1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي د کشمير په اړه له خپل دريځ څخه دفاع وکړه

۱۳۹۸ مرداد ۲۴, پنجشنبه

د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي د نوي ډلي په لال کلا کې د آزادۍ ورځې په مناسبت خپله رسمي وينا کې د کشمير په اړه خپلې پريکړې څخه دفاع وکړه. د مودي حکومت څو ورځې مخکې د کشمير د نيمه خپلواکۍ د پای ته رسولو اعلان وکړ.

Narendra Modi
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup

د روانې مياشتې (اګست) په پنځمه د مودي حکومت د کشمیر د نيمه خپلواکه حیثيت د پای او په هندوستان کې يې د دغې سيمې د ورګډيدا اعلان وکړ. تر دغه اعلان وروسته د هندوستان د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده چې له مخې يې کشمير ته نيمه خپلواکه حیثيت ورکړل شوی وو، بدله کړل شوه. 

له بل لورې د تيرو دولسو ورځو را په دې خوا د هندوستان تر کنترول لاندې کشمير په ډيرو برخو کې پر ګرځيدو راګرځيدو بنديز لګول شوی او ټيلفون او انترنيټي خدمتونه بند شوي دي.

د هندوستان لومړي وزير، په خپله وينا کې چې په ژوندۍ بڼه د تلويزيونو له لارې خپرېده وويل چې په تير وخت کې کشمير ته د نيمه خپلواکۍ حيثيت ورکول په دغې سيمه کې بيلتون غوښتنې ته د لمن وهلو او د ښځو له حقونو سره د بې عدالتۍ لامل ګرځيدلی وو. هغه زياته کړه چې د دغې مادې له مخې، يوې کشميرۍ ميرمنې د يو غير کشميري نارينه سره د واده کولو په صورت کې خپل اساسي حقوق له لاسه ورکول.

مودي زياته کړه: «د جمو، کشمير او لداخ له پخواني سيستم سره، هلته اداري فساد او پرديپالۍ وده وکړه او دغه سيستم د ښځو، ماشومانو او قبايلي وروڼو پر مخ د بې عدالتۍ دروازې پرانيستلې.«

د ۳۷۰مې مادي په بدلولو سره اوس هر هندي وګړی کولای شي په کشمير کې ځانته جايداد واخلي او يا يې وپلوري. دغه راز دوی کولی شي هلته په خپلواکه توګه ميشت شي کوم چې پخوا دغه څه ممکن نه وو. منتقدان بيا د هندوستان دغه پريکړه په فلسطيني سيمو کې د اسرائيلو ميشتيدا ته ورته يو اقدام بولي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وایی چې په کشمير کې حالات د عادي کيدو لور ته روان دي. دا په داسې حال کې ده چې اسوشتيد خبري آژانس بيا وايي چې په کشمير کې اوس هم امنيتي وضعيت ترينګلی دی او عام خلک تګ راتګ نه کوي. د رپوټونو په حواله، حاضردمه د کشمير اکثره واټونه د مختلفو موانعو په ذريعه بند کړل شوي دي.

پرون د اګست څوارلسمه پاکستان هم د خپل هيواد د آزادۍ ورځ ولمانځله. د خبري سرچينو په حواله د پاکستان لومړی وزير عمران خان د خپلواکۍ جشن د لمانځلو له پاره د پاکستاني کشمير مظفرآباد ښار ته تللی وو.

ع ت، ع ح (اې پي، رويټرز)م ک ص، ا ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل