1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منځنی ختيځ: اسرائيل په غزه کي د اوربند تړون تصويب کړ

نجيب الله زيارمل د فرانسې خبري آژان/اسوشېتيد پرس
۱۴۰۴ مهر ۱۸, جمعه

تمه کيږي چي د اسرائيل پوځ به د هغه تړون د يوې برخي په توګه چي د اسرائيلي يرغمل سويو کسانو آزادېدل هم پکښې شامل دي، په غزه کي نويو کرښو ته پرشا سي. امريکا به د څارني له پاره ۲۰۰ سرتيري ورولېږي.

اسرائيليان د غزې پلان د لومړۍ برخي منل لمانځي
د نتنياهو دفتر ويلي چي حکومت يې هغه تړون تصويب کړ چي د ټولو يرغمل سوو کسانو آزادېدل ښکې شامل دي.انځور: Mostafa Alkharouf/Anadolu Agency/IMAGO

تمه کيږي چي د اسرائيل پوځ به هغه تړون د يوې برخي په توګه چي د اسرائيلي يرغمل سويو کسانو آزادېدل هم پکښې شامل دي، په غزه کي نويو کرښو ته پرشا سي. امريکا به د څارني له پاره ۲۰۰ سرتيري ورولېږي.

د اسرائيل حکومت د هغه تړون چوکاټ تصويب کړ چي پکښې په غزه کي د حماس وسله والو له خوا نیول سوي ټول يرغمل سويو کسانو آزادېدل او د فلسطين په خاوره کي د اسرائيل پوځ هغه سرحد ته چي توافق پر سوی دی پرشا سي.

د اسرائيل د لومړي وزير بنيا مين نتنياهو دفتر په اکس شبکه کي ليکلي دي: «حکومت همدا اوس د ټولو يرغمل سويو- مړه سويو او ژونديو د آزادولو چوکاټ تصويب کړ.»

دغه تړون تر يوې اندازې پوري د امريکا متحده ايالاتو په منځکړيتوب سوی او پکښې د ټولو يرغمل سويو کسانو آزاديدل او په غزه کي يوه منل سوي سرحد ته د اسرائيلي سرتيرو پرشا کیدل شامل دي.

د اسرائيل حکومت دغه تائيد له هغه وروسته ورکوي چي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ اعلان وکړ چي اسرائيل او حماس د هغه د غزې د طرحي پر «لومړي پړاو» موافقه کړې ده. د يرغمل سويو کسانو خوشي کول او اوربند د پلان د «لومړي پړاو» برخه ده او نور مراحل به يې د غزې پر ادارې تمرکز وکړي.

امريکا د غزې اوربند د څار له پاره پوځي لېږي

لوړ پوړو امریکايي چارواکو رسنيو ته ويلي دي چي د امريکا يوه ۲۰۰ کسيزه پوځي ډله به په غزه کي د اوربند د «څارني» له پاره منځني ختيځ ته واستول سي.

دغو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط له خبريالانو سره په خبرو کي وويل چي امريکايي پرسونل به د هغه ځواک يوه برخه وي چي د مصر پوځ، قطر، ترکيې، او شايد عربي متحده اماراتو استازي پکښې شامل وي.

د فرانسې خبري آژانس د يوه رسمي چارواکي په حواله ليکلي دي چي د امريکا پوځ د مرکزي قوماندي مشر ادميرال براد کوپر «غواړي چي په لومړی سر کي هلته ۲۰۰ کسان ولري، چي دنده به يې څارنه او دا ډاډ ترلاسه کول وي چي هيڅ ډول سرغړونه و نه سي».

اسوشېتيد پرس خبري آژانس د يوه بل چارواکي په حواله ويلي دي چي «هيڅ امريکايي سرتیری به غزې ته داخل نه سي».

په غزه کي څومره کسان لا يرغمل دي؟

د اسرائيل حکومت د معلوماتو له مخي ۴۸ اسرائيليان لا هم په غزه کي د حماس له خوا ساتل کيږي. داسي ګمان کيږي چي يوازي ۲۰ کسان به ژوندي وي.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷مه پر اسرائيل باندي د حماس په ترهګريز بريد کي شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل سول او ۲۵۱ نور يرغمل غزې ته وتښتول سول.

د حماس دغه کار په غزه کي د اسرائيل د پوځ عملياتو ته لاره هواره کړه.

د غزې د روغتيا وزارت په وينا، د جګړې له پيل راهيسي په غزه کي تر ۶۷۰۰۰ ډېر فلسطينيان وژل سوي او نږدې ۱۷۰۰۰۰ نور ټپيان سوي دي.

که څه هم ياد وزارت د وژل سويو ملکي وګړو او جنګياليو ترمنځ توپير نه کوي، خو وايي چي د وژل سويو کسانو شاوخوا نيمايي يې ښځي او ماشومان دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل