په کابل کي تر خونړۍ چاودني وروسته د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل ويلي دي چي افغانستان ته به لا دقيق نظر وکړي. صدراعظمۍ ته کانديد مارتين شُلڅ د افغان مهاجرو د اخراج د بندولو غوښتنه کړې ده.
اعلان
له هغه وروسته چي د چهارشنبې په ورځ په کابل کي د آلمان سفارت ته نژدې خونړی بمي بريد وسو، په آلمان کي د افغان مهاجرو د اخراج په اړه بحثونه خورا تاوده سوي دي. په داسي حال کي چي د سوسيال ديموکرات او زرغون ګوندونو يو شمېر سياستوالو افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج د بندولو غوښتنه کړې، د مسيحي اتحاد سياستوال د اخراج د پاليسۍ دفاع کوي.
په دې ترڅ کي د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوال او په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي صدراعظمۍ ته کانديد مارتين شُلڅ هم د اخراج پروسې درول غوښتي دي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ په برلين کي وويل چي د افغان مهاجرو اخراج دي په مؤقتي توګه ودرول سي، څو د افغانستان د امنيتي وضعي په تړاو د آلمان د کورنيو چارو وزارت نوې ارزونه نه وي بشپړه سوې.
شُلڅ په داسي حال کي دا غوښتنه کوي چي افغانستان ته د رد سوو افغان مهاجر لېږد د هغي ارزوني پر بنسټ کيږي چي وايي په افغانستان کي امن ځايونه هم موجود دي.
د آلمان صدراعظمي انګلا ميرکل د پنجشنبې په ورځ په برلين کي وويل چي په کابل کي تر خونړي بريد وروسته بايد اوس «افغانستان ته بيا دقيق نظر وکړو.» د هغې په وينا د آلمان حکومت په اصولي توګه د رد سوو مهاجرو د اخراج پر پاليسي ولاړ دی. يو شمېر کتونکي اټکل کوي چي ښايي انګيلا ميرکل داسي اشاره کړې وي چي د افغانستان د امنيتي وضعيت په تړاو ارزونه به بيا تر سره سي.
(dpa,afp/WA)
زموږ له ارشيف څخه:
اروپا ته د رسېدو له پاره تر «مرگوني لاري» تيريدل
ځيني ځوان مهاجر د ښه ژوند کولو له پاره اروپا ته د تگ «مرگونې لار» غوره کوي. که هغوی روغ رمټ هم ورسيږي، کيدای سي چي ونيول سي او بيرته ولېږل سي. خو دوی بيا هم دغه کار کوي.
انځور: DW/F.Scoppa
په ځنگلونو کي
څو تنه افغان مهاجر له دې ويري چي پوليس ئې و نه نيسي، د فرانسې پر لور يوه ۱۲ کيلومتره لنډ ځنگلي خو «مرگونې لار» غوره کوي.
انځور: DW/F.Scoppa
مخفي لار
ځيني مهاجر د ايټاليا له «ونتيميلا» ښار څخه د فرانسې «منتون» ښار ته د رسېدول له پاره پر پښو له دغو تونلونو يا د اورگاډي د پټلۍ بغل نيسي يا پر غرونو ور اوړي. خو د دغو لارو هره يوه چي انتخاب کړي د مرگ خطر ورسره تړلی دئ.
انځور: DW/F.Scoppa
ډير مهاجر پر هغو لويو لارو چي فرانسې ته رسيږي خپل سفر ته دوام ورکوي. خو هغوی په دې انتخاب له خپل ژوند سره لوبي کوي.
انځور: DW/F.Scoppa
د دوی ډېری هيڅ معلومات نه لري چي پر دغه «مرگونې لار» څه پيښيدای سي. هغوی له ځانه سره هيڅ خواړه او اوبه نه لري، نو د ځنگله له اوبو او وښو څخه کار اخلي.
انځور: DW/F.Scoppa
مهاجر پر لاري باندي په هغو ځايونو کي استراحت کوي چي بزگرانو جوړ کړي وي. دوی خپل زاړه يا خيرن کالي دلته پريږي او پاک اغوندي څو د فرانسې د پوليسو له شکه ځان وساتي.
انځور: DW/F.Scoppa
دلته د فرانسې او ايټاليا ترمنځ سرحد کي د لار ښووني يو بيرغ ښکاري څو خلک پوه سي چي دوی له کومه ځايه تيريدای سي. د فرانسې حکومت تر دوهم نړيوال جنگ وروسته له ايټاليا څخه د مهاجرو د راتگ د مخنيوي په موخه دغه اغزن ديوال جوړ کړ.