مهاجر: یوازیتوب مو په روژه کي لا زيات کړوي
۱۳۹۶ خرداد ۲۰, شنبهمهاجر: یوازیتوب مو په روژه کي لا زيات کړوي
د بالکان مسیر تر بندیدو وروسته اوس ډیري مهاجر د لیبیا له لارې اروپا ته راځي. دلته د دوی لمړی منزل ایټالیا دی. د سیسلي په ټاپو کې چیرې چې مسلمان مهاجرو ته یو نوی هیواد او نوې ټولنه ده، ورباندي د رمضان میاشت څنګه تیریږي؟
د برکتونو په میاشت کې د یوازیتوب احساس
مالا، چې په دې وروستیو کې د لیبیا له لارې ایټالیا ته رسیدلی دی وایې: «اوس چې د رمضان میاشت جریان لري او کله چې می کور یاد شي ځان ډیر یوازې احساسوم.» دا د مالا لمړۍ روژه ده چې له خپلې کورنۍ جلا تیروي. هغه زیاتوي: «موږ خو دلته له راتګ سره اجنبي شوي یو، خو د دې مهاجرت تر ټولو زورونکی اړخ د یوازیتوب احساس دی.»
په پردي هیواد کې روژه
سږ کال چې اروپا ته کوم مهاجر را رسیدلي دي د هغوي سم نیمایې یعني ۵۰ سلنه یې په ایټالیا کې دي. د دغو مهاجرو اکثریت د مسلمانو هیوادونو پورې تعلق لري او دا په دې پردي هیواد کې د دوی لوموړنې روژه ده. که څه هم مهاجر په دې اجنبي هیواد کې د مذهبي او ټولنیزو مسائلو سره لاس او ګریوان دي، خو په سیسلي کې د کتانیا مسجد الرحمن د سلګونو مهاجرو له پاره د سکون حاصلولو ځای دی.
د اروپایانو د ژوند له طریقو سره بلدیدل
له نایجیریا څخه راغلي مهاجر ګلادیما، احساس کړې چې په اروپا کې د ژوند طرز او طریقې ډیر توپير لري. ګلادیما وایې : «د اروپا په اړه تر ټولو حیرانونکې خبره دا ده چې تاسې په څو میاشتې هم هغه کسان په کوڅو او سړکونو کې وینئ خو تاسې به یې حتی نوم هم نه پيژنئ.»
ډیرې اوږدې روژې
اروپا ته د لوموړي ځل له پاره راتلونکي مهاجر نه یوازې د ټولنیز بلکې جغرافیوي بدلون سره هم مخامخ کیږي. د استوا له کرښې څخه د لیري والي له امله دلته د دوبي ورځې هم ډیرې اوږدې وي. ګلادیما وایې: «ما هیڅ کله فکر هم نه شوای کولای چې یو څوک به د شپې له دریو بجو څخه د راتلونکي ورځې تر اتو بجو پورې روژه وي. اوس زه هم دومره اږدې روژې نیسم.»
مخ په ډیریدونکې بنګله دیشي ټولنه
د مختلفو افریقایې هیوادونو مهاجر اروپا ته د رسیدو له پاره د لیبیا مسیر خپلوي. د ایټالیې د کورنیو چارو وزارت په حواله اوس په یو لوی شمیر کې بنګله دیشي مهاجر هم اروپا ته د رسیدو له پاره له دغه مسیر څخه استفاده کوي.
په مختلفو ژبو د قران کریم ترجمه
سیسلي د مدیترانې سمندر تر ټولو لوی ټاپو او د ایټالیې خپل واکمنه سیمه ده. د دې له پاره چې دلته د نړۍ د مختلفو هیوادونو مهاجر رازي، نو د مسجد الرحمن ملا امام په مختلفو ژبو قران کریم د ژباړې سره د دغو مهاجرو په اختیار کې ورکوي.
مختلف کلتور او ټولنه
د خان په نوم یو پاکستانی مهاجر وایې چې د دې ځای ټولنه ډیر مختلف ده: «که په جومات کې یم خو معلومیږي چې د رمضان میاشت ده، خو کله چې په سړکونو کې اوسم یوه عادي ورځ وي. زه عیسوي نه یم خو تر هغه وخته پورې چې موږ یو له بل سره په محبت او احترام سره مخامخ کیږو، هیڅ فرق نه کوي چې ته د کوم مذهب پورې تعلق لري.»
فارغ وخت د نشت سره برابر دی
په سویلي ایټالیا کې په عام ډول ماښام دوکانونه ډیر ژر بندیږي. ۲۵ کلن بنګله دیشۍ مهاجر مؤمن معتوبر، وایې: «که موږ ستړي هم ؤاوسو خپل دوکان یا هټۍ خلاص پریږدو او کار کوو. په رمضان میاشت کې هم دا معمول ساتل کوم ستونزمن کار نه دی، ځکه موږ مسلمانان یو.»
دودیز خواړه او افطار
د ډیر شمیر مهاجرو له پاره رمضان د کال هغه وخت هم وي چې خپل دودیز او د سیمي خواړه برابروي او په اسلامي طریقه خپله روژه افطار یا ماتوي. خو د ټولنیز ادغام په برخه کې کار کونکی اسماعیل جامع وایې چې په مهاجرت کې د رمضان یو مطلب دا هم دی چې خلک نویو خواړو او دودونو ته هم موقع ورکړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.05.2017):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.06.2017):
په روژه کي بايد کوم ډول خوراک وخوړل سي؟
په دوبي کي نه يوازي دا چي ورځي اوږدې وي بلکه ګرمي هم وي. کله چي دوبی او روژه سره برابر سي نو روژه لرونکي بايد څه ډول غذا وخوري. په هکله يې انځوريز راپور دلته وګورئ:
له پروسس سوي خوراکو پرهيز
هغه خواړه چي په صنعتي توګه جوړ کړل سوي وي که هغه ساسجان، چپس یا ورته څيزونه دي، د عامو وختونو په څېر په روژه کي هم بايد څوک ورڅخه ځان ليري وساتي. هغه په دې وجه ولي چي زياتره وخت د دغو خوراکي توکو د اوږدې مودې ساتنې، رنګ ښايسته کولو، خوند قوي کولو او بڼه جوړلو له پاره په هغوی کي بېلابېل مواد ګډوي چي هغه روغتيا ته زیان رسولای سي. بهتره ده چي څوک خام خوراکي توکي خپله رانيسي او بيا يې خپله چمتو کړي.
د «سپينو خوراکي توکو» کمول
سپيني غذاوي لکه د سپينو اوړو ډوډۍ، ورجي، سپينه بوره او داسي نور زياتره وخت هغه څيزونه وي چي پخپله تر مخه پروسس سوي وي. د بېلګي په توګه لکه سپين اوړه د دې څخه تر مخه چي اوړه ورڅخه جوړ سي، ورڅخه د دانو ګټور پوستکي ليري کړل سوي وي. په همدې شان ورجي پالش سوي او بوره هم پروسس سوې وي. په بدل کي څوک بايد هغه اوړه چي د غنمو پوستکی ورسره مل وي، هغه ورژي چي پالش سوي نه وي او د بورې پر ځای ګبين وخوري.
د مالګين خوراکو پر ځای اوبه لرونکي خوراک
کله چي په دوبي کي روژه وي، نو وجود د روژې پر وخت لا زياتي اوبه له لاسه ورکوي چي هغه بايد د روژه مات وروسته بايد بېرته وجود ته ورکول سي. له همدې کبله بايد د روژه مات او پېشلمي خوراک داسي وي چي له بدن څخه اوبه لا کمي نه کي لکه مالګين خوراک، بلکه داسي خوراک بايد وخوړل سي چي بدن ته اوبه ورکړي، لکه ښوروا، ميوې، مابه او د ميوو اوبه.
له سره سوو خوراکو او زياتو خوږو شيانو پرهېز
په روژه کي کله چي زيات وخت معده خالي وي، نو په غوړو کي سره سوي شيان لا زيات زيامن ثابتېدلای سي. له همدې کبله بايد کوښښ وسي چي زيات سره سوي خوراک ونه خوړل سي په زياته په روژه مات د لومړي خوراک په توګه. د روژه مات وروسته او په پېشلمي کي د زياتي بورې خوړلو پر ځای بهتره ده چي څوک خوږې مېوې وخوري.
د کاربوهايدرېتس د پروټينو سره مل
که څه چي په روژه کي وچه ډوډۍ، ورجي او پټاټې د زياتو خلکو له پاره د روژه ماتي د خوراک زياته مهمه برخه ګرځوي، خو دغه کاربوهايدرېتس لرونکي خوراک هم په بدن کي بوره جوړوي او زيات خوراک يې ښه نه دی. بهتره ده چي څوک د کاربوهايدرېتس لرونکو خوراکو سره په کافي اندازه پروتين لرونکي خوراک لکه داليات هم وخوري. د دې تر څنګ اومه سابه هم ډېر ګټور دي.
تر ټولو اوږده روژه لرونکي اروپايي هيوادونه
د نړی په بیلا بیلو هیوادونو کې د روژې د نیولو وختونه سره توپیر کوي. په اروپا کي تر ټولو اوږده روژه لرونکي هيوادونه دلته کتلای سئ:
۲۵ مقام ـ يونان ـ ۱۶ ساعته او ۲۳ دقيقي روژه
د يونان هيواد په پلازمېنه اتن کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٤ بجو او ١٦ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٣٩ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۶ ساعته او ۲۳ د قيقې وه. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۲۴ مقام ـ ترکيه ـ ۱۶ ساعته او ۴۰ دقيقي روژه
د ترکيه هيواد په پلازمېنه انقره کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٣ بجو او ٢٨ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٠٨ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۶ ساعته او ۴۰ د قيقې وه.
۲۳ مقام ـ ارمنستان ـ ۱۶ ساعته او ۴۲ دقيقي روژه
د ارمنستان هيواد په پلازمېنه يېرېوان کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٣ بجو او ٤٠ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٢٢ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۶ ساعته او ۴۲ د قيقې وه.
۲۲ مقام ـ هسپانيه ـ ۱۶ ساعته او ۴۳ دقيقي روژه
د هسپانيه هيواد په پلازمېنه مادريد کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٤ بجو او ٥٢ دقيقو او د ماښام اذان په ٩ بجو او ٣٥ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۶ ساعته او ۴۳ د قيقې وه.
۲۱ مقام ـ اذربايجان ـ ۱۶ ساعته او ۴۴ دقيقي روژه
د اذربايجان هيواد په پلازمېنه باکو کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٣ بجو او ١٧ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٠١ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۶ ساعته او ۴۴ د قيقې وه.
۲۰ مقام ـ البانيا ـ ۱۶ ساعته او ۵۲ دقيقي روژه
د البانيا هيواد په پلازمېنه تيرانا کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٣ بجو او ١١ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٠٣ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۶ ساعته او ۵۲ د قيقې وه.
۱۹ مقام ـ اتاليا ـ ۱۶ ساعته او ۵۷ دقيقي روژه
د اتاليا هيواد په پلازمېنه روم کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٣ بجو او ٣٧ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٣٥ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۶ ساعته او ۵۷ د قيقې وه.
۱۸ مقام ـ ګرجستان ـ ۱۶ ساعته او ۵۸ دقيقي روژه
د ګرجستان هيواد په پلازمېنه تبليسي کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٣ بجو او ٢۷ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٢٦ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۶ ساعته او ۵۸ د قيقې وه.
۱۷ مقام ـ بلغاريه ـ ۱۷ ساعته او ۸ دقيقي روژه
د بلغاريه هيواد په پلازمېنه صوفيه کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٣ بجو او ٤٧ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٥٥ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۷ ساعته او ۸ د قيقې وه.
۱۶ مقام ـ فرانسه ـ ۱۷ ساعته او ۱۱ دقيقي روژه
د فرانسه هيواد په پلازمېنه پاريس کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٤ بجو او ٢٩ دقيقو او د ماښام اذان په ٩ بجو او ٤٠ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۷ ساعته او ۱۱ د قيقې وه.
۱۵ مقام ـ بوسنيا هرڅګووينا ـ ۱۷ ساعته او ۱۹ دقيقي روژه
د بوسنيا هرڅګووينا هيواد په پلازمېنه سارايېوو کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجو او ٥٨ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ١٧ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۷ ساعته او ۱۹ د قيقې وه.
۱۴ مقام ـ هنګري ـ ۱۸ ساعته او ۱۲ دقيقي روژه
د هنګري هيواد په پلازمېنه بوداپست کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجو او ١٦ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٢٨ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۸ ساعته او ۱۲ د قيقې وه.
۱۳ مقام ـ اُتريش ـ ۱۸ ساعته او ۱۳ دقيقي روژه
د اُتريش هيواد په پلازمېنه ويانا کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجو او ٢٨ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٤١ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۸ ساعته او ۱۳ د قيقې وه.
۱۲ مقام ـ چيک جمهوريت ـ ۱۸ ساعته او ۲۴ دقيقي روژه
د چيک جمهوريت هيواد په پلازمېنه پراګ کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجو او ٣٣ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٥٧ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۸ ساعته او ۲۴ د قيقې وه.
۱۱ مقام ـ بلجيم ـ ۱۸ ساعته او ۲۹ دقيقي روژه
د بلجيم هيواد په پلازمېنه بروکسل کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٣ بجو او ١٢ دقيقو او د ماښام اذان په ٩ بجو او ٤١ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۸ ساعته او ۲۹ د قيقې وه.
۱۰ مقام ـ بريتانيه ـ ۱۸ ساعته او ۳۴ دقيقي روژه
د بريتانيه هيواد په پلازمېنه لندن کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجو او ٢٩ دقيقو او د ماښام اذان په ٩ بجو او ٠٣ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۸ ساعته او ۳۴ د قيقې وه.
۹ مقام ـ آلمان ـ ۱۸ ساعته او ۴۰ دقيقي روژه
د آلمان هيواد په پلازمېنه برلين کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجو او ٣٣ دقيقو او د ماښام اذان په ٩ بجو او ١٣ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۸ ساعته او ۴۰ د قيقې وه.
۸ مقام ـ آيرلند ـ ۱۸ ساعته او ۴۸ دقيقي روژه
د آيرلند هيواد په پلازمېنه دبلن کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجو او ٤٩ دقيقو او د ماښام اذان په ٩ بجو او ٣٧ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۸ ساعته او ۴۸ د قيقې وه.
۷ مقام ـ سپينه روسيه ـ ۱۹ ساعته او ۵ دقيقي روژه
د سپينه روسيه هيواد په پلازمېنه مينسک کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجو او ٢٩ دقيقو او د ماښام اذان په ٩ بجو او ٣٤ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۹ ساعته او ۵ د قيقې وه.
۶ مقام ـ دنمارک ـ ۱۹ ساعته او ۶ دقيقي روژه
د دنمارک هيواد په پلازمېنه کوپنهاګن کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجو او ٢٨ دقيقو او د ماښام اذان په ٩ بجو او ٣٤ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۹ ساعته او ۶ د قيقې وه.
۵ مقام ـ روسيه ـ ۱۹ ساعته او ۷ دقيقي روژه
د روسيه هيواد په پلازمېنه ماسکو کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ١ بجو او ٤٩ دقيقو او د ماښام اذان په ٨ بجو او ٥٦ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۹ ساعته او ۷ د قيقې وه.
۴ مقام ـ سوېډن ـ ۱۹ ساعته او ۴۲ دقيقي روژه
د سوېډن هيواد په پلازمېنه ستوکهولم کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ١ بجو او ٥٧ دقيقو او د ماښام اذان په ٩ بجو او ٣٩ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۹ ساعته او ۴۲ د قيقې وه.
۳ مقام ـ ناروې ـ ۱۹ ساعته او ۴۸ دقيقي روژه
د ناروې هيواد په پلازمېنه اوسلو کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجو او ٢٥ دقيقو او د ماښام اذان په ١٠ بجو او ١٣ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۹ ساعته او ۴۸ د قيقې وه.
۲ مقام ـ فنلاند ـ ۱۹ ساعته او ۵۶ دقيقي روژه
د فنلاند هيواد په پلازمېنه هلسينکي کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجو او ٢٦ دقيقو او د ماښام اذان په ١٠ بجو او ٢٢ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۱۹ ساعته او ۵۶ د قيقې وه.
۱ مقام ـ آيسلند ـ ۲۱ ساعته او ۳ دقيقي روژه
د آيسلند هيواد په پلازمېنه ريکياويک کي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷مه نېټه د سهار اذان په ٢ بجې ١٤ دقيقو او د ماښام اذان په ۱۱ بجو ۱۸ دقيقو وسو چي په دې توګه په دغه هيواد کي لومړۍ روژه ۲۱ ساعته او ۳ د قيقې وه. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]