1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د مونشن د بيرو په کلني جشن کې نهه تنه ټپیان شوي

۱۴۰۲ شهریور ۲۶, یکشنبه

د آلمان د مونشن ښار په یو تفريحي پارک کې پر اوسپنیزې پټلۍ ګرځيدونکي د دوو واګونونو په ټکر کې ۹ تنه ټپيان شوي دي. پېښه د اکتوبر د بيرو کلني فيستيوال پر مهال چې په ميلیونونو خلک په کې برخه اخلي، رامنځ ته شوې ده.

Deutschland | Start des 188. Münchner Oktoberfest
انځور: Matthias Schrader/AP/picture alliance

د آلمان پولیسو د يکشنبې په سهار (د سپتمبر ۱۷مه) رپوټ ورکړ چې دغه نهه تنه د شنبې ورځې په ماښام د اکتوبر فیستيوال په لومړۍ ورځ هغه مهال ټپیان شول چې د تفريحي اورګاډو دوو واګونونو له يو بل سره ټکر وکړ.

پولیس وايي چې د هولين بليڅ په نوم دغه سيل ځای لاهم د خلکو پر مخ تړلی دی او د ټکر د رامنځ ته کېدو په تړاو تحقیقات ادامه لري. ویل کېږې چې په نورماله توګه دغه برقي واګونونه چې په سرعت په تاو راتاو پټلیو دورې وهي، له استفادې مخکې په ډېر دقیقه توګه د فني تخنيکرانو له خوا کنټرولیږي.

انځور: Michael Probst/AP Photo/picture alliance

روغتياپالانو ويلي چې په پېښه کې ډېری کسان برسيرن ټپیان شوي، چې درې تنه ېې د لاډېرو معایناتو له پاره روغتون ته وړل شوي دي.

د دغو تفریحي وسایطو مسئول، ويلي اوتینس، د پېښې د رامنځ ته کېدو په تړاو د آلمان خبري آژانس ته وويل چې يو واګون ولاړ وو او بل په نامعلوم دليل ورو په شا راغی. هغه زیاته کړه چې په هر واګون کې شاوخوا ۳۰ کسان سپاره ول: «د دواړو واګونونو تر منځ یو جزوي ټکر رامنځ ته شو او په هغو کې سپاره کسان ټول په خپله ورڅخه راکوز شول.»

د بيرو کلنی جشن د آلمان د بایرن ایالت په مرکز، مونشن، ښار کې ترسره کیږي چې دننه له آلمان او بهر څخه په میلیونو خلک په کې ګډون کويانځور: ANGELIKA WARMUTH/REUTERS

د اکتوبر د بيرو مشهور کلنی فیستیوال د آلمان د بایرن ایالت په مرکز، مونشن، ښار کې ترسره کیږي چې دننه له آلمان او بهر څخه په میلیونو خلک په کې ګډون کوي.

ويل کيږي چې په مونشن کې د هولين بليڅ یا هیلس لايتنګ پارک چې دغه پېښه په کې رامنځ ته شوې په خپل ډول کې یو د سترو تفریحي پارکونو څخه یو دی.

 mks/akh (dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب