مون: د نيجيريا د بريد قربانيان مرستندويان ول
۱۳۹۰ شهریور ۵, شنبهد نيجېريا هيواد په پلازمېنه ابوجا کي د ملگرو ملتونو پر دفتر تره گر بريد 18 انسانان ووژل. اټکل کيږي چي د دغه بريد تر شا به د توندلارو اسلامپالو لاس وي. د ځايي امنيتي چارواکو په وينا پدغه بريد کي څه باندي 60 انسانان ژوبل سوي هم دي. د ملگرو ملتونو سر منشي بان کي مون دغه بريد سخت غندلی دی او و سيمي ته يې خپل معين آشا روسې ميگيرو لېږدولی دی. بان کي مون په خپل غبرگون کي وويل:
« دا د هغو کسانو پر ضد يو بريد ؤ چي خپل ژوند يې د نورو سره د مرستو لپاره وقف کړی ؤ. موږ په سخته توگه سره د دغه کړنې غندنه کوؤ. موږ تر اوسه پوري د قربانيانو په هکله دقيقه شمېرې نه لرو خو اټکل کوؤ چي دغه شمېر به ډېر زيات وي. گڼ شمېر انسانان وژل سوي او زيات نور ژوبل سوي دي.»
د دغه بريد پړه بوکو حرام نومي يوې توندلارې اسلامپالې ډلې په غاړه اخيستې ده. دغه توندلارې ډله په نيجيريا کي د اسلامي شريعت قيام غواړي او د هر ډول لوېديځه تعليم او زدکړو پر ضد ده. دغه ډله د 2010م مېلادي کال راهيسي د دغه ډلې نوم جماعت اهل سُنه لدعوت و الجهاد نوميږي.
امنيتي چارواکي وايي چي ځانمرگي بريد کوؤنکي د جمعې په ورځ ټوله امنيتي خنډونه مات کړل او په چاودېدونکو توکو بار خپل موټر يې د ملگرو ملتونو و دفتر ته ننه ايستی. د رامنځ ته سوې چاودنې له کبله د نوموړي دفتر يوه برخه پر مځکه راپرېوته. پدغه دفتر کي تر 400 څخه زيات انسانان په کار بوخت ول.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم