د هند لومړي وزیر د ګجرات ایالت په بهج ښار کې د عامه غونډې پر مهال د پاکستان ولس ته په خطاب کې وویل: «سوله ییز ژوند وکړئ، ډوډۍ وخورئ، که نه زما ګولۍ خو شته.» پاکستان د مودي دا څرګندونې «پارونکي او «غیر مسؤلانه» بللي.
پاکستان د مودي څرگندونې "تحریک کوونکي" او "غیر مسؤلانه" عمل بللی دی.انځور: W.K. Yousufzai/AP/picture alliance/Gareth Copley/Getty Images
اعلان
په ګجرات کې د نريندر مودي لخوا په خپله وينا کې د پاکستان د خلکو مخاطب کول او ورته د «ګولۍ» ګواښ کول، پاکستان سخت په غوسه کړی دی. د مودي د يادې وينا له امله پاکستان سخت غبرګون ښودلی او دا يې "تحریک کوونکی" او "غیر مسؤلانه" عمل بللی دی. مودي په خپله وينا کې د پاکستان خلک مخاطب کړي ول او ورته ويلي يې ول: «"سوله ییز ژوند وکړئ، ډوډۍ وخورئ، که نه زما ګولۍ خو شته.»
مودي په خپله وينا کې زیاته کړه چې د پاکستان خلک، په ځانګړې توګه ځوانان، باید د ترهګرۍ پر ضد راپورته شي چې خپل هېواد له دې «ناروغۍ» خلاص کړي. هغه ادعا وکړه چې د هند د پوځ د عملیاتو وروسته «د پاکستان هوایي اډې لا هم په عاجل واټ کې دي.»
اعلان
د پاکستان غبرګون
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مودي يادې څرګندونې وغندلې او ویې ویل چې دا ډول بیانونه د ملګرو ملتونو د منشور صریح نقض دی. وزارت وویل: "د یوه اټومي ځواک مشر ته دا ډول ژبه نه ښايي. دا بیانونه نه یوازې د اندېښنې وړ دي بلکې د سیمې د سولې او ثبات لپاره خطرناکې پایلې لري.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې دا ډول بیانونه د ملګرو ملتونو د منشور له اساسي اصولو سره په ټکر کې دي، کوم چې د غړو هېوادونو ته د شخړو د سوله ییز حل او د یو بل د حاکمیت او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د زور یا ګواښ نه کارولو سپارښتنه کوي.
هغه پاکستان میشته ډلې چې هند وايي په نخښه کړي یې دي
07:10
د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغه لا پسې ترینګلې شوې چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۲۲مه د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې یو ترهګریز برید وشو. په دغه بريد کې ۲۶ تنه ووژل شول چې اکثريت يې سیلانیان ول. هند د دې برید پړه پر پاکستان واچوله، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړل او د یوې نړیوالې څېړنې غوښتنه یې وکړه.
د دې برید په غبرګون کې، هند د "سِندوُر عملیات" پیل کړل چې او په پاکستان کې یې يو شمیر هدفونه په نخښه کړل. پاکستان هم د ډرون بریدونو له لارې غبرګون وښود چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو.
د پاکستان د پوځ ویاند، تورن جنرال احمد شریف چودري، هند ته خبرداری ورکړ چې «د اور سره لوبې کوي» او ویې ویل چې د اوربند د هر ډول نقض په صورت کې به پاکستان قوي غبرګون وښيي.
د پاکستان د خلکو د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم د مودي څرګندونې وغندلې او ویې ویل چې «ټول پاکستان د مودي پر ضد متحد دی.» هغه زیاته کړه چې هند د خپلو ناکامیو پټولو لپاره پر پاکستان تورونه لګوي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان هم د مودي د «جنګي هڅو» غندنه وکړه او ویې ویل چې دا ډول اقدامات د سیمې سولې ته ګواښ پېښوي. هغه د کشمیر د خلکو د خود مختارۍ حق ته خپل ملاتړ څرګند کړ.
د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم دوام لري، سره له دې چې د می په ۱۰مه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اوربند توافق وشو. دواړه خواوې یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي او د سیمې امنیتي وضعیت لا هم حساس دی.
پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/AP
هندوستان
په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reuters
اسرائیل
له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratner
شمالي کوریا
د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.