ترمپ وايي پر نښتو سربېره په غزه کې اوربند نافذ دی
۱۴۰۴ مهر ۲۸, دوشنبه
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ويلي دي چې په غزه کې اوربند، د اسرائیل د یکشنبې ورځې وژونکو هوايي حملو وروسته چې له کبله ېې غزې ته ټولې تلونکې مرستې ودرول شوې، هم نافذ او د اجرا په حال کې دی. اسرائیل ادعا کړې چې ځواکونه يې د حماس تر حملې لاندې راغلي ول.
خو هغه زیاته کړه چې د حماس رهبري به ممکن په دغو تاوتریخوالو کې دخیله نه وي.
کله چې خبریالانو له ترمپ څخه پوښتنه وکړه چې آیا اوربند لاهم برقراره دی، هغه ېې په ځواب کې وویل: « هو، همداسې ده.»
ترمپ چې ایر فورس ون الوتکې ته د پورته کېدو پر مهال له خبریالانو سره غږېده وویل: «موږ فکر کوو چې د حماس رهبري ښايي په دغو [تاوتریخوالو] کې دخیله نه وي. په هر حال... دا [اوربند] به کلک او په ښه توګه برقراره وي.»
د یکشنبې ورځې په نښتو کې دوه اسرائیلي عسکر او په لسونو فلسطینیان ووژل شول. دواړه لوري یو بل پر دغو تاوتریخوالو تورنوي.
ترمپ ډاډمن نه دی چې د اسرائیل حملې دې موجه وي. هغه وویل: «زه ېې باید په هکله ورسره تماس ونیسم.»
د امریکا مرستیال ولسمشر، جي دي وینس د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه به ډېر ژر اسرائیل ته سفر وکړي. هغه زیاته کړه چې حکومت غواړي «وګوري چې هر څه څنګه روان دي.» وینس د اوربند په تړاو وویل چې یو څه ګډوډي به موجوده وي.
په تل ابیب کې د فوټبال لوبې مخنيوي خلک غوصه کړي
په تل ابیب کې د پولیسو له خوا د اسرائیل د فوټبال غوره لیک سیالیو بندول، د ټیمونو او منتقدو سیاستوالو غوصې راپارولي دي.
د اسرائیل پولیسو په دې هکله وويل د یکشنبې په ورځ د هاپول تل ابیب او مکابي تل ابیب تر منځ د فوټبال لوبه د «عامه ګډوډۍ او تاوتریخجنو شورشونو» له کبله لغوه شوه.
خو هاپول بیا د عامه نظم ساتونکي ځواکونه د ګډوډیو په رامنځ ته کېدو تورنوي.
هاپول ټیم په یوه اعلامیه کې چې پر ټولنیزې رسنۍ ېې خپره کړې ويلي دي چې «آن تر لوبې مخکې ابتدايي بحثونو کې داسې ښکارېده چې پولیس د ېوې جګړې له پاره تیاری نیسي پر ځای د یو ورزشي مناسبت له پاره.» په اعلامیه کې ویل شوي: «هر یوه د ګډوډیو ويډیوګانې ليدلي چې په هغو کې ماشومان د آسونو تر پوښو لاندې کېدل او پولیسو په بې پروايي د فوټبال مينه وال وهل.»
د اپوزیسیون مشر یائیر لاپېد، هم دغو پېښو ته غبرګون ښوولی او د اسرائیل پر ښي اړخې داخله وزیر ېې نيوکي کړي دي.
لاپېد پر ټولنیزه شبکه خپور کړي یوه پست کې لیکلي: «د ناکام وزیر اتامار بن ګویر، د بې حسابه ماتو په نوملړ کې د نن شپې ناتواني هم ورزیاته شوه چې د اسرائیل په دولت کې ېې د فوټبال یوې لوبې سهولت» ایجاد کړي.
مکابي تل ابیب ټیم بیا لږ په زغرده غږېدلی. د دغه ټیم پلویان وار دمخه راتلونکې میاشت په انګلستان کې د اروپا په غوره لیک کې له آستون ویلا سره له ېوې لوبې منع کړل شول. دغه اقدام وروسته له هغه وشو چې د بریتانیا پولیسو د لوبغالي مخې ته د بالقوه مظاهرو په هکله خپلې اندېښنې بیان کړې.
اسرائیلي وزیرانو په دې ارتباط د اروپا د فوټبال پر فدراسیون او د بریتانیا پر صدراعظم کئر سټارمر نيوکي کړي. د بریتانیا حکومت اوس هڅه کوي چې دغه بندیز لغوه کړي.