د آلمان زرغون ګوند هغه پلان غندلی دی، چي له مخي به يې مهاجرو ته د کار په بدل کي پر ساعت۸۰ سنته ورکول کيږي. دوی ويلي چي دغه پلان به هيڅ ګټه ونه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/W.Kastl
اعلان
د آلمان زرغون ګوند د مهاجرو له پاره د يو ساعت کار په بدل کي د يوې يورو د ورکولو پلان سخت غندلی دی. د دغه ګوند د کار د بازار کارپوهي بريګيت پوتمر د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «د دغه پلان ګټه او مصارف په هيڅ تناسب کي سره واقع نه دي.»
پوتمر نیوکه کړې ده، د مهاجرو له پاره چي د کار کوم شرايط په پلان کي نيول سوي، هغوی په اصل کي «د ۸۰ سنتو کارونه» دي. دا چي په يوه يورو کي سل سنته وي نو په ساعت کي ۸۰ سنته تر يوې يورو لا هم کم معاش دی. حال دا چي په آلمان کي حد اقل معاش ۸ يورو پنځوس سنته دی.
د دغو پلانونو له مخي به مهاجرو ته کارونه ورکول کيږي خو تنخوا به ئې په ساعت کي ۱ يورو او پنځه سنته وي. د ياد مقدار پيسو څخه به صرف ۸۰ سنته و مهاجرو ته پاتيږي. که مهاجر په خپل کمپ کي په کار بوخت وي، نو به مجبوره نه وي چي له ترانسپورتي وسيلو څخه کار واخلي. خو که مهاجر و خپل کار ته د حاضريدو له کبله مصارف ولري، نو به د پلان له مخي چارواکي هغه پر غاړه اخلي.
د پلان له مخي به هغه کارونه چي پخپله د دغو مهاجرو په کمپونو کي ورته برابريږي، د ټولو کارونو صرف ۲۵ سلنه برخه جوړوي. په دې توګه سره د پلان سوو ۱۰۰ زرو کارونو څخه به ۷۵ زره کارونه د پناه غوښتونکو د اوسېدو تر کمپونو دباندي وي.
دغه ۷۵ زره کسان به بيا د ترانسپورت د مصارفو د بېرته ترلاسه کولو له پاره درخواستونه ورکوي، چارواکي به هغه ارزوي او بيا به يې په اړه پريکړه کوي. د زرغون ګوند د سياستوالي په وينا د ۷۵ کارونو دا ډول تنظيم به يوه لويه بيروکراسي رامنځ ته کړي.
پوتمر له رسنيو سره د تفصيلاتو ورکولو پر وخت زياته کړې ده چي په لوی احتمال سره به پناه غوښتونکي د کار تر ځايونو د رامنځ ته سوو مصارفو غوښتونکي نه سي او دغه مصارف به له خپل جېبه ورکولو ته مجبور وي. ولي چي هغوی به د درخواست ورکولو او د پيسو د بېرته په لاس راوړلو د بيوروکراسي سره ناآشنا وي.
د زرغون ګوند د دغې سياستوالي په وينا که د مهاجرو له پاره د کار پيدا کولو دغه پلان عملي سي، نو به يې په ترڅ کي د مهاجرو څخه سوی استفاده وسي. دغې سياستوالي غوښتنه وکړه چي «د ۸۰ سنتو دغه تبعيضي» قاعده دي په سمدلاسه توګه له دغه پلان څخه ليري کړله سي.
په اروپا کې د ښې راتلونکی خوب نیمگړی پاته شو
د اروپايي اتحادیې او ترکیې تر منځ د شوي تړون له مخې یونان ته په غیر قانوني توگه د ورغلو مهاجرو د بیرته استولو لړۍ به د اپریل مياشتي له څلورمي نیټې څخه پیل شي.
انځور: DW/G. Harvey
ترکیې ته د تگ چمتووالی
د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د شوي تړون له مخې یونان ته په غیر قانوني توگه د ورغلو مهاجرو د بیرته ستنولو لړۍ به د اپریل میاشتې له څلورمې نېټې څخه پیل شي. دا لا روښانه نه ده چې د دوشنبې په ورځ به څومره کسان بیرته ترکیې ته واستول شي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Isakovic
د سړک پر سر تیریدونکي ورځې او شپې
په زرونو مهاجر د خپل سر په بیه یونان ته ورسیدل، خو دغه هیواد چې پخپله هم له اقتصادي لحاظه کمزوری دی، پکښې مهاجرو ته د سرپناه برابرولو له پاره ښه بندوبست نه شته. تیره ورځ د آتن چارواکو په دې پیل وکړ چې د پيريوس په ساحلي سیمه کې موجود مهاجر نورو برخو ته انتقال کړي.
انځور: Reuters/A.Konstantinidis
له لسیبوس څخه وتل
له ترکیې څخه په غیر قانوني توگه يونان ته د رسېدلو مهاجرو زیاتره برخه لیسبوس ټاپو ته رسیږي. تر تړون وروسته مهاجر د لیسبوس له ټاپو څخه نورو ځایونو ته انتقاليږي. تر هغه وروسته به بیرته ترکیې د دغو مهاجرو د بیرته ستنیدو له پاره گامونه اخیستل کیږي.
انځور: Reuters/M. Karagiannis
امید او نهیلي
په زرونو مهاجر اوس هم د یونان او مقدونيا سرحد ته څیرمه د ایدومیني په کمپ کې په دې هیله شپي سبا کوي، چې یو وخت به سرحد پرانیستل شي او دوی به د آلمان او نورو اروپایي هیوادونو پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړی. له دغو زرونو مهاجرو سره ښځې او ماشومان هم شته.
انځور: DW/D. Tosidis
د اغزنو دېوالو تر شا
د مقدونیا او یونان تر منځ سرحد په بشپړه توگه بنده دی. مهاجرو له بدیلو لارو مقدونیا ته د رسیدو هڅي کړي دي خو هر ځل نیول کیږي او بیرته یونان ته استول کیږي. مهاجرو د مقدونیا د امنیتي ځواکونو له لوري د تشدد او ناروا چلن په هکله هم شکایت کړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa
په اروپا کې هم له پولیسو سره آخ او ډب
د یونان پولیسو په کراتو له مهاجرو څخه غوښتي دي چې له ایدومیني څخه نورو کمپونو ته ولاړ شي. د کمپ د خالي کولو د هڅو پر مهال مهاجرو احتجاج کړی. په دغه ترڅ کې د پولیسو او مهاجرو تر منځ آخ او ډب هم رامنځ ته شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Isakovic
پر تړون سربیره هم له ترکیې یونان ته مهاجر روان دي
که څه هم دا خبره څرگنده ده چې د تړون له مخې له ترکیې څخه یونان ته په غیر قانوني توگه تللي مهاجر به بیرته ترکیې ته استول کیږي، خو پر دې سربیره هم د آژه سمندرگي له لاري مهاجر له ترکیې څخه یونان ته ځي. په تیرو ورځو کې د مهاجرو په شمیر کې بیا ډیروالی راغلی دی.
انځور: Getty Images/A. Koerner
د ژغورنې واسکټونو امبار
په سمندر کې د سفر پر مهال د مهاجرو له لوري استعمالیدونکي ژغورونکي واسکټونه د یونان په ټاپوگان کې اوس هم پراته دي. د بشري حقونو ادارې کارکوونکي وايي چې ترکیه د مهاجرو له پاره خوندی ځای نه دي. خو اروپایي اتحادیه وایي چې د دغو اقداماتو له لارې به پر خطرناکو لارو د غیر قانوني مهاجرو د تگ په مخنیوي کې مرسته وشي.