پښه له لاسه ور کړې ده.

اړونده موضوع: م م: په ۷ مياشتو کې ۲۱۷ زره افغانان د کورونو پرېښودلو ته اړ شوي

د مهاجرت د نړيوال سازمان شمیرې ښيي چې د داخلي بېځايه شويو ترڅنگ، تر ۷۴۲ زره زيات افغانان د روان ميلادي کال له پېل راهيسې له پاکستان او ايران څخه بیرته راستانه شوي دي.

له دوی څخه زياتره يې هغه کسان دي چې د خپلې کورنۍ له پاره د نفقې پيدا کوونکي دي او په غالب گومان د بې کارۍ او ناامنۍ له کبله نه شي کولی د خپلې کورنۍ لگښتونه پوره کړي.

د تاوتريخوالي د کمښت غوښتنه

د ملگرو ملتونو د مهاجرو د چارو عالي کمیسار د افغانستان په شخړه کې له ښکيلو خواو څخه د تاوتريخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

فليپو گراندې وويل: «زه د افغانستان خلکو ته وايم چې صبر وکړئ خو نورو [ښکيلو اړخونونو] ته بايد ووایم چې بیړه وکړئ او ژر تر ژره حل پيدا کړئ ځکه ډېره ورته اړتيا ده. ۴۰ کاله وکړيدل، دا ډېره اوږده موده ده.»

ب. ص/ ن.ز (AP)

په خوست کې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د ژوند له ترخو شکایت کوي

02:59

This browser does not support the video element.