1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتاروپا

مهاجرت: فرونټکس او شمالي مقدونیا غواړي ګډ کار سره وکړي

۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

د اروپا د اتحادیې د دباندني سرحدونو آژانس، فرونټکس غواړي په راتلونکي کي د غیر قانوني مهاجرو د مخنیوي پخاطر د شمالي مقدونیا د چارواکو سره ګډ کار نور هم تقویه کړي.

Flüchtlinge Griechenland Grenze zu Nordmazedonien
انځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د همدغي همکارۍ مطابق یو قرارداد د شمالي مقدونیې داخله وزیر، اولیور سپازوسکي او د اروپا د اتحادیې د داخلي مسایلو کمیسارې، یلوا یوهانسن په پایتخت سکوپيا کي امضأ کړ. 
ویل کیږي، چي د دغه قرارداد مطابق به د غیر قانوني مهاجرو د راتګ او انساني قاچاقبرانو پرضد کار تقویه سي. خو که د فرونټکس مامورین شمالي مقدونیا ته سفر کوي، سکوپيا باید وختي د هغه څخه خبر او موافقه ورسره وکړي. د اروپا د اتحادیې پارلمان هم باید دغه قرارداد تصویب کړی. 
په همدې حال کي د اروپا اتحادیه د بالکان په نورو هیوادونو کي هم د فرونټکس د کار ساحه پراخوي.   

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب