د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر ویاند فلیپ کروپف، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي، دا چې له ۲،۸ میلیونه اړمنو کسانو سره مرسته وشي، ملګري ملتونه غواړي په راتلونکي کال کې له غړو هیوادونو شا او خوا ۴۳۰ میلیونه ډالره مرسته وغواړي.
د دغه دفتر۴۰ مخیز رپوټ هرکال د بشري وضعیت په هکله د راټولیدونکو مهمو ارقامو پر بنسټ جوړیږي. د رپوټ لیکوالانو د بیلګې په توګه د ماشومانو پر وضعیت باندي رڼا اچولې ده.
د دغه رپوټ له مخې تر پنځه کلنۍ کښته ماشومانو۴۰ سلنه د ودې له ستونزو سره مخامخ دي. ۳،۵ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي. د ماشومان د مړینې کچه لوړه ده، چې په اوسط ډول د هرو۱۰۰۰ زیږدونکو ماشومانو۷۰ مري.
ملګرو ملتونو په خپل دغه رپوټ کې خبرداری ورکړی دی چې د ټولو افغانانو چې په دغه رپوټ کې یې شمیر ۳۴،۵ میلیونه اټکل شوی دی ۳۹ سلنه یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي او کابو دوه میلیونه خلک د خوړو له پاره کافي څه نه لري.
همداشان په رپوټ کې راغلي دي تر ټولو زیات په هیواد کې دننه له جګړو څخه د بې ځایه شوو کسانو تر منځ د اړمنو کسانو شمیر زیات دی. یوازې په روان میلادي کال کې تر اوسه شا او خوا ۳۶۰ زره انسانان د جګړو له کبله له خپلو کلیو او ښارونو بې ځایه شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې اوسمهال شا او خوا ۹۰۰ زره انسانان په نامناسبو شرایطو کې په کمپونو کې ژوند کوي.
پر دې سربیره له ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه د۵۶۰ زرو افغانان بیرته راستنیدو هم پر دغه بهير اغیز لرلی دی.
s.r/n.z (dpa)
زموږ له آرشیف څخه:
بې ځایه شویو ښځو د خپلو زیوراتو په پیسو رستورانت جوړ کړی
ځينو کوڼدو میرمنو چې د کندز په جګړه کې یې خپل مړونه له لاسه ورکړي او هرات ته تښتیدلي دي، اوس د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو له پاره یو رستورانت جوړ کړی دی. هغوی د خپلو زیوراتو په پلورلو سره دغه رستورانت پرانیستی دی.
انځور: Tanhaیو شمیر کندزي میرمنو چې د کندز په جګړه کې یې خپل مړونه له لاسه ورکړي دي، په هرات ولایت کې خپل زیورات پلورلي او رستورانت یې پرانیستی دی.
انځور: Tanhaدغو میرمنو خپل رستورانت «هریوا» نومولی دی. هریوا د هرات ولایت د پخوانیو نومونو څخه یو دی.
انځور: Tanhaپه دې رستورانت کې لس میرمنې خواږه او د افغانستان د شمال خواړه پخوي.
انځور: Tanhaپه دې رستورانت کې ښځې د سهار له اتو بجو څخه بیا د شپې تر ۱۲ بجو پورې کار کوي. ځینې خو یې خپل ماشومان هم له ځان سره راولي.
انځور: Tanhaدغه نجلۍ د کندز د جګړو له کبله له ښوونځي پاتې وه خو اوس په هرات کې زده کړې کوي. هغه د ښوونځي تر څنګ په رستورانت کې له خپلې مور سره مرسته کوي.
انځور: Tanhaدغه میرمنې چې ډیري یې کونډې دي، وایي د رستورانت له لارې د خپل ژوند یوه برخه لګښتونه پوره کوي.
انځور: Tanhaمیرمن صفیه محیطي د دې رستورانت مسوولیت پر غاړه لري. هغه وایي چې تر اوسه پورې یې له دولت څخه هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.
انځور: Tanhaمیرمن محیطي وايي چې که کار یې ښه پر مخ ولاړ شي نو د ښځو د فیزیوتراپي او لاسي صنایعو بخش به هم رامنځ ته کړي.
انځور: Tanhaد رستورانت مسوولان وایي چې د لګښتونو د پوره کولو له پاره یې خپل زیورات وپلورل او پور یې واخیست ترڅو دغه ځای پرانیزي.
انځور: Tanhaد رستورانت ډیری پیریدونکي هغه کورنۍ دي چې خواړه خپل کور ته وړي. ډیر کم داسې کسان شته چې دې رستورانت ته د ډوډۍ خوراک له پاره راځي.
انځور: Tanhaدغه میرمني وايي چې د بازار موندنې په برخه کې مرستې ته اړتیا لري. د رستورانت مسووله وایي چې که کار یې ښه پر مخ ولاړ شي نو نورو بیځایه شویو میرمنو ته هم کار ورکولی شي.
انځور: Tanha