په پارلمان کې د ميرکل مسیحي دیموکرات او د هغې متحد مسيحي سوسیال او ائتلافي ملگري سوسیال دیموکرات په ټولیزه توگه ۳۹۹ استازي لري. له هغې وروسته د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شټاینمایر په برلین کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ «بیلیوو» کې ميرکل رسما د آلمان صدراعظمی په توگه ونوموله.
د میرکل اوږد سیاسي سفر په انځورونو کې
انگلا میرکل څرنگه د پخواني ځتیځ آلمان له یوې مذهبي کورنۍ څخه ځان د آلمان تر ټولو مهم او لوړ دولتي پوست ته ورساوه؟ کیسه یې په دغو انځورونو کې ولولئ.
انځور: Reuters
میرکل د آلمان د سیاست په ډگر کې لومړی د محافظه کار گوند تر رهبري ورسیده او بیا د آلمان صدراعظمه شوه. هغه تر اوسه پورې درې وارې پرله پسې لومړۍ وزيره ټاکل شوې او اوس يې پر دغه چوکۍ تقريبا ۹ کاله پوره کيږي.
میرکل له سیاسي لحاظه د ختیځ آلمان په اپوزیسیون کې فعاله شوه. د ختیځ او لویدیځ آلمان تر یوځای کیدو وروسته د هغې گوند له مسیحي دیموکرات اتحاد (CDU) سره یوځای شو. د آلمان د هغه وخت صدراعظم هلموت كول له میرکل څخه ملاتړ وکړ او هغه ته یې په خپلې کابینې کې کار ورکړ.
انځور: Reuters
میرکل په CDU کې ډیر پرمختگ وکړ او د دې گوند مشره شوه. کله چې دغه گوند په ۲۰۰۵ کال کې له سوسیال دیموکراتانو سره لوی ایتلاف وکړ، هغه د آلمان لومړۍ ښځینه صدراعظمه شوه.
انځور: Reuters
میرکل د آلمان، اروپا او نړۍ په سیاسي ډگر کې قوي څرگنده شوې ده. هغې د اروپايي مالي کړکیچ پر مهال له خپل موقف سره د آلمان له گټو څخه دفاع وکړه. د هغې منتقدین نیوکه کوي چې میرکل ډیر سیاسي مانورونه ترسره کوي. په دې مورد کې هغوی په آلمان کې د امریکا متحده ایالاتو د جاسوسي بربنډونې د بیلگې په توگه یادوي.
انځور: Reuters
پوتین او میرکل دواړه یو له بل سره په آلماني او روسي ژبو خبرې کوي. داسې ښکاري چې د دواړ اړیکې ښې وي خو د کریمیا موضوع د دواړو هیوادونو اړیکې یو څه ترینگلې کړې دي.
انځور: picture-alliance/dpa
میرکل له خپل لومړي میړه نه بیله شوه. هغې بیا وروسته له یواخیم ساویر سره واده وکړ. که څه هم میرکل خپل اولادونه نه لري خو یواخیم له خپلې مخکینۍ میرمنې څخه دوه زامن لري. میرکل په برلین کې له خپل میړه سره په یوه اپارتمان کې ژوند کوي او پخپله خپله سودا رانیسي.
میرکل د آلمان د فوټبال ملي لوبډلې مینه واله ده او د دغې ډلې په مهمو لوبو کې د تماشه کوونکي په توګه گډون کوي. نوموړې د نړیوال جام د پای لوبې د کتلو لپاره هم ورغلې وه.
انځور: Reuters
انځورونه1 | 12
له شټاینمایر سره تر ملاقات وروسته ميرکل په پارلمان کې د دي مقام له پاره د لوړې مراسم پر ځای کړل او ويې ويل چې د خپل هیواد د خلکو د ښیگڼو او مصالحو له پاره به بې له توپیره کار وکړي: «زه لوړه کوم چې د آلمان د ولس د ښیگنې له پاره به خپل ټول توان وقف کړم، د گټو له پاره به يې هڅه وکړم او هغه ته به د تاوان رسیدو مخه ونیسم، د آلمان د فدرالي جمهوریت اساسي قانون او فدرالي قانون ساتنه او دفاع وکړم. د زړه له کومې به خپل مکلفیتونه پر ځای او د هر شخص په حق کې به عدالت عملي کړم. له خدای څخه توفیق غواړم.»
د المان د فدرالي جمهوریت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د حکومت جوړلو بهیر دومره اوږد شوو. وجه یې دا ده چې سوسیال دیموکرات گوند تر پارلماني ټاکنو وروسته له دې څخه ډډه وکړه چې له ميرکل سره بیا ائتلافي حکومت جوړ کړي. د ميرکل مسیحي دیموکرات او د هغې متحد مسيځي سوسیال په لومړي سر کې هڅه وکړه چې له لیبرال دیموکرات او زرغون گوندونو سره یو ائتلافي حکومت جوړ کړي، خو لیبرال دیموکرات په وروستۍ شیبه کې د ائتلاف پر سره له څیړنیزو خبرو اترو څخه ووت او اعلان یې وکړ چې هغه نه غواړي د ميرکل په مشرتوب په حکومت کې گډون وکړي. له هغې وروسته ميرکل له سوسیال دیموکرات سره یو ځل بیا د یو ستر ائتلافي حکومت د جوړولو خبرې اترې پیل کړې او هغه بالاخره بریالی شوه چې د دغه گوند ملاتړ ترلاسه کړي.
د آلمان د اقتصاد نوي وزیر، پیتر التمایر چې له دې مخکې د صدارت د چارو رئیس وو تر ايي ورکولو وروسته وویل: « دغې شیبې ته ډيرو خلکو انتظار لاره.» هغه یادونه وکړه: «د دې له پاره سړی اوس د هوسایی احساس کولای شي او دا د خوښې ځای دی.»