په آلمان کې د ځوانانو یا ماشومانو د ملاتړ ادارې ته په آلماني ژبه کې «Jugendamt» وايي. د دې ادارې یو له عمده او اصلي دندو او وظایفو څخه په آلمان کې له والدینو سره د ماشومانو په روزنه او پالنه کې مرسته کول دي. خو پر دې ټولو سربیره، دغه اداره مختلفې نورې دندې هم لري.
دغه ادراه پر نورو وظایفو سربیره په سختو شرایطو، لکه د طلاق پرمهال له خلکو سره مرسته کوي او دوی همداراز د ماشومانو د حفاظت خدمات هم وړاندي کوي. خو مهمه موضوع دا ده چې دغه اداره په آلمان کې د ادغام پروسه، ستاسې د پناه غوښتنې د لړۍ د یوې برخې په توګه او یا نورو مواردو له کبله ستاسې د ماشومانو د روزني بهیر نه څاري. دا هم د یادولو وړ ده چې دغه اداره د ماشومانو د روزنې پر کړنلاري او فرهنګ په هکله هیڅ راز نظر نه لري.
د دې ټولو مواردو ترڅنګ، مهمه دا ده چې د یوګندامت اداره په هغه صورت کې چې د یوې مور او پلار د خپل اولاد د روزنې پرمهال داسې معلومات ترلاسه کړل شي چې پکې ماشوم ته زیان رسیږي، په دې صورت کې دغه اداره مداخله کوي.
دغه اداره په هغه صورت کې هم مداخله کوي چې که چیري داسې شواهد وموندي چې د یوه ماشوم روغتیا او په خپله ماشوم ته په کور کې کوم تهدید موجود وي. په دې تهدیدونو کې فزیکي، جنسي او یا هم رواني تهدیدونه شامل دي. په آلمان کې که یو څوک خپل زوی یا لور په میني او احترام سره لوی یا لویه کړي، په دې صورت کې هیڅوک هم باید د یادې ادارې د مداخلې له اړخه ویره ونه لري.
زموږ له آرشیف څخه:
دا چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ماشومان څرنګه ژوند کوي له هغو ټولګیو څخه ښکاري چې دوی پکښې زده کړي کوي. په دغو انځورونو کې څرګندیږي چې د ماشومان د زده کړي شرایط په بیلابیلو هیوادونو کې ډیر ټوپیر سره لري.
انځور: picture-alliance/dpaد نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ماشومان په کومو شرایطو کې زده کړې کوي. په نزدې ټولو هیوادونو کې ښوونکي پر توره تخته باندي په تباشیر لیکنه کوي. خو د زده کوونکي ټولګي یو له بل سره ډیر ټوپیر لري. ځینې زده کوونکي پر وړونکو څوکیو زده کړي کوي، ځینې نور بیا پر ځمکه ناست وي او ځیني بیا په براخو څوکیو له خپلو لپتاپ کمپیوترونو سره خپل درسونه زده کوي.
انځور: APسویلي کوریا په روزنیز نظام کې خپل ډیر تمرکز پر دیجیتال رسنیو باندي کوي. په هر ټوللګي کې انترنت او کمپیوترونه موجود وي. دولت هم غواړي چې ټول کتابونه دیجیتال بڼي ته واړوي. د دې له پاره چې ټول ماشومان دیجیتال درسي موادو ته لاسرسی ولري، حکومت يې غریبي کورنيو ته په وړيا توګه کمپیوترونه ورکوي.
انځور: APپه ګانا کې بیا د زده کړې مواد دیجیتال نه دي او ښوونکي په تباشیر سره پر تورو تختو باندي درسونه لیکي. د نورو ګاونډیو په پرتله په ګانا کې د سواد کچه ځکه لوړه ده چې د ښوونځي لومړي شپږ کاله وړیا دي. په دې هیواد کې باید ماشومان نهه کاله په الزامي توګه زده کړې وکړي.
انځور: Fotolia/Living Legendپه آلماني ښوونځيو کې ماشومان ډیر وخت له پنسلونو او کتابچو څخه کار نه اخلي، بلکې په عوض یې له خپلو ځیرکو تلیفونونو او کمپیوترونو څخه کار اخلي. د دې کار هدف په دې هیواد کې د دیجیتال زده کړو پیاوړي کول دي.
انځور: APپه پرمختللو هیوادونو کې ښوونځي ته تګ یوازي د لومړنیو زده کړو په معنی نه وي. پرمختللي هیوادونه په لومړیو کلونو کې پر زده کړو باندي ډیر تمرکز کوي. خو په وروسته پاتو او لږ عاید لرونکو هیوادونو کې بیا له هرو ۲۰ ماشومانو څخه ۳ يې تر ښوونځي مخکې وړکتون ته ورځي.
انځور: APپه کینیا کې ماشومان کولای شي چې اته کاله وړيا زده کړې وکړي. خو ډیر ماشومان آن تر اتو کلونو مخکي ښوونځی پریږدي ځکه ورته د ښوونځي یونیفورم، کتابونه، کتابچې او قلمونه په کار وي چې د هغوی له توانه ډیر لوړ وي. په دولتي ښوونځیو کې د زده کوونکو شمیر ډیر لوړ وي او ټولګي له زده کوونکو ډک وي. هغه کورنۍ چي توان یې لري، خپل ماشومان خصوصي ښوونځیو ته استوي.
انځور: DW/J.Bruckپه بريتانيا کې ډیر ماشومان په ښوونځي کې یونیفورم اغوندي. خو په وروسته پاته هیوادونو کې هغه کورنۍ چې د یونیفورم رانیولو توان نه لري، هم کولای شي خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.
انځور: picture-alliance/dpa/dpawebپه ځینو هیوادونو کې د ښوونځیو د کمښت له کبله، ماشومان تر شنه اسمان لاندي زده کړې کوي. دا د پاکستان یو پارک دی چې زده کوونکي پکښې د زده کولو په حال کې دي. پاکستان په وروستیو وختونو کې خپله روزنیزه بودجه کمه کړې ده او پر ځای یې پوځي بودجه ډېره کړې ده.
انځور: APپه افغانستان کې ډیر ماشومان د جګړو له کبله له زده کړو بې برخې پاته شوي دي. د هرو څلورو ښځو یوه یې کولای شي چې لیک لوست وکړي. د دغه هیواد ۵۲ سلنه نارینه هم بې سواده دي. که څخه هم په وروستیو ۱۴ کلونو کې د زده کړې په برخه کې ډیر پرمختګ شوی دی، خو بیا هم د ښوونځیو، روزونکو او درسي مواد سخت کمښت موجود دی.
انځور: picture-alliance/dpaپه سویلي سودان کې هم وضعیت دې ته ورته دی. دې هیواد یوازې ۱۶ سلنه ښځي يې لیک لوست کولای شي. د نجونو له پاره د زده کړې شرايط برابرول اوس د بهرنیو مرستندویه سازمانونو یو اصلي هدف گرځېدلی دی. په دغه هیواد کې هم کورنۍ جګړې روزنیز نظام سخت زیانمن کړی دی، د ښوونځیو، روزونکو او درسي موادو سخت کمښت موجود دی.
انځور: dapdد برازیل په لریو پرتو سیمو کې زده کوونکي په سختو شرایطو کې زده کړي کوي. که څه برازیل یو مخ پر وده هیواد دی، خو بیا هم د غربیو او بډایو کورنیو تر منځ توپیر ډیر زیات دی.
انځور: picture-alliance/dpa