د جرمني د ویستفالن د پروتستانت کلیسا مشري، انیته کورشوس له دې څخه خبرداری ورکړ، چي«یوازي د مهاجرو راتگ په سیاست او ټولنه کي د اعتماد د له منځته تلو او بحران رامنځته کیدو سبب گرځیدلئ دی.»
د پروتستانت کلیسا مشري د یکشنبې ورځي په ماښام د نورد راین ویستفالن ایالت په بیلیفیلډ ښار کي وويل، چي که مهاجر «د ټولو هغو مسایلو، چي زموږ په ټولنه او زموږ په اقتصادي، تعلیمي او اجتماعي سیسټم کي په ښه ډول سره پرمخ نه ځي او تغیراتو ته ضرورت لري، یوازني مسؤلین وبلل سي، بیا نو دا ډیري تاواني او له حقیقت څخه لیري خبري دي».
انیته کورشوس کورس همدارانگه وویل، چي د ډیرو کسانو له پاره مهاجرین په ټولنه کي د بې اطمینانۍ، شک او تردید، بې عدالتۍ او پریشانۍ د رامنځته کیدو سبب گرزېدلي دي.
انځور: picture-alliance/R. Geiss اکثره هغه کسان چي د ۲۰۱۵م کال په مني کي د زرونو مهاجرو راتگ ته په انتقادي سترگه سره گوري او ښې خاطرې ترې نه لري، باید پوه سي چي د اجتماعي پرابلمونو عوامل په نورو شیانو کي پراته دي. له هغې جملې څخه په «نامعلومه اقتصادي سیاست، د انرژۍ د یوه غیر معقول سیاست پر مخ بیولو او د غربي هیوادونو له خوا د خونړیو جنگونو او نظامي عملیاتو په پرمخ بیولو کي».
انځور: picture-alliance/dpa/O. Dietze پاته دي نه وي چي حتی د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زېهوفر د روان کال د سپټمبر میاشتي په سر کي مهاجر د «ټولو مشکلاتو مور بللې وه».
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 09.07.2018)
له ۲۰۱۳م کال څخه د ۲۰۱۸م کال تر جون میاشتې پورې ۱۶۷ زرو مهاجرو په یونان کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. خو د کومو هیوادونو وګړي په دغه هیواد کې د قبلیدو زیات چانس لري؟
انځور: DW/R. Shirmohammadiپه تیرو شاو او خوا پنځو کلونو کې په یونان کې تر ټولو زیات د کورنۍ جګړې ځپلي هیواد سوریې اتباعو د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. په عمومي ډول په اروپا کې د مهاجرو په توګه د سوریایي وګړو د منل کیدو سلنه لوړه ده. په یونان کې هم د سوریایي وګړو د پناه غوښتنې د عریضو کامیابي ۹۹.۶ سلنې ته رسیږي.
انځور: UNICEF/UN012725/Georgievد یمن اتباع چې یونان ته د پناه په موخه سفر کوي شمیر یې دومره لوړ نه دی او د لومړنیو لسو هیوادونو په نوملړ کې نه راځي. خو په تیرو پنځو کلونو کې یوناني چارواکو د یمنانو د ۹۷.۷ سلنه د پناه غوښتني عریضې منلي دي.
انځور: DW/A. Gabeauد یمن په څیر په یونان کې د فلسطیني مهاجرو شمیر هم لوړ نه دی. له ۲۰۱۳م کال راهیسې تر اوسه کابو درې زره فلسطینانو په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه کړې ده. فلسیطني مهاجرو ته د پناه ورکولو کچه ۹۵.۹ سلنې ته رسیږي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiپه دغه موده کې په یونان کې د افریقایي هیواد اریتریا د اتباعو د سیاسې پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د قبلیدو کچه ۸۶.۲ سلنه وه.
انځور: picture alliance/AP Photoپه تیرو شا او خوا پنځو کلونو کې کابو ۱۹ زره عراقي مهاجرو په یونان کې د پناه غوښتنه کړې ده. د عراقي اتباعو د پناه غوښتنې د کامیابۍ تناسب تر ۷۰ سلنې زیات دی.
انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidisپه یونان کې له ۲۰۱۳م کال له لومړیو څخه د ۲۰۱۸م کال تر جون میاشتې پورې کابو شل زره افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده. که څه هم د شمیر له مخې په دریم ځای کې قرار لري خو د هغوی د پناه غوښتنو د منل کیدو سلنه ۶۹.۹ سلنې ته رسیږي.
انځور: DW/S. Nabilپه دغه موده کې د ایران کابو څلورو زرو وګړو هم په یونان کې د سیاسي پناه غوښتنې د تر لاسه کولو له پاره عریضي ورکړي دي. ایراني وګړو ته د پناه ورکولو سلنه ۵۸.۹ سلنه وه.
انځور: DW/R. Shirmohammadiد بنګله دیش شا او خوا پنځو زرو پناه غوښتونکو په دغه موده کې په یونان کې د پناه غوښتنه کړې ده. خو د بنګله دیش اتباعو ته د پناه ورکولو سلنه یوازې ۳،۴ ده.
انځور: picture alliance/NurPhoto/N. Economouپه یونان کې د پاکستاني پناه غوښتونکو شمیر له سوریایانو وروسته تر ټولو لوړ وو. د ۲۰۱۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۸م کال تر جون میاشتې پورې تر ۲۱ زرو زیاتو پاکستانیانو په یونان کې د پناه غوښتنه کړې ده. خو د منل شوو غوښتنلیکونو سلنه یوازې ۲،۴ وه.
انځور: DW/R. Shirmohammadiپه یونان کې د پاکستاني اتباعو په پرتله د هندي مهاجرو شمیر ډیر کم دی. خو د یونان د مهاجرو چارو وزارت د ارقامو له مخې د هنديانو د قبلیدو سلنه ۲،۳ وه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Eurokinissi