1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: که پر افغانستان مرستې لږ شي اقتصادي وضعيت به لا خراب شي

۱۴۰۲ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې وړاندوينه کړې ده چې که پر افغانستان باندې بشري مرستې کمې شي نو د دغه هیواد اقتصاد به له نوو سختو بحرانونو سره مخامخ شي.

د آرشیف انځور - په کابل کې د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د چین هیواد له خوا پر اړمنو افغانانو د بشري مرستو ویش
د آرشیف انځور - په کابل کې د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د چین هیواد له خوا پر اړمنو افغانانو د بشري مرستو ویشانځور: Ali Khara/REUTERS

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې (UNDP) په خپله یوه تازه ارزونه کې چې د سه شنبې په ورځ، د اپریل مياشتي ۱۸مه. خپره شوې ده، وړاندوینه کړې که چېرته پر افغانستان باندې نړېوالې مرستې ۳۰ سلنه کمې شي، د افغانستان اقتصاد به ورسره منقبض او انفلاسیون به لوړ او نغدې پېسې به کمې شي.

نړیوال چارواکي وايي افغانستان د نړۍ په سطحه د بشري مرستو د تر ټولو ستر پروګرام تر چتر لاندې هیواد دی، خو سږکال به دغه مرستې څرنګه چې ډونران د نړیوالو بحرانونو ارزونه کوي او په دې دلیل چې طالبانو پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو کاري محدودیتونو لګولي، ډېرې راکمې شي.

ورته نور ولولئ: ملګري ملتونه: طالبان موږ اړ کوي چې « ویروونکی انتخاب» وکړو

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) مشر، عبدالله ال دردري، رويټرز ته وويل: «په دې کار سره به د پیسو ارزښت راکم شي، په نغدو پېسو کې یو بل انقباض، بانکونه او غیررسمي کرېډېټونه به له ډيرو ستونزو سره مخ شي... انفلاسیون به لوړ او کورنۍ تقاضا به راښکته شي چې دا به [په افغانستان کې] پر لا ډیر فقیر کیدو او کمې ودې باندې منجر شي.»

ال دردري د افغانستان د راتلونکې اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه او وې وېل چې «دغه هیواد به خپل ځان د فقر په لومه راګېر وويني.»

ورته نور ولولئ: «د مرستو کمښت افغانان له قحطۍ سره مخ کولی شي»

د رويټرز په حواله په ۲۰۲۴م کې په افغانستان کې سرانه عواید (د هیواد ټول عاید تقسیم پر ټول نفوس) کېدای شي ۳۰۶ ډالرو ته راولوېږي، چې دا له ۲۰۲۲م کال راهيسې ۴۰ سلنه ځوړ ښيي. دغه وضعیت افغانستان ته د نړۍ د تر ټولو بې وزله هېوادونو په ډله کې ځای ورکوي.

د افغانستان د ۲۰۲۳م کال بشري مرستو له پاره د ۴ اعشاريه ۶ ميليارډ ډالرو غوښتنه شوې، چې د دغه پلان یوازې ۵ سلنه برخه ېې چې ۲۵۱ میلیونه ډالر کیږي تمويل شوې ده.

ال دردري وايي: «موږ کېدای شي له ۳۰ سلنې څخه هم له ډير مقدار مرستو له کمښت سره مخ شو.»

ورته نور ولولئ: د ښځو پر حقونو محدودیتونه؛ پر طالبانو د مرستو بنديدو ګواښ

د طالبانو ادارې د تېرکال په دسمبر مياشت کې په اکثرو انجوګانو یا غیر دولتي موسساتو کې د افغان ښځینه کارکوونکې پر کار بندیز ولګاوه او تر هغه وروسته ېې روانه میاشت تصمیم ونیو چې افغان ښځې دې د ملګرو ملتونو سازمان اړوندو دفترونو کې هم کار نه کوي. ملګرو ملتونو سازمان خپلو کارمندانو ته ويلي دي چې په دغه موده کې ېې خپلو دفترونو ته نه ځي، که څه هم دغه سازمان د خپلو پروګرامونه ارزونه کوي. د طالبانو له دغو پريکړو سره دا اندېښنه هم رامنځ ته کړې چې ښايي مرستندويان افغانستان څخه ځان لرې کړي.

طالب چارواکي وايي چې د ښځینه مرستندویه کارکونکو په هکله ېې تصمیم، د دوی خپله «کورنۍ مسئله» ده. طالبان ټينګار کوي چې بهرني حکومتونه باید پر دوی باندې لګول شوي محدودیتونه راکم او د افغانستان د اقتصادي ستونزو د کمولو په خاطر دې د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.

(Reuters)mks/nz

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه دغه ويډيوي رپوټ هم کتلی شئ:

د نړیوالو د مرستو باوجود افغانان له بې روزګارۍ سر ټکوي

03:54

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب