«مهاجرو ته دي د خپلو کورنيو راغوښتلو اجازه ورکړل سي»
۱۳۹۶ مهر ۲۵, سهشنبه
په آلمان کي د بشري حقونو انستيتيوت د مهاجرو د کورنۍ د راغوښتلو له بيا ځنډولو خبرداری ورکړی دی. دغه انستيتيوت وايي چي د دويمي درجې قبولي لرونکو ته هم بايد کورنۍ راوغوښتل سي.
اعلان
په آلمان کي د بشري حقونو انستيتيوت غوښتنه کړې ده چي د دويمي درجې قبولي لرونکو مهاجرو ته دي هم د هغوی کورنۍ راوغوښتل سي. دغه انستيتيوت د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۷ کال د اکتوبر۱۷مه نېټه) په برلين کي وويل چي تر دې دمخه تر سوې هغه فيصله چي له مخي يې دغه يوځای کېدنې ځنډول سوي وې، د بشري حقونو سره په ټکر کي وه.
ياد انستيتيوت ويلي دي چي بايد د کورنيو د يوځای کېدو د ځنډېدو فيصله بيا تکرار نه سي. دغه انستيتيوت زياته کړې ده چي دغه ډول پريکړي د دې لامل سوې چي مور او پلار د کم سنه ماشومانو سره له تيرو دوو کلونو راهيسي نه دي يوځای سوي او يوځای ژوند يې نه دی کړی.
په دې ترڅ کي ياد انستيتيوت نيوکه کړې ده چي اکثره وخت پر دغه موضوع په بحثونو کي پر شميرو خبري کيږي او هغه انسانان چي آلمان ته يې پناه راوړې ده، له پامه غورځول کيږي.
دوه کاله انتظار
د آلمان ائتلافي حکومت د ۲۰۱۵م کال په نوامبر مياشت کي د پناه غوښتني په تړاو د قوانينو په دويمه بسته کي دا پرېکړه کړې وه چي د دويمي درجې قبولي ترلاسه کوونکي صرف هغه وخت خپلي کورنۍ آلمان ته رابللای سي چي دوه کاله انتظار وکړي. د دوهمي درجې قبولۍ تر لاسه کوونکي اکثره سوريايان دي.
د پناه غوښتني په تړاو د حکومت د دويمې بستې څخه ترمخه پناه غوښتونکي مستحق ول چي کورنۍ يې په سمدلاسه توګه په آلمان کي ورسره يوځای سي. خو تر يادې قانوني بستې وروسته دغه حق د ۲۰۱۸م کال د مارچ مياشتي تر ۱۷مې نېټي پوري وځنډول سو.
دمګړۍ د آلمان ګوندونه ددغه ځنډ د تمديد په تړاو بحثونه کوي. خو کليساوي او مرستندويه سازمانونه د مهاجرو د کورنيو د ليري ساتلو پر ضد دي. هغوی د مهاجرو پر هغه حق ټينګار کوي چي کولای سي چي په آلمان کي له خپلو کورنيو سره يوځای سي او دا چي د دغه مقصد له پاره يې کورنۍ آلمان ته راوبلل سي.
څومره مهاجرو خپلي کورنۍ جرمني ته راغوښتي دي؟
د يوه راپور له مخي د جرمني د بهرنيو چارو ورازت په يوه کال کي ۷۰۰۰۰ ويزې د هغو مهاجرو کورنيو ته ورکړي دي چي په جرمني کي دي. دا تر دوه کاله مخکي دوه برابره دي.