مهاجرو ته په آلمان کې یو ډول پيژند پاڼې ورکول کیږي
۱۳۹۴ آذر ۱۹, پنجشنبهپه دغه نوي پيژند پاڼه کې د اطلاعاتو بانک، د نوم او نورو مشخصاتو تر څنگ د گوتې نښان او د کډوال دین هم ثبت کیږي. ټاکل شوې ده چې دغه پيژند پاڼه به د کډوالو د نوم ثبتولو په لومړیو مرکزونو او یا د پناه غوښتونکو او کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د دفترو له خوا کډوالو ته ورکړل شي.
اړونده چارواکي به وکولې شي چې له دغه پيژندپاڼې له نمبر څخه په استفادې د نوموړي شخص په هکله ټول اطلاعات ترلاسه کړي. د دغه سند د اطلاعاتو په بانک کې د نوموړي شخص د زیږیدو نیټه او ځای، ملیت او همدارنگه د زده کړی کچه، طبي معاینې او واکسینونه چې تراوسه پورې یې ترلاسه کړي دي ټول ثبتیږي.
د ایالتي او عمومي پولیسو سربیره په ځانگړیتوگه د کډوالو او مهاجرو له پاره د آلمان فدارې اداره، د کډوالو د نوم ثبتولو لومړي مرکزونه، د بهرنیو اتباعو او کارموندنې او نورې مسئولې ادارې باید دغو اطلاعاتو ته لاسرسئ ولري.
د آلمان د داخلي استخباراتو اداره به دغو معلوماتو ته لاسرسئ ونه لري. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر ټینگار وکړ چې په دې اړه چې کوم سازش رامنځته شوی دی، پر هغې پابند پاتې کیږي.
د پناغوښتې د بهیر په برخه کې استانتاوې
تر اوسه پورې په آلمان کې د کډوالو د مشخصاتو ثبتولو له پاره هیڅ اطلاعاتي بانک وجود نه لري. په دغه هیواد کې د مهاجرت پورې اړوندې ادارې په موازې ډول سره کار کوي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر په برلین کې د دغه پروگرام د معرفي کولو پر مهال وویل: «له نوې سیستم سره د کډوالو غوښتنلیکونو ته د رسیدگۍ بهیر په ښه توگه پر مخ وړل کیدای شي. سربیره پر دې د دوسیو نه څارل کیدو شکایت به هم پای ته ورسیږي.»
دیمیزیر زیاته کړه چې د شخصي اطلاعاتو ثبت به وروسته د پناه غوښتنلیک څخه نه، بلکه د امکان تر حده آلمان ته د کډوال له رسیدو سره سم او د نوم ثبتولو په لومړیو مرکزونو کې ترسره شي.
د نوو پيژند پاڼو ویشل به د ۲۰۱۶ کال په فبروري میاشت کې پيل او تر دوبي پورې باید د ټول هیواد په کچه عملي شي. دغه نوې پيژند پاڼه به الکرونیک نه، بلکې کاغذي وي، خو د تقلب او جعلکارۍ د مخنیوي له پاره په کښې یو خاص عنصر کارول شوی دی.
د آلمان د سوسیال مسیحي گوند څخه د داخلي چارو کارپوه شټیفن مایر، د دغه نوي سند ستاینه وکړه او دا یې د کډوالو په برخه کې یو مهم گام وباله. د نوموړي په خبره له دې سره به د کډوالو غوښتنلیکونو ته د رسیدگۍ په بهیر کې چټکوالې رامنځته شي.