م.م. کي کومو غيرمسلمان هيوادونو د ټرمپ پرېکړي ضد رايه ورکړه؟
۱۳۹۶ دی ۲, شنبهم.م. کي کومو غيرمسلمان هيوادونو د ټرمپ پرېکړي ضد رايه ورکړه؟
ډونلډ ټرمپ بيت المقدس ته د امریکايي سفارت د انتقال امر وکړ. خو د م.م. اکثريت غړو د دغې پرېکړي ضد رايه ورکړه. د ټرمپ پرېکړي ضد رايه ورکونکي غير مسلمان هيوادونه دلته وپېژنئ:
هند
په هند کي د هندو دين د پېرويانو اکثريت دی. خو په دغه هيواد کي تقريبا ۱۷۲ مليون مسلمانان هم ژوند کوي. هند هم له ۱۲۸ هغو هيوادونو څخه ؤ چي د پنجشنبې په ورځ يې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د دونلډ ټرمپ د فيصلې پر ضد د اعلاميې په حق کي رايي واچولې.
روسيه
د ولاديمير پوتين په ولسمشرۍ کي روسيې په ملګرو ملتونو کي د ډونلډ ټرمپ د هغې پرېکړي پر ضد (د ۲۰۱۷ کال د دسمبر ۲۱مه نېټه) رايه ورکړه چي ډونلډ ټرمپ د اسرائيل د پلازمېني په توګه پکښي بيت المقدس په رسميت پېژندلی ؤ.
آلمان
د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل د آلمان اکثرو نورو سياستوالو په څېر د منځني ختيځ له پاره د دوو دولتونو د رامنځ ته کېدو وړانديز تر ټولو غوره ګڼی. آلمان هم په م.م. کي د ډونلډ ټرمپ د پرېکړي پر ضد رايه ورکړه.
چين
د چين ولسمشر شي جينپينګ هم د خبرو اترو او تفاهم له لاري د منځني ختيځ د ستونزي د هوارولو په حق کي دی. چين هم په م.م. کي د ډونلډ ټرمپ د پرېکړي پر ضد د اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
بريتانيه
بريتانيې د فلسطين او نني اسرائيل سيمي د مستعمرې په توګه درلودلي دي. د دغې مستعمرې په پای ته رسېدو سره اسرائيل هم رامنځ ته سو. خو د پنجشنبې په ورځ بريتانيې هم د ټرمپ د فيصلې پر ضد د اعلاميې په حق کي رايه واچوله.
فرانسه
فرانسه هم د آلمان په شان د منځني ختيځ د لانجې حل د دوو بيلو دولتونو په منځ ته راتلو کي ويني. د ايمانويل ماکرون په ولسمشرۍ کي فرانسې هم د م.م. د اعلاميې په حق کي رايه ورکړه چي د ډونلډ ټرمپ د يو اړخيزي فيصلې پر ضد وه.
جاپان
د جاپان هيواد امريکا د متحده ايالاتو له ټلوالو څخه يو هيواد دی. خو د لومړي وزير شينزو ابې په حکومت کي جاپان هم د ټرمپ د يوجانبه فيصلې پر ضد د اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
هالنډ
هالنډ د اروپايي اتحاديې له ۲۸ غړو هيوادونو څخه يو دی. دغه هیواد د يادي اتحاديې له هغو ۲۲ غړو څخه هم دی، چي په ملګرو ملتونو کي يې د بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېني کېدو پر ضد رايه ورکړه.
سويلي کوريا
د کوريا پر جزيره د لانجې په ترڅ کي د امريکا متحده ايالات د سويلي کوريا مهم ترين ملګری بلل کيږي. خو سويلي کوريا د فلسطين په موضوع کي د ټرمپ د فيصلې پر ضد رايه ورکړه.
ارجنټاين
د ارجنټاين هيواد هم له هغو هيوادونو څخه يو دی، چي وايي د بيت المقدس د مقام فيصله بايد د اسرائيل او فلسطينيانو تر منځ د تفاهم وروسته وسي. دغه هيواد په م.م. کي د فلسطينيانو د غوښتنې په حق کي رايه واچوله.
برازيل
د برازيل هيواد وايي چي د منځني ختيځ لانجه بايد د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د مخکنيو فيصلو پر اساس حل کړل سي. دغه هيواد د دې پر ضد په ملګرو ملتونو کي رايه ورکړه چي ټرمپ په يوجانبه توګه بيت المقدس د اسرائيل پلازمېنه په رسميت وپېژندی.
سويلي افريقا
یعقوب زوما چي د سويلي افريقا پخوانی ولسمشر دی، هم د منځني ختيځ د لانجې د حل له پاره د دوو دولتونو رامنځ ته کېدل غوره لاله بلله. دغه هيواد هم د م.م. په عمومي غونډه کي د ټرمپ د فيصلې پر ضد رايه ورکړه.
نيوزيلانډ
د نيوزيلانډ هيواد د م.م. د عمومي غونډي د هغې اعلاميې په ملاتړ رايه ورکړه، چي پکښي د بيت المقدس د مقام په تړاو د ډونلډ ټرمپ فيصله رد سوې.
ناروې
ناروې هيواد د منځني ختيځ د لانجې د حل له پاره هميشه پر دې ټينګار کړی چي اسرائيل او فلسطين بايد پر مېز دغه لانجه حل کړي. دغه هيواد هم په م.م. کي د اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
نيپال
نيپال هم يو له هغو اکثريت آسيايي هيوادونو څخه ؤ چي د اعلاميې په حق کي يې رايه ورکړه.
پرتګال
د اروپايي اتحاديې غړي هيواد پرتګال د دغې اتحاديې د پاليسۍ مطابق د دوو دولتونو د قيام حل غوره ګڼي. دغه هيواد هم د اعلاميې په حق کي رايه واچوله.
هسپانيه
د اروپايي اتحاديې له هغو ۲۲ هیوادونو څخه چي په ملګرو ملتونو کي يې د اعلاميې په حق کي رايه ورکړه، يو هيواد هسپانيه هم ده.
کينيا
کينيا هم په ملګرو ملتونو کي د دغې اعلاميې په حق کي رايه واچوله.
کوستا ريکا
د لاتين امريکا کوستا ريکا هيواد هم په ملګرو ملتونو کي له ۱۲۸ هيوادونو څخه يو ؤ، چي د دغې اعلاميې په حق کي يې رايه واچوله.
شمالي آيرلنډ
شمالي آيرلنډ هم د بريتانيا او زيات شمېر نورو غربي هيوادونو په شمول د دغې اعلاميې په حق کي رايه ورکړله.
اُتريش
اُتريش هيواد وايي چي د منځني ختيځ د حل له پاره د ملګرو ملتونو د اعلاميو د تطبيق غوښتونکی دی. دغه هيواد هم په وروستۍ اعلاميه کي د هو رايه ورکړه.
يونان
يونان د بيت المقدس د مقام په ترڅ کي د اروپايي اتحاديې د غړي په توګه د دغه اتحاديې د پاليسۍ سره همږغی نظر لري. دغه هيواد هم د م.م. د وروستۍ اړونده اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
بلجيم
د اروپايي اتحاديې غړی هيواد بلجيم د دغې اتحاديې د نورو اکثريت غړو په څېر د م.م. د عمومي غونډي د اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
بلغاريا
بلغاريې هم د م.م. د اعلاميې په حق کي رايه واچوله.
چلي
د چلي هيواد هم د بيت المقدس د لانجې په ترڅ کي د فلسطيني دريځ څخه ملاتړ کوي او وايي چي د دغه ښار برخليک نه بايد د امريکا د متحده ايالاتو له يوجانبه فيصلې له لاري تعين سي. چلي د م.م. د اړونده اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
د عاج ساحل
د عاج ساحل هيواد د ټرمپ د هغې پرېکړي ملاتړ نه کوي چي بيت المقدس يې د اسرائيل د رسمي پلازمېني په توګه پېژندلی. له همدې کبله د عاج ساحل په م.م. کي د يادي پرېکړي پر ضد د اعلاميې متن ته د تائيد رايه ورکړه.
ډنمارک
ډنمارک هم د م.م. د عموني غونډي د هغې اعلاميې په حق کي رايه واچوله، چي پکښي د اسرائيل او ټرمپ د نظر مخالفت سوی دی.
سربستان
سربستان هم د م.م. د يادي اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
ايکوادور
د ايکوادور هيواد هم د ټرمپ له نظر سره په دې موضوع کي مخالفت کوي او د اعلاميې په حق کي يې رايه ورکړه.
فنلاند
فنلاند هم د م.م. د دغې اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
ايټاليا
د اروپايي اتحاديې د نورو ۲۱ غړو هيوادونو په څېر ايټاليا هم د م.م. د دغې اعلاميې په حق کي رايه واچوله.
سينګاپور
سينګاپور د پنجشنبې د ورځي د م.م. د اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
سوېډن
سوېډن هم په دې نظر دی چي يو جانبه اقدامات د منځني ختيځ ستونزه نه سي هواروالی او د اسرائيل او فلسطين تر منځ د تفاهم رامنځ ته کېدل غوره ګڼي.
سويس
د سويس هيواد د بيت المقدس مقام هغه وخت د تعين وړ ګڼي، کله چي يې په هکله اسرائيل او فلسطين دوه اړخيزه تفاهم سره وکړي. دغه هيواد هم د اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
تايلند
د تايلند هيواد هم د اعلاميې په حق کي رايه ورکړه. په دې توګه دغه هیواد له ۱۲۸ هيوادونو څخه يو وګرځېد چي د دغې اعلاميې په حق کي يې رايه ورکړې وه.
يوروګوای
يوروګوای د لاتين امريکا د يو شمېر نورو هيوادونو په څېر د دغې اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
زمبابوې
زمبابوې د ا فريقايي هيوادونو په اوږد قطار کي يو بل هيواد دی، چي د دغې اعلاميې په حق کي يې رايه ورکړه.
وېتنام
ډونلډ ټرمپ و آسيا ته په خپل وروستي سفر کي وېټنام ته هم ورغلی ؤ. خو دغه هيواد د م.م. په ياده اعلاميه کي د ټرمپ د فيصلې پر ضد رايه ورکړه.
ماوريتوس
د ماوريتوس هيواد د اعلاميې په حق کي رايه ورکړه.
کيوبا
د کيوبا هيواد هم د ۱۲۷ نورو هيوادونو په څېر د اعلاميې په حق کي رايه ورکړه. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
د ملګرو ملتونو عمومي غونډي د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۱مه نېټه په لوی اکثريت يوه اعلاميه تصويب کړه. په دغه اعلاميه کي پر دولتونو ږغ سوی دی چي خپل دپلوماتيک دفاتر لکه سفارتونه دي و بيت المقدس ته نه لېږدوي. په دغه غونډه کي د ۲۱ هيوادونو پلاوی غير حاضر ول او په دې توګه يې په رايه کي برخه نه واخيسته. ۱۲۸ هيوادونو د دغې اعلاميې په حق کي او ۹ هيوادونو ګويته مالا، هوندوراس، اسرائيل، مارشال جزيرې، د ميکرونېزيا فدرالي ايالتونه، ناورو، پالاو، توګو او د امریکا متحده ايالتونو د دغې اعلاميې پر ضد رايه ورکړه. ۳۵ هيوادونو نه د دغې اعلاميې په حق کي او نه يې پر ضد رايه ورکړې.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2017):
د بیت المقدس نن او پرون
دونلد ترمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې په بیت المقدس کې مقدس دیوال ته ورغلی. بیت المقدس د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د کړکیچ یو مهم سمبول دی. په دې انځوریز البوم کې د بيت المقدس تاریخ ته لنډه کتنه شوې.
د جبل الزیتون یا د زیتونو د غره نننۍ بڼه
سیلانیان د بیت المقدس په زاړه ښار کې د جبل الزیتون له غره څخه د سیمې ښکلې منظرې کتلای شي. د زاړه ښار د دې تپې سلسله په ختيځ او شمالي برخه کې د زیارت له تپې سره نښتې ده. په انځور کې په واضح ډول د زاړه ښار دیوال او د طلايي ګنبدې زیارت لیدل کیږي، کوم چې د اسلام په تاریخ کې تر ټولو پخوانی مقدس ځای دی. په نورو ژبو کې دغې تپې ته د زیتونو غر له دې امله وايي چې پر دې تپه د زیتونو ډېري وني ولاړي وې.
د جبل الزیتون پخوانۍ بڼه
کابو۵۰ کاله مخکې حالت په بشپړه توګه توپیر درلود. په دې انځور کې چې د ۱۹۶۷م کال د جون میاشتې پر ۷ نیټه ثبت شوی د بیت المقدس او د دیوال ځای ته په کتو دا واضح ده چې دغه انځور د جبل الزیتون په تپه کې اخیستل شوی. د شپږ ورځنۍ جګړې پرمهال د زیتونو غر د سرتیرو يوه پوسته وه.
د مسجد القصی نننۍ بڼه
تر مکې مکرمې او مدینې منورې وروسته، مسجد القصی چې د بیت المقدس په زاړه ښار کې موقعیت لري د اسلام دریم مقدس ځای ګڼل کیږي. دغه مسجد د یهودانو له پاره مقدس ځای ګڼل کیږي. له ۱۹۶۷م کال راهیسې اسرائیل د دې سیمې د امنیت مسئولیت پر غاړه لري.
د مسجد القصی پخوانۍ بڼه
مسجد القصی د دې ښار تر ټولو ستر مسجد دی او لغوي معنی یې د عبادت له پاره لیري ځای دی. د دې مسجد د رغونې چاري۸۰۰ کاله مخکې پای ته رسیدلي. دغه ستر مسجد چې له څو کوچنیو مقدسو ځایونو، باغ او فوارو سره جوړ دی، د اسلام مقدس او سپیڅلې ځای گڼل کيږي. د جومات په دننه کې اوه کتاره جوړي شوي چې ټولټال ۴۰۰۰ عبادت کوونکي پکې ځایدلای شي.
باب العمود یا ولاړه دروازه
دغه ولاړه دروازه د بیت المقدس عیسوي او عرب توکم سره بیلوي. د دروازې تر تیریدو وروسته کوچنۍ عربي بازار د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره کړې. سربیره پر دې، د بیت المقدس د شمالي دروازې دغه سیمه له کلونو راهیسې د فلسطنیانو د بریدونو ځای ګڼل کیږي.
پخوانۍ باب العمود یا ولاړه دروازه
باب العمود چې د دمشق یا سوریې دروازه هم ورته وايي له دې امله هم ډیره مشهوره ده چې په ۱۶م قرن کې د عثماني خلافت له خوا په دېوال کې جوړه سوې دغه دروازه د سوریې او دمشق د تګ را تګ لار وه. د موټرو او خلکو له ګڼه ګوڼې پرته په دې انځور کې چې په ۱۹۶۷م کال کې اخیستل شوی ډیر توپیر نه دی راغلی.
د زاړه ښار اوسنۍ بڼه
دغه زوړ ښار د سلطان سلیمان په دوران کې د ۱۵۳۵ او ۱۵۳۸م کلونو ترمنځ جوړ شوی. په ۱۹۸۱م کال کې دغه زوړ او تاریخې ښار د ملګرو ملتونو د تاریخې ځایونو یا یونیسکو کې هم د نړۍ د تاریخې سیمو په توګه ثبت شوی دی.
د زاړه ښار پخوانۍ بڼه
ځیني شیان بدلون نه مومي. د دغه انځور تر اخیستلو کابو۵۰ کاله وروسته هم هلکان په دې سیمه کې ګرځي. دوی په لاس پخې شوي ډوډۍ او نور خوراکي توکي پلوري.