دا په داسې حال کې ده چې د بوسنیا د امنیت وزیر ډراګان میکټک بیا د وضعیت د لا خربوالي اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د یونان او بوسنیا په پوله شاوخووا ۵۰ زره مهاجرین موجود دي چې غواړي د بوسنیا له لارې غربي اروپايي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.
پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه:
د بالکان پر لار په «ځنګل» کې د بند پاتو مهاجرو ژوند
د کرويشیا او سربستان په منځ کې په لسونو مهاجر په آزاده فضا او یخه هوا کې بند پاتې دي. دوی هیله من دي چې د فرصت په موندلو سره په «ځنګل» کې له کړاونو ډک ژوند څخه ځانونه خلاص او د اروپا غربي هیوادونو ته ورسيږي.
د یوې خالي فابریکې د بام پر سر افغان مهاجر په دې انتظار کې دي چې یو مناسب فرصت پیدا کړي او ځانونه د مرکزي اروپا هیوادونو ته ورسوي. دغه کار چې په ډیر ګومان سره ډیر تکليفي هم دی.
انځور: Dimitris Tosidis
نا بللی میلمه
یو مهاجر، يو بار وړونکی اورګاډی او یو امکان. په راتلونکو څو شیبو کې به دغه سړی ځان د دې واګونونو په یوه کې ځان پټ کړي، ترڅو کرويشیا ته ولاړ شي او بیا له هغه ځایه نورو اروپايي هیوادونو ته ځان ورسوي.
انځور: Dimitris Tosidis
بل تم ځای، شرقي اروپا؟
هغه کسان چې ځانونه دې هدف ته رسوي او قاچاقبرانو ته د پیسو د ورکړي توان ولري، هڅه کوي چې په ټکسي کې ځانونه د کرويشیا له لاري ختيځي اروپا ته ورسوي. د دې سفر لګښت شاوخوا ۱۲۰۰ یورو اټکل کيږي.
انځور: Dimitris Tosidis
پای؛ له لاسه وتلې هیلي!
علي یو ۲۲ کلن افغان مهاجر دی او اوس د «شید» په نوم سیمي ته بیرته ګرځول شوی دی. نوموړی په خپله وروستی هڅه کې چې غوښتل یې له دې ځایه وتښتي، په کرويشیا کې ونیول شو او دوې ورځې زندان ته واچول شو.
AG/K.H