د آلمان په حکومت کې د بشري حقونو استازي بِربِل کُفلَر، د «دي ولټ» المانۍ ورځپاڼې(د چهارشنبې ورځې ګڼې) سره په مرکه کې وویل: «له مهاجرو سره د دوی د کورنۍ غړو د یوځای کیدو بهیر باید چټک شي».
نوموړي غوښتنه وکړه چې د هغو مهاجرو د کورنۍ غړي چې په آلمان او د اروپایې اتحاديې په نورو غړو هیوادونو کې ژوند تیروي، باید وکولای شي په بیړه موږ ته راشي». په دې توګه هم له مهاجرو سره مرسته کیږي او هم د يونان د چارواکو له اوږو بوج سپکیږي.
کفلر په دې مرکه کې وویل چې د روان کال په مارچ میاشت کې له ترکيې سره د تړون عملي کیدو له پیل راهيسې ۱۳زره مهاجر یونان ته راغلي دي: «موږ باید له نورو اروپایې هیوادونو سره په ګډه د دوی یوه برخه هم ومنو.»
نوموړي د هغو مهاجرو شمیر ډیر لږ وباله چې ترکيې اورپا ته استولي دي. د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال زیاته کړه چې په ترکيه کې د تر دوو میلیونو ډیرو سوریايې او نورو مهاجرو شمیر په پام کې نیولو سره د دوی ډیر لږ شمیر اروپا ته رسیږي. دا د منلو وړ نه ده او اورپایې اتحادیه باید په انقره کې پر دې موضوع انتقاد وکړي.
کفلر همدارنګه په دې مرکه کې ویلي دي: ټاکل شوی وه چې اروپایې اتحادیه به له ترکيې څخه ۷۲ زره مهاجر ومني: «دا هم ډیر لږ شمېر دی....موږ اروپایان باید لږ ځان وخوځوو، حتی که د اروپایې اتحادیې ډیر غړي هیوادونه نه غواړي چې هیڅ مهاجر هم ومني.»
د بشري حقونو دغه استازي له ترکيې سره د مهاجرو تړون پر بهیر نیوکه وکړه او وې ویل: «له ترکیې سره د اروپایې اتحاديې تړون تر اوسه پورې په هغه شکل چې پرې موافقه شوې وه، نه عملي کیږي... د پناه غوښتونکي په توګه په ترکیه کې د غیر سوریايې مهاجرو قبلیدل په عمل کې ناممکنه بریښي. دا د منلو وړ نه ده.»
اروپا ته مهاجرت
په آتن کې یو هوټل د مهاجر کمپ په توگه کارول کیږي
شا او خوا ۳۰۰ مهاجر په آتن کې په «سټي پلازا» نومي هوټل کې دیره کړل شوي دي. د ښار په مرکز کې دغه هوټل له ډیر وخت راهیسې خالي وو. هغه بیا فعالانو ونیو او د مهاجرو هستوگنځای یې ترې جوړه کړ. د دغه مهاجر کمپ انځورونه.
انځور: Jodi Hilton/DW/Pulitzer Centerله کورنۍ چاپیریال سره برابر هوټل
د اپریل میاشتې په پای کې سټي پلازا هوټل د مهاجرو له پاره پرانیستل شو. له هغه راهیسې په دغه هوټل کې د افغانستان، ایران، عراق او سوریې تر ۳۰۰ زیات مهاجر اوسي. د هغوی زیات شمیر هغه کورنۍ دي چې ماشومان، زاړه او مرستې ته اړمن کسان دي.
انځور: Jodi Hilton/DW/Pulitzer Centerدغه هوټل د یونان د اقتصادي بحران له کبله تړل شوی وو. خاوند یې غوښتل چې هوټل وپلوري. بیا فعالانو هغه ونیو. اوس د هوټل په «ریسپشن» یا د مېلمنه پالنې په ځای کې د پیسو ورکوونکو مېلمنو پر ځای مهاجرو او کډوالو ته هرکلی ویل کیږي. ټولوته د خپلو خونو کیلي ورکول کیږي.
انځور: Jodi Hilton/DW/Pulitzer Centerله سوریې څخه نوي راغلي مهاجر
دغي سوریایي کورنۍ هم غوښتل چې هرو مرو سټي پلازا هوټل ته کډه شي. د هوټل زیاتره نوو مېلمنو تر دې دمخه په مهاجر کمپ کې ژوند تیر کړی دی. هغوی وایي چې په دغو کمپونو کې شرایط د نه منلو وړ ول. خوراکي مواد محدود ول او د پاکۍ په برخه کې ستونزي وې.
انځور: Jodi Hilton/DW/Pulitzer Centerد هوټل د پاکوالي له پاره پرسونل نه شته
له مهاجرو څخه دا تمه کیږي چې هغوی ودانۍ او خپله خونه هره ورځ پاکه کړي. له دې کبله سوریایي ماشومان لس کلن سیځر او اووه کلنه صدرا، کوټه په کوټه گرځي چې د ارو وهلو په برخه کې مرسته وکړي.
انځور: Jodi Hilton/DW/Pulitzer Centerافغان کمپیوټر پوه او ترجمان علي جعفري، د هغه میرمن وجیه او زوی تر دې د مخه په آتن کې د مهاجرو په یوه کمپ کې اوسیدل. جعفري وایي چې کله یې مهاجرت پیلوه، نو پولې پرانیستې وې. خو کله چې درې اوونۍ وروسته دغه کورنۍ یونان ته راورسیده نو بیا یې نور د آلمان پر لور سفر نه شو کولای.
انځور: Jodi Hilton/DW/Pulitzer Centerپه هوټل کې اوسیدونکي کسان په اشپزخانه کې خپل خواړه هم پخپله تیاروي، خو کله ورسره دواطلبه کسان مرسته کوي، لکه دغه دوې ایټالوۍ میرمنې. هره ورځ مرسته شوي خوراکي توکي دغه ځای ته راوړل کیږي او بیا د هوټل اوسیدونکي او مرسته کوونکي هره ورځ درې وارې صحي ډوډۍ تیاروي.
انځور: Jodi Hilton/DW/Pulitzer Centerد هوټل اوسیدونکي خواړ د ډوډۍ خوړلو په سالون کې ویشي. د بیلا بیلو ملیتونو خلک په گډه ډوډۍ خوري او نظرونه سره تبادله کوي.
انځور: Jodi Hilton/DW/Pulitzer Centerفدان داوود (درې کلنه) او د هغې اووره کلن ورور راشد د سوريي دي. د دغو ماشومانو مور وایي چې تر دې دمخه په یوه زاړه کور کې له نورو خلکو سره اوسیدل چې د سلو نفور له پاره یې یوازې یو تشناب درلود. اوس هغوی په خپله خونه کې تشناب لري.
انځور: Jodi Hilton/DW/Pulitzer Centerداوطلبه کسان په هوټل کې د ماشومانو له پاره د سرگرمیو برابرولو په لټه کې وی. ماشومان په دغه هوټل کې د اوسیدونکو کسانو تر نیمایي زیات دي. په ټوله کې په یونان کې د بند پاتو ۵۰ زرو مهاجرو په منځ کې ماشومان ډېر دي.
انځور: Jodi Hilton/DW/Pulitzer Center