د ميانمار دولتي ورځپاڼې «ګلوبل نيو لایت آف ميانمار» ويلي دي. « دا درسته نده چې ګواکې يو ان هبيتات دې په راخينه ایالت کې د بيځايه شويو کورنيو د کورونو په جوړولو کې تخنيکې مرستي برابروي.»
دغې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د چارواکو له قوله ليکلي دي: « د ملګرو ملتونو چارواکو ويلي دي چې پر دغې موضوع لا تر اوسه خبرې اترې روانې دي. ګلوبل نيو لایت آف ميانمار پر دغې تيروتنې تاسف ښکاره کوي.»
دغې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ويلي وو چې يو ان-هبيتات موافقه کړې ده چې د بي ځایه شويو خلکو کورنو د بيا جوړولو په برخه کې تخنيکي مرستې برابروي او دغه موسسه به ډير ژر د مسوولانو سره په ګډه د دغې پروژې کار پيل کړي.»
ملګرو ملتونو رويټرز خبري آژانس ته په يوه استول شوي رپوټ کې ويلي دي چې په دې اړه د دوي استاځو روانه اوونۍ د ميانمار په پلازمينه نايپايتا کې د ميانماري چارواکو سره خبرې اترې لرلې خو «تر اوسه» کوم توافق ته ندي رسيدلي.
د ميانمار په لويديځ راخينه ايالت کې د اګست مياشتې تر تاوتريخوالو وروسته څه د پاسه ۶۰۰ زره روهنګيايان ګاونډي هيواد بنګله ديش ته مهاجر شوي دي. ملګرو ملتونو په راخينه کې د ميانمار پوځ لخوا روهنګيايانو پر وړاندې ترسره شوي تاوتريخوالي؛ لکه: جنسي تيري، د کورونو سوځول او وژنې، په لوی لاس د دغه مسلمان اقليت د لمنځه وړل يا نسل وژنه بللې ده.
که څه هم ميانمار وايي چې په راخينه کې يې پوځي عمليات د سپټامبر په پنځمه درولي دي، خو په وروستيو وروځو کې هم له دغه ځايه په زرونو روهنګيايي مهاجر د نف سيند څخه په تيريدو بنګله ديش ته مهاجر شوي دي.
د میانمار مشرې اونګ سان سو ويلي دي په بنګله ديش ته تللی هر بيځایه شوي کس چې دا ثابته کړي د ميانمار اوسيدونکی دی کولای شي بيرته دغه هيواد ته وګرځي، خو دا معلومه نده چې آيا بنګله ديش ته تللي مهاجر به بيرته ميانمار ته د تلو اجازه ولري او که نه.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.10.2017):
د میانمار په سونو زره روهنګیا اقليت، په خپل ټاټوبي کې له تاوتریخوالي څخه په بنګله دیش کې د یوه خوندي ژوند په لټه کې دي. خو د ناف سیند پر بله غاړه بې وزلي او ناخواله ژوند هغوی ته انتظار باسي.
انځور: Reuters/J. Silvaدغه روهنګیا کورنۍ له خپل ټاټوبي وتلو ته اړ شوې ده. له څور ورځو راهیسې هغوی سفر کوي، څو د میانمار او بنګله دیش تر منځ له ناف سیند څخه واوړي او خوندي ځای ته ورسیږي. د هغوی هدف پولې ته څیرمه د کوکس بازار سیمه کې د مهاجرو کمپ دی. د هغوی ټول سامان ښایي په یوه پلاستیکي کڅوړه او یوه ټوکرۍ کې ځای شي.
انځور: Reuters/J. Silvaد پولې بلې غاړې ته د بنګله دیش پوځ د مهاجرو د سفر مخه نیسي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د اګست میاشتې له پای راهیسې ۵۸۲۰۰۰ روهنګیا مسلمانان له میانمار څخه بنګله دیش ته تښتیدلی دي.
انځور: Reuters/Z. Bensemraله ناف سیند څخه په کوچنۍ کښتۍ کي تیریدل شا او خوا ۴۰ یورو مصرف لري، چې د ۵۰ یورو میاشتني معاش لرونکي له پاره یې ورکول ګران کار دی. له سیند څخه د تیریدو پر مهال تل د کښتیو د اوښتو پیښې رامنځ ته کیږي. انسانانو ته د خپل ژوند په بیه تیښته تمامیږي.
انځور: Reuters/J. Silvaدغه میرمن له خپلو ماشومانو سره په دې توانیدلې چې د ناف له سینده واوړي او په بنګله دیش کې خوندي ځای ته ځان ورسوي. مخکې له دې چې پولې ته څیرمه دې ته انتظار وباسي چې د مهاجرو یوه کمپ ته د تګ اجازه تر لاسه کړي، د شولو پټيو ته څیرمه خپل ځان هوسا کوي.
انځور: Reuters/J. Silvaپولې ته څیرمه په سونو روهنګیا مهاجر دې ته انتظار باسي چې د وړاندي تګ اجازه تر لاسه کړي. د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالی کمیسارۍ یا یو ان اچ سي آر، په وینا یوازي د یکشنبې له ورځې راهیسې ۱۵۰۰۰ انسانان بنګله دیش ته ورغلی دي. هغوی ټول غواړي چې په کوکس بازار کې د کوتوپالونګ مهاجرو کمپ ته ورشي.
انځور: Reuters/J. Silvaله خپل هیواد څخه بې ځایه شوي په زرونو روهنګیا په ډیر ناخواله وضعیت کې ژوند کوي چې زیاتره یې تشنابونو او د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او پر لنده ځمکه ویده کیدو ته مجبوره دي. ځکه چې کمپونه له پخوا څخه ډک شوي دي او یو احتمالي انساني ناورین د رامنځ ته کیدو په حال کې دي. نړیوال مرستنیدویه سازمانونه لا په دې نه دي توانیدلي چې پر بیړني وضعیت برلاسي شي.
انځور: Reuters/Z. Bensemraد میانمار په لویدیځ کې په رخینه ایالت کې وروسته له هغې وضعیت ترینګلی شوی چې روهنګیا یاغانو پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل. د میانمار پوځ دغو بریدونو ته له تشدده ډک غبرګون وښود. په سونو روهنګیا ووژل شول او د هغوی کورونو او کروندو ته اور ورته کړل شو. ملګري ملتونه د بشريت ضد جرمونو او ایتنیکي تصفیې څخه یادونه کوي، څو په دغه بودایي هیواد کې میشت روهنګیا مسلمان لږکي هیواد پریښوولو ته اړ شي.
انځور: Reuters/S. Z. Tunنړیوال انتقادونه وار په وار زیاتیږي، تر ټولو زیاته د نوبل د سولې جایزې د ګټونکي آن سان سوچي په هکله. د حکومت باالقوه مشري د ملي یووالي له پاره غږ کړی دی، خو حکومت لا هم روهنګیا لږکیو ته د غیر قانوني کډوالو په سترګه ګوري. د میانمار د پوځ بانفوذه مشر هم د روهنګیا پر وړاندي پر خپل سخت دریځ باندي ټینګار کوي.
انځور: Getty Images/AFP/Ye Aung Thu