په دغه څېړنه کې چې پایلې یې د سه شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۱) خپرې شوي دي د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (Bamf) په گډون څلورو بنسټونو برخه اخیستې وه.
د دغې څېړنې او نظر پوښتنې په ترڅ کې ۱۲۳ تنه مهاجر پوښتل شوي او ور سره مرکې شوي دي. نږدې ټولو پوښتل شوو کسانو(مهاجرو) په آلمان کې د«زغم او مذهبي آزادۍ» ستاینه کړې ده.
په دغه څېړنه کې پرته د بالکان هیوادو له مهاجرو، د ۱۳ مختلفو هیوادونو څخه برخه اخیستونکو مهاجرو په خپلو هیوادونو کې شخصاً دوی ته د جگړو، زور زیاتیو او تعقیب له امله ورپيښو گواښونو په هکله کیسې کړي دي.
د دغې څېړني پر بنسټ کډوال په آلمان کې د مختلفو مذهبونو او دینونو د پيروانانو گډ ژوند ته او دا چې دلته مذهب او عقیده پخپله په شخص پورې اړه لري یا یو شخصي شی دی د قدر په سترگه گوري.
د نارینه او ښځو د برابرو حقونو په ارتباط، که څه هم د دغي څېړنې نارینه گډون کوونکي اصولاً د ښځو او نارینه و د مساوي حقونو ملاتړ کړي، خو په المان کې د ښځو د ژوند طرز او طریقې ته د انتقاد په سترگه گوري.
د دغي څېړنې د رپوټ پر بنسټ په دغو مهاجرو کې د «کورنۍ عنعنوي ارزښتونو» نظر چې له مخي یې نارینه باید د کور نفقه راوړونکی اوسي او د یو محافظ رول ولري ډیر زیات پراخ دی.
د هغو مهاجرو سره چې مرکې شوې دي په ټولو کې د کار کولو انگیزه ډیره لوړه او غوښتل یې چې کار وکړي. همدارنگه دوی د زده کړي فرصتونو او آلماني ژبې کورسونو ترلاسه کولو ته ډیر لیواله ول.
همدارنگه دوی د اړونده بنسټونو له خوا د دوی د تحصیلي اسنادو په رسمیت پیژندني په برخه کې د خنډونو یادونه کوله.
په دغه څېړنه کې د مهاجرت څېړنیز مرکزـ ادغام او د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې Bamf سربیره د کاربازار او مسلکي څېړنو انستیتوت، او د آلمان د اقتصاد له څېړنیزې موسیسې څخه ټولنیز اقتصادي پنل برخه اخیستې وه.
د دوشنبې په ورځ روژه پېل شوه. په دغه کمپ کې د سوریې، عراق او افغانستان شا او خوا ۸۰۰ مهاجر دي او هغه لږ څه چې لري خپله روژه پرې تیروي. یودي هېلتن د ریتسونا کمپ څخه چې له آتن څخه د باندې دی رپوټ راکوي. انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center فریده، چې له افغانستان څخه راغلې ده د خپلې کورنۍ خیمې ته څیرمه له روژه ماتې څخه تر مخه قرآن کریم لولي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center له «ایکو ۱۰۰» نومې خیره سازمان څخه داوطلبه مرستندویه ستیفني پوپ (کیڼ اړخ ته) او د دمشق څخه سلیمان چې یو مهاجر دی د خرما ۱۵۰ کوچنۍ کڅوړې ډکوي. مسلمانان په دودیزه توگه روژه زیاتره وخت په خرما او اوبو ماتوي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center هغه مرسته، چې تمه یې نه کیده دوه سوریایي ماشومان د خرما د کارتونونو په انتقالولو کې مرسته کوي چې د متحدو عربي آماراتو د سفارت له لوري یې مرسته شوې ده. سفارت په غیر منتظره توگه د ریستونا کمپ تر سلو کیلو زیاته وچه خرما استولې ده.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center داوو طلبو کسانو تحویلخانې ته خواړه رسولي. شړومبې، خرما او انار چې د روژې ځانگړي خواړه بلل کیږي، د نورو عادي خوړو تر څنگ پر خلکو ویشل شوي دي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center نایا حورو، چې سوریايي مهاجره ده د آشپز خانې د نه لرلو له کبله تر شنه آسمان لاندې د لرگیو په نغري کې د خپلې کورنۍ نهو غړو ته خواړه تیاروي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center د نایا حورو، زوم حسن رسول چې د څلورو ماشومانو پلار دی هغه یوه ساز ته نڅا کوي چې له نزدې خیمې څخه یې غږ راځي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center د نایا کورنۍ د روژه مات انتظار کوي. هغوی د نایا د لاس پخ شوې وریژي او د یونان له له لوري مرسته شوې شوروا، سلاته او هگۍ خوري.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center په هغه یوه ودانۍ کې چې څوک په کې نه اوسیدل او اوس ترې جومات جوړ شوی دی یوه ښځه قرآن کریم رااخلي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center یو سړی په ریتسونا کمپ، کې د خپلې خیمې د باندې لمونځ کوي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center