د مهاجرو مرستندويه اپ (Refugee Aid App) په نوم دغه ځانګړي اپ کې ټول هغه معلومات ځای پرځای شوي دي چې له مهاجرو سره تړاو لري. اروپا کې ميشت مهاجر کولای شي د دغې ډيجيتل اپ په مرسته په خپله سيمه کې نږدې روغتيايي مرکز، مشورتي وکيل، د کور موندلو او نورو مهمو مسائلو اړونده معلومات تر لاسه او اړيکې ونيسي.
د دغه اپ جوړونکی «شيلي تيلر» وايي چې د «ريفيوجي ايد اپ» په جوړولو کې يې له ډير زيار څخه کار اخيستی تر څو يې کاروونکي وکولای شي په ډيرې سادګۍ او چټکتيا سره خپل د اړتيا وړ معلومات ترلاسه کړي.
د «تريلایز» (Trellyz) کمپنۍ مشر ټيلر وايي چې د هغه له پاره هم د مهاجرت کړکيچ د ډیرو نورو کسانو په څير د خفګان سبب شوی دی، نو له همدې امله له هغو کسانو سره مرسته کول غواړي چې د جګړه ځپلو سيمو څخه اروپا ته کډه شوي دي.
هغه زياتوي چې اروپا ته راغلي مهاجر په اروپا کې د شته آسانتیاوو په اړه بشپړ معلومات نه لري، خو دغه اپ کولای شي له دوی سره په دې برخه کې ښه مرسته او لارښووني وړاندې وکړي.
ټيلر دغه اپ په دوو ورځو کې تيار کړی دی چې دمګړۍ د نړۍ ۴۰۰ څخه زياتو سازمانونو سره نښلول شوی دی.
بې پولې ډاکتران، د ماشومانو د ملاتړ سازمان، کاريتاس، سور صليب، د مهاجرت نړيواله اداره، او اې آي سي آر په څیر نړيوالې ادارې هم له دغه اپ سره نښلول شوي دي او دغه سازمانونه هم د دغه اپ له لارې مهاجرو سره خپل معلومات شريکوي.
د سمارټ فون يا ځيرک تلفونونو له پاره جوړ شوی دغه اپ په ۱۴ هيوادونو کې د کارونې وړ دی. په دغو هيوادونو کې د امريکا متحده ايالات، آيرلند، بریتانيا، بلجيم، کروشيا، مالتا، هنګري، بلغاريا، فرانسه، سلوانيا، يونان، جرمني او ترکيه شامل دي.
په «ريفيوجي ايد اپ» کې د مختلفو مرستندويه سازمانونو د فعاليتونو په اړه مفصل معلومات موجود دي چې هره ورځ تازه کيږي.
له مهاجرو سره کوم هیوادونه زیاتې مرستې کوي؟ له آرشیف څخه د انځورونو گالري:
هر کال د نړۍ هيوادونه او يو شمیر سازمانونه د ملګرو ملتونو مهاجرت نړيوالې ادارې له لارې د کډوالو په چارو کې نغدي مرستې کوي. په دې انځوريز رپوټ کې به شل هغه هيوادونه وپيژنۍ چې په ۲۰۱۷ کال کې يې تر ټولو زياتې مرستې کړي دي.
انځور: imago/Birgit Kochدغه پیسې يادو ملکونو لخوا د مهاجرت نړيوال سارمان له طريقه ترسره شوي او يا د ترسره کيدو په حال کې دي. سرچينه: د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړېوال سازمان ويباڼه. انځورونه: د دويچه ويله آرشیف څخه
انځور: picture-alliance/dpa/L. Parsaghian۱۰ ميليونه او ۱۰نيم زره امريکايي ډالر
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Lynch۱۹ مقام: کوريا - خصوصي دونران
څه باندې۱۰نيم ميليونه امريکايي ډالر
انځور: APڅه باندې ۱۱نیم ميلیونه امريکايي ډالر
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Palaciosنژدې ۱۶ ميليونه امريکايي ډالر
انځور: Getty Images/C. Court ۱۸ ميليونه او څه باندې ۲۰۰ زره امريکايي ډالر
انځور: picture-alliance/dpaنژدې ۱۹ ميليونه امريکايي ډالر
انځور: picture-alliance/dpa/D.Lipinski۱۴ مقام: قطر - خصوصي دونران
نژدې ۲۱ ميليونه امريکايي ډالر
انځور: WFP/Abeer Etefa۱۳ مقام. هسپانيه - خصوصي دونران
نژدې ۲۱نيم ميلیونه امريکايي ډالر
انځور: picture-alliance/dpa/U.O. Simsekنژدې ۲۵نيم ميليونه امريکايي ډالر
انځور: picture-alliance/AP Photo/Mohammed Zaatari۱۱ مقام: نيدرلند - خصوصي دونران
څه باندې ۲۸ ميليونه امريکايي ډالر
انځور: SAID KHATIB/AFP/Getty Imagesنژدې ۳۰ ميليونه امريکايي ډالر
انځور: Maggie Yeboahڅه باندې ۴۶نيم ميليونه امريکايي ډالر
انځور: WFP/Rein Skullerud۵۵نيم ميليونه امريکايي ډالر
انځور: Getty Images/C. Courtنژدې ۶۶ ميليونه امريکايي ډالر
انځور: picture-alliance/AP Photoڅه دپاسه ۷۰ ميليونه امريکايي ډالر
انځور: Getty Images/D. Kitwoodڅه باندې ۷۷ ميليونه امريکايي ډالر
انځور: Getty Images/S. Gallupنژدې ۱۰۲ ميليونه امريکايي ډالر
انځور: DW/Catherine Jamesنژدې ۱۰۲ ميليونه امريکايي ډالر
انځور: Denis Bosnicنژدې ۱۴۸نيم ميليونه امريکايي ډالر
انځور: picture-alliance/PIXSELL/Z. Lukunic۱ مقام: د امريکا متحده ایالات
نژدې ۷۷۴ ميليونه امريکايي ډالر
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com/G. Melton