مهاجر پوليسو ته موندلي ۵۰ زره يورو وسپارلې
۱۳۹۵ تیر ۹, چهارشنبه سوريايي مهاجر چي عمر يې ۲۵ کاله دی، ۵۰ زره يورو نقدي او د بانک د سپما داسي حسابي کتابونه موندلي ول چي پکښي تر ۱۰۰ زرو يورو څخه زياتي پيسې جمع وې. دغه مهاجر موندلې نقدي پيسې او په همدې شان بانکي حسابي کتابونه د خارجيانو له پاره ځانګړې ادارې يا آوسلندر امت ته سپارلي دي.
مهاجر ويلي کوم کوچنی اپارتمان چي يې نيولی ؤ نو هلته هيڅ سامان نه ؤ. د هغه په وينا يوې خيريه مؤسسې ورته د نور سامان تر څنګ يوه آلمارۍ ورکړه. مهاجر ځوان زياتوي چي د دغې آلمارۍ د درولو وروسته يې د هغې په يوه خانه کي د پنځو سوو يورو د نوو نوټونو يوه بنچه او اسناد وموندل.
پوليسو ويلي چي دغه مهاجر ځوان د پيسو د موندلو وروسته چارواکو ته احوال ورکړ او هغوی بيا پوليسو ته خبر ورکړ. پوليس وايي چي د دغو نقدو پيسو د اصلي څښتن تلاښ کوي.
پوليسو ويلي چي «دغه ځوان د خپل چلن او دا ډول عمل له کبله په ډېرو ستاينو ارزي.» پوليسو زياته کړې چي زيات وختونه داسي پيښيږي چي خلک کم مقدار هغه نقدي پيسې چي موندلي يې وي، بېرته سپاري، «خو د دا ډول زيات مقدار پيسو بېرته واپس کول ډېر کم وختونه تر سترګو کيږي.»
ويل سوي چي دغه سوريايي ځوان تېر کال په مني کي و آلمان او وروسته د مينډن ښار ته راغلی ؤ. د دغه ځوان کورنۍ په سوريه کي شاته پاته ده. د دغه ځوان په هکله ويل سوي چي اوس د جرمني ژبي په کورس کي دی او غواړي چي يو وخت په آلمان کي لوړي زدکړي وکړي.