د افغانستان حکومت خپله دا خبره کوي چي په هیڅ صورت هغه افغانان آلمان ته نه ځي چي تر ټولو زیات له خطر سره مخامخ دي او بې وزلي دي، بلکي هغه کسان دي چي د ټولني په منځنۍ طبقې پوري اړه لري.
ميرکل وويل: «زه نه کولای سم او نه هم اجازه لرم چي دغه شان زيګنال ورکړم: جرمني فکر کوي چي په افغانستان کي ۲۹ميليونه افغانان (...) تر نه منلو وړ شرايطو لاندي ژوند کوي، او دا چي هلته سړی ژوندی نسي پاتېدای. دا هغه معضله ده چي اوس موږ پکښې راګير يوو.» د ميرکل د دغي جملې موخه هغه اختلافات دي چي همدا اوس ئې د جرمني څيني ايالتونه د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کي لري.
ځيني ایالتونه وايي چی په افغانستان کي امنيتي وضعيت ته په کتو سره ځيني مهاجر بايد اخراج نه سي خو ځيني بيا د مرکزي حکومت پر پريکړه عمل کوي چي وايي په افغانستان کي داسي امن سيمي سته چي سړی پکښې ژوند وکړي.
آلماني چارواکي وايي اخراج سوي هغه افغان مهاجر دي چې د درو محکمو لخوا یې د رد څوابونه ترلاسه کړي دي. دوي نور په آلمان کې د پاتې کيدو چانس نلرود.
انځور: Sirat
تر ۷ کلونو وروسته اخراج
عبيد (د منځ کس) وروسته له ۷ کلونو له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوی. هغه دويچه ویله ته وويل: «خوشاله يم چې وروسته له اوو کلونو خپل وطن ته راګرځيدلی یم».
انځور: Sirat
تير ژوند نه ناراض راتلوکې څخه ويره
خو عبيد افغانستان کې د خپلې راتلونکې په هکله ډاډمن ندی او نه پوهيږي چې څه وکړي. هغه وايي آلمان کې۷ کاله ژوند عبث تير شول، ځکه نه ورته د تعلیم چانس برابر شو او نه هم تابعت ورکړل شو.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad
د ناامنيو اثرات
افغانستان کې د ناامنيو په زياتيدو سره جوخت، اروپا کې د افغان مهاجرو د اخراج سره هم مخالفتونه زيات شوي دي. د کابل پر پوځي روغتون بريد نه وروسته په اروپايي رسنيو کې يو ځل بیا د افغان مهاجرو د اخراج پر مسئله بحثونه تاوده شوي دي.
انځور: Reuters/M. Ismail
ملکي تلفات او د مهاجرت بحثونه
د افغانستان په ناامنيو کې د ملکيانو د تلفاتو زياتيدل په اروپايي رسنيو کې يو بل جلا بحث دی. دغه بحث د افغان مهاجرو د اخراج له مسئلې سره تړلی دی. اروپا کې د اخراج مخالفان افغانستان ناامن او د اخراج لپاره یې مساعد نبولي.