ميرکل او براون: بانکونه بايد په تير او روان مالي بحران کي خپله ونډه ترسره کړي
۱۳۸۹ فروردین ۱۳, جمعهټايمز ليکلي ول ، چي برتانيې په دغه برخه کښي ډير لږ قدمونه پورته کړي دي ، او دا پداسي حال کښي چه جرمني پر ډيري سپما سربيره د ښووني او روزني او علمي تحقيقاتو په برخه کښي لا نور هم مصارف ډير کړيدي . ځکه نو په همدې مناسبت د انګلستان په علمي اکاډمۍ رويال سوسايټي کښي پرون ماپښين صدراعظمي انګيلا ميرکل هغه په ګډه سره ولمانځل، اوويې ويل:
« د برتانوي او الماني علمي اکاډميانو تر منځ ډيره نژدې ګډه همکاري موجوده ده . دا يو ډير برياليتوب دی ، چه موږ په جرمني کښي اوس د ليوپول ډينا سره يوه ملي اکاډمي لرو . پدې وسيله د رويال سوسايتي سره ګډ کار اسانه کيږي . »
د انګلستان په علمي اکاډمۍ کښي د صدراعظمي انګيلا ميرکل بيانيې 25 دقيقې دوام وکی. ددې دمخه دې د انګلستان د صدراعظم ګوردن براون سره په چيکرس کښي ليدلي وه ، او ده ته يې د بانکي مصارفاتو الماني موډل په باب پوره معلومات ورکړل ، کوم چه د چارشنبه په ورځ د جرمني په کابينه کښي تصويب سوي وه .
د جرمني په غوښتنه بايد مالي ارګانونه او بانکونه په آينده کښي د کاله يو مليارډ ايرو د ثبات په نامه يوه صندوق کښي واچوي . دغه پيسې به بيا پر اقتصادي راتلونکو بحرانو باندي غلبه حاصله کي . دې بيا وويل:
« زه خوشاله يم چه په انګلستان کښي هم داسي نظر موجود دی چه د تادياتو دغه ډول يو صندوق جوړ سي . موږ پر دې خبري سره وکړې چه د اروپايي ټولني په چوکاټ کښي يوه ګډه کميټه جوړول غواړو . او بيا د اروپايانو په حيث په G20 سرمشريزه کښي هم . زه فکر کوم چه د امريکايانو سره په ګډه . چه دا ټول به په بين امللي سطح ددې شروع وي ، تر څو ددې اطمينان حاصل سي چه بانکونه که د يوه اقتصادي بحران سره مخامخ کيږي ، نو نه عادي خلګ او ماليه ورکونکي د مشکلاتو سره مخامخ ، بلکه دوی پخپله خپل رسک او خطر پر غاړه واخلي . »
په انګلستان کښي بايد دولت د3 غټو بانکو سره مالي کومک کړی وای ، تر څو سقوط يې نه وای کړی . د ګوردن براون حکومت تر هغه وروسته د مؤقتي وخت دپاره پر بانکو ماليه وضعه کړې ده ، تر څو د خپلي قرضې يوه برخه بيرته پلاس راوړي .
د ګوردن براون د هغه نيت څخه چه د بانکو څخه دي ماليه واخيستل سي ، بين امللي حمايه ونسوه ، خو بيا د جرمني د حکومت د وروستۍ فيصلې څخه چه بانکونه دي د ثبات يو صندوق جوړ کي ، په انګلستان کښي د علاقه مندۍ وړ وګرزيدل . انګيلا ميرکل وويل:
«په برتانيه کښي موږ پر هغه باندي ډير هراړخيزه بحثونه وکړل، لکه د امريکا په متحده ايالاتو کښي . او موږ يوازي پر دې خبري وکړې چه موږ غواړو د بانکي مصارفاتو دغه ډول صندوق په ټوله اروپا کښي رامنځته کو . په دغه برخه کښي ډير زيات توافق موجود ؤ . »
صدراعظمي انګيلا ميرکل د موقع څخه په استفاده سره په لندن کښي د اقليم ساتلو پر موضوع باندي هم خبري وکړې . دې د انګلستان په علمي اکاډمۍ کښي د هغه بحران څخه خبري وکړې ، چه د کوپن هاګن د اقليم ساتلو د کنفرانس تر ناکامه کيدو وروسته رامنځته سوی دی .
Hesse, Sebastian/ محمد قاسم نوري
کتونکی. زيارمل