1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي سعودي ته په سفر کي ښايي په لسهاو تړونونه لاسلیک کړي

۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د دوشنبې په ورځ په یوه دوه ورځني سفر ریاض ته روانیږي. هغه به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ شورا د رامنځته کولو ترڅنګ ګڼ شمیر تړونونه هم لاسلیک کړي.

USA Houston "Howdi Modi" Event | Narendra Modi
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Wyke

په دې وروستیو کلونو کې د هند او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصاد، ستراتیژیکو چارو، انرژي او ترهګري پر ضد مبارزې ترڅنګ په مختلفو سکتورونو کې ګډه همکارې ډیره زیاته شوې ده.

د هندوستان په بهرنیو چارو وزارت کې د اقتصادي چارو مسئول ټي ایس تریمورتي، وایي: «د هند او پاکستان ترمنځ اړيکې په غیر عادي ډول زیاتې شوي دي. سعودي عربستان د ۲۰۳۰ له پاره د خپل لیدلوري پر اساس له اتو هیوادونو سره د خپلو ستراتیژیکو همکاریو د پراخولو پریکړه کړې ده، چې هند هم په کې شامل دی. پاتې هیوادونه آلمان، جاپان، چین، فرانسه، امریکا، بریتانیا او سویلي کوریا دي.»

ټي ایس تریمورتي زیاته کړه: «د لومړي وزیر د سفر پر مهال به د انرژۍ، دفاع، ملکي هوایي چلن او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه نږدې په لسګونو موافقې لاسلیک شي. لومړی وزیر مودي او شاه سلمان بن عبدالعزیز به په ګډه د دې شورا مشري کوي. دغه شورا به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ څاري.»

دفاعي اړیکې او ګډ پوځي تمرینونه

په دې وروستیو کلونو کې د هند او سعودي عربستان په دفاعي اړیکو کې هم ډیر پرمختګ رامنځته شوی دی. دواړه هیوادونه په ځانګړی توګه سمندري امنیت ته ډیره پاملرنه کوي. په دې لړ کې به دواړه هیوادونه د روان کال په وروستیو کې ګډ پوځي تمرينونه وکړي. هند د سعودي عربستان امنیتي چارواکو او د سایبري امنیت په برخه کې سعودي افسرانو ته روزنه ورکوي.

د تریمورتي په خبره «د ترهګرۍ د لعنت ختمولو» په برخه کې دواړه هیوادونه د نظر یووالی لري او مودي به له سعودي چارواکو سره په دې برخه کې د همکارۍ د لا زیاتولو په هکله پر یو لړ اقداماتو خبرې وکړي. تریمورتي یادونه وکړه چې هند د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو ورستي بریدونه په سختو ټکو غندلي وو.

۲۸ میلیارده کلنې تجارت

په تیرو دوو لسیزو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اقتصادي اړیکو کې هم د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی دی. د دواړو هیوادونو ترمنځ د کلني دوه اړخیز تجارت کچه ۲۸ میلیارده ډالرو ته رسیږي.

بل لور ته د هند په مقابل کې له سعودي عربستان سره د پاکستان تجارت له څلور میلیارده ډالرو څخه هم کم دی. د سعودي عربستان د پترولیم دولتي کمپنۍ (آرامکو) د هند د تر ټولو شتمن پانګوال موکیش امباني له «ریلائنس انډسټریز کمپنۍ» سره د پترولیم په برخه کې د ۷۵ میلیارده ډالرو د پانګونې اعلان کړی دی.

دویچه ویله اردو/ش.ن/م.ج

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب