1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 د هند وتلې سندرغاړه لتامنګشکر د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه

۱۴۰۰ بهمن ۱۷, یکشنبه

د هندوستان وتلې سندرغاړه لتا منګشکر چې د «هندوستان بلبلې» باندې شهرت لري او د دغه هیواد یو تر ټولو لوړ فرهنګي آيکن ګڼل کيږي، د يکشنبې په ورځ د ۹۲ کلنونو په عمر مړه شوه. د هندوستان حکومت دوه ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

Lata Mangeshkar Sängerin Indien
انځور: Dinodia Photo/imago images

د آلمان خبري آژانس (ډي پي اې) له نوي ډيلي څخه ليکي چې لتا منګشکر نن د یکشنبې په ورځ (د فبروري ۶مه) د ممبي ښار په بريچ کندي روغتون کې ساه ورکړه، چیرته چې هغه د جنوري میاشتې په لومړيو کې وروسته له هغې چې د کرونا تیست يې مثبت وخوت، بستري شوه. دغه خبره د لتا منګشکر ډاکټر پراتیت سمداني خبریالانو ته وکړه.

سمداني وويل چې د لتا منګشکر روغتيايي وضعیت په وروستیو ورځو کې ډیر خراب شوی وو او د بدن ګڼ ارګانونه يې له فعالیته لويدلي ول.

د لتامنګشکر په مړينه هندي سیاستوالو او د بالیوود ګڼو نامتو څيرو خپګان ښودلی دی. د هندوستان حکومت د نوموړې د مړينې په مناسبت او د هغې د درناوي په خاطر دوه ورځنی ملي ماتم اعلان کړی او په دغو دوو ورځو کې به د هند ملي بیرغ نيمګړی ځوړوند وي.

صدراعظم نریندرا مودي پر خپل ټويټر ليکلي دي: «زه د الفاظو د ویلو ورهاخوا خپه يم.» مودي ويلي دي چې لتا منګشکر موږ يوازې پرېښودلو او «هغې زموږ د ملت په منځ کې يوه خلا پريښوده چې ځای يې ډک کیدای نه شي.»

د هندوستان نامتو پخوانۍ فلمي ستورې، هيماماليني پر خپل فیسبوک لیکلي دي: «د فبروري ۶مه یوه توره ورځ ده.» 

لتا منګشکر د ۱۹۲۹ کال د سپتمبر په ۲۸مه زيږيدلې وه چې د سندرو په هنر کې يې نړیوال شهرت درلود. هغې ۷ لسیزې په ۳۶ ژبو شاوخوا ۳۰ زره سندرې ويلي دي. خو د هغې د سندرو تر ټولو ډير شهرت د بالیوود سینما په برخه کې دی چې د دغې سینما د زرونو فلمونو له پاره يې سندرې ويلي دي. د هغې سندرې نه یوازې په هندوستان بلکې د سیمې او نړۍ په سطحه زښته ډیر مینوال لري. د لتا هنري مقام د هندوستان د یو تر ټولو ستر کلتوري ايکن مقام وربخښلی دی.

لتا منګشکر د خپل اوږد هنري سفر په ترڅ کې ګڼ شمیر معتبرې جایزې هم ګټلي دي. نوموړې په ۲۰۰۱ کال د هندوستان تر ټولو د لوړ مقام درلودونکې ملکي جایزه، بهارت راتنا ترلاسه کړه.

/mks/akh/dpa sid rdp

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب