مهاجرت ـ تر ټولو زياتي مرستي کومو هيوادونو کړي؟
۱۳۹۶ فروردین ۲۰, یکشنبه
مهاجرت ـ تر ټولو زياتي مرستي کومو هيوادونو کړي؟
په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ ګڼ شمير هيوادونو د مهاجرت په چارو کې مرستې کړي. په دې انځوريز رپوټ کې لمړی په دغه کال کې د نړۍ لس مخکښه هيوادونه او بيا تر وروستي مقام درلودونکي پورې څو نور هيوادونه وپيژنئ.
۱۰ مقام: دنمارک
څه باندې ۵۵ نیم ميليونه امريکايي ډالر [د دغه راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د مهاجرت د ادارې له انټرنيت پاڼې څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: محمد کريم صالح] ]
۹ مقام: نيدرلند
نژدې ۶۰ ميليونه ډالر
۸ مقام: ناروې
څه باندې ۹۴ ميليون ډالر
۷ مقام: سويډن
څه باندې ۱۰۹ ميليونه ډالر
۶ مقام: بريتانيا
نژدې ۱۱۴ ميليونه ډالر
۵ مقام: کانادا
څه باندې ۱۱۷ ميليونه ډالر
۳ مقام: آلمان
نژدې ۲۸۴ ميليونه ډالر
۲ مقام: اروپايي اتحادیه
څه باندې ۳۴۱ ميليونه ډالر
۱ مقام: د امريکا متحده ایالات
نژدې يونيم ميليارده ډالر
له لسو وروسته تر وروستي مقام پوري
د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې په انټرنيت پاڼه کې د دغو لسو مخکښو هيوادونو په دوام تر ۱۲۱ مقام پورې د نورو هيوادونو نومونه، د پيسو مقدار او د مرستې څرنګوالي يې هم خپاره شوي.
۲۰ مقام: سعودي عربستان
څه باندې ۱۹ ميليونه ډالر
۳۰ مقام: آلمان خصوصي مرستې
څه باندې ۹ ميليونه ډالر
۴۰ مقام: د چک د خلکو جمهوريت
نژدې درې ميليونه ډالر
۵۰ مقام: سعودي عربستان (خصوصي مرستې)
۸۸۰۴۳۵ ډالر
۶۰ مقام: د اروپا پراختيايي بانک شورا
۲۵۶۱۶۱ ډالر
۷۰ مقام: استراليا (خصوصي مرستې)
۷۱۳۹۲ ډالر
۸۰ مقام: پيرو
۴۹۶۴۲ ډالر
۹۰ مقام: هولي سي
۳۰ زره ډالر
۱۰۰ مقام: موزامبیک
۱۰۱۶۳ ډالر
۱۱۰مقام: قزاقستان ( خصوصي مرستې)
۵۰۰۰ ډالر
۱۲۰ مقام: ونزيويلا( خصوصي مرستې)
۱۰۱ ډالر
او ۱۲۱ (وروستی) مقام: قبرس( خصوصي مرستې)
۵۵ ډالر، انځورنه د دویچه ویله له آرشیف څخه [د دغه راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د مهاجرت د ادارې له انټرنيت پاڼې څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: محمد کريم صالح] ]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.02.2017):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.02.2017):
د نړۍ تر ټولو لوی مهاجر کمپ له ګواښ سره مخامخ دی
د نړۍ تر ټولو لوی مهاجر کمپ په کينيا کي دی چي پکښي دوه ميليونه او شپېته زره انسانان ژوند کوي. خو د دغه کمپ مهاجر له ګواښ سره مخامخ دي. نور جزيات په دغه انځوريز راپور کي وګورئ:
د مهاجر سرپناه
د دداب په نوم دغه کمپ په ۱۹۹۱ کال کي جوړ کړل سو. د هغه راهيسي د دغه مهاجر کمپ زياتره اوسېدونکي د سوماليا هغه مهاجر دي چي په خپل هيواد کي د دوامداره تاوتريخوالي څخه تښتېدلي دي. په دغه مهاجر کمپ کي داسي مهاجر هم سته چي تر ۲۰ کالو څخه زيات وخت کيږي دلته ژوند کوي.
د امنيت لپاره ګواښ
د کينيا حکومت غواړي چي د مهاجرو دغه لوی کمپ وتړي ولي چي حکومت دغه مهاجر کمپ ته د خپل هيواد له پاره د ګواښ په سترګه ګوري. د کينيا حکومت وايي چي په دغه هيواد کي وروستي تر سره سوي بريدونه په همدغه مهاجر کمپ کي پلان سوي ول.
رسمي هدايات
د دغه مهاجر کمپ د تړلو رسمي هدايات او امر په ۲۰۱۶ کال لا سوی ؤ. د دغه امر له مخي د کمپ اوسېدونکي تقريبا ۲ مليونه او ۶۰ زره ټول مهاجر بايد سوماليا ته ولېږدول سي.
مهالوېش
په لومړي سر کي د دغه کمپ د تړلو له پاره د ۲۰۱۶ کال د نوامبر مياشته مهالوېش ټاکل سوی ؤ. خو د دغه پرېکړي پر ضد د مخالفتونو له کبله او د کينيا سترې محکمې د پرېکړي وروسته دغه مهالوېش د ۲۰۱۷ کال تر می مياشتي پوري وغځول سو. په دې توګه د کينيا د حکومت پلان د خنډونو سره مخامخ سو.
د محکمې پرېکړه
اړونده محکمې په خپله فيصله کي د حکومت له لوري د دغه لوی شمېر مهاجرو د ايستلو حکم ته د انسانانو د شکنجې سره تشبيه ورکړې وه. خو د کينيا حکومت وايي چي دغه موضوع د دغه هيواد د امنيت سره تړلې ده.
د قانون خلاف
په کينيا کي د بشري حقونو کميسیون او يو شمېر نورو د بشري حقونو سازمانونو د کينيا د حکومت دغه پرېکړه تر پوښتنې لاندي راوستلې وه. دغه سازمانونه وايي چي د حکومت دغ پلان د نړيوالو قوانينو پرضد او له تبعيضه ډکه ده.
هدف کينيا
کينيا په ۲۰۱۱ کال د سوماليا د الشباب ډلې پر ضد پوځي عمليات پېل کړل. د هغه راهيسي په کينيا کي ترهګر بريدونه زیات سوي دي.
بريدونه
د کينيا حکومت وايي چي په ۲۰۱۳ کال او په ۲۰۱۵ کال په پلازمېنه نيروبي کي تر سره سوي ترهګر بريدونه د دداب په مهاجر کمپ کي پلان سوي ول. خو حکومت خپلې دغه ادعا له پاره ثبتوتونه نه دي وړاندي کړي.
د سوماليا خراب حالت
سوماليا د لسيزو راهيسي د تاوتريخوالي سره لاس او ګرېوان هيواد دی. که څه چي له ۲۰۱۲ کال راهيسي د نړيوالو په مرسته د نوي حکومت د پر واک راتلو راهيسي وضعه تر پخوا بهتره سوې ده، خو دغه هيواد اوس هم د الشباب مليشو د ستونزي سره مخامخ دی.
د کومو هيوادونو د وگړو زياته برخه مهاجر جوړوي؟
مهاجرت د کارموندنې او نورو دلايلو پر اساس له خپل اصلي هيواد څخه په بل هيواد کي مېشتېدلو ته هم ويل کيدلای سي. په دغه انځوريز راپور کي د نړۍ هغه ۱۰ هيوادونه درپېژنو چي پکښي د نفوس زياته برخه يې مهاجر يا بهرنيان دي:
۱۰ مقام ـ لکسمبورګ (اروپا) ـ د نفوس ۴۳،۹۷ فيصده يې مهاجر دي
د دغه انځوريز راپور له پار معلومات د ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۱۶مه نېټه له (telegraph.co.uk) پاڼي څخه اخيستل سوي دي. د نفوس په تړاو راغلي شمېرې د ۲۰۱۵م کال له پاره صدق کوي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]
۹ مقام ـ سينګاپور (آسيا) ـ د نفوس ۴۵،۳۹ فيصده يې مهاجر دي
۸ مقام ـ بحرين (عربي خليج) ـ د نفوس ۵۱،۱۴ سلنه وگړي يې بهرنيان دي.
۷ مقام ـ موناکو (اروپا) ـ د نفوس ۵۵،۳۷ فيصده يې مهاجر دي
۶ مقام ـ ماکاو (چين) ـ د نفوس ۵۸،۲۸ فيصده يې مهاجر دي
۵ مقام ـ اندورا (اروپا) ـ د نفوس ۶۰،۱۲ فيصده يې مهاجر دي
۴ مقام ـ ليشتنشتاين (اروپا) ـ د نفوس ۶۱،۸۲ فيصده يې مهاجر دي
۳ مقام ـ کوېت (جزيرة العرب) ـ د نفوس ۷۳،۶۴ فيصده يې مهاجر دي
۲ مقام ـ قطر(جزيرة العرب) ـ د نفوس ۸۵،۵۱ فيصده يې مهاجر دي
۱ مقام ـ متحده عربي امارات (جزيرة العرب) ـ د نفوس ۸۸،۴ فيصده يې مهاجر دي
د دغه انځوريز راپور له پار معلومات د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ مياشتي په ۱۶مه نېټه له (telegraph.co.uk) پاڼي څخه اخيستل سوي دي. د نفوس په تړاو راغلې شمېرې د ۲۰۱۵ کال له پاره صدق کوي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]