1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکرون: که ترمپ د نوبل جایزه غواړي د غزې جګړه دې بنده کړي

گل غوټۍ پوپل | رویترز،اسوشتیدپرس
۱۴۰۴ مهر ۲, چهارشنبه

د فرانسې ولسمشر ویلي دي چې که ترمپ واقعاً غواړي د نوبل د سولې جایزې گټونکی سي، باید د غزې په تراډه کې جګړه پای ته ورسوي. ترمپ په عمومي اسامبلۍ کې دا خبره واضح کړې وه چې غواړي ددغې جایزې گټونکی سي.

واشنگټن: د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ او د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د لیدنې کتنې پر مهال
مکرون: که ترمپ د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کول غواړي د غزې جګړه دې بنده کړيانځور: Alexander Drago/REUTERS

دفرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون چې د ملگرو ملتو په عمومي اسامبلې کې د گډون له پاره په نیویارک کې دی، په یوې مرکې کې ویلي دي چې یوازي ترمپ دا قدرت لري چې د غزې په تراډه کې د جگړې د پای ته رسولو له پاره پر اسرائیل فشار راوړي.

مکرون چې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۲۲مه) د خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت پیژندل اعلان کړل، د فرانسې «بي اف ام» ټلویزیوني شبکې ته د جگړې د پای ته رسیدو له پاره پر اسرائیل باندې د فشار د راوړلو په اړه وویل: «یو کس سته چې کولای سي په دې برخه کې کوم کار وکړي او دغه کس د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دی.»

د فرانسې ولسمشر زیاته کړې ده: «او هغه دلیل چې نوموړی کولای سي زموږ په پرتله ډیر کار وکړي دادی چې موږ [اسرائیل] ته وسلې نه استوو چې د غزې په تراډه کې د جگړې د دوام سبب سي. موږ دا ډول تجهیزات نه استوو. د امریکا متحده ایالات دغه کار کوي.»

ترمپ غواړي د نوبل د سولې جایزه واخلي

ترمپ د سه شنبه په ورځ د ملگرو ملتو په عمومي اسامبلې کې په خپلې وینا کې د ځینو موضوعگانو په هکله خبرې وکړې. هغه د فلسطیني دولت د په رسمیت پیژندلو په هکله د خپلو لویدیځو متحدینو اقدامات رد کړل او ویې ویل چې دا ډول اقدام د حماس وسله والې ډلې ته د انعام ورکولو په معنی دی.

سره له دې، ترمپ په دغه وینا کې د غزې د جگړې پر بندیدو باندې ټینگار وکړ: «موږ باید په غزه کې جگړه سمدستي بنده کړو. موږ باید سمدلاسه د سولې په هکله خبرې اترې وکړو.»

مکرون د دغو څرگندونو په پام کې نیولو سره وویل: « زه د امریکا د یوه داسي ولسمشر شاهد یم چې دخیل دی، هغه څوک چې نن یې په غونډه کې ټینگار وکړ 'زه سوله غواړم. ما ۷ شخړې حل وفصل کړي دي'، هغه څوک چې د نوبل سولې د جایزې غوښتونکی دی. د نوبل د سولې جایزه هغه وخت ممکنه ده چې تاسو دغې جگړې ته د پای ټکی کښیږدی.»

د کمبوډیا ، اسرائیل او پاکستان په څېر هیوادونو، ترمپ د نوبل د سولې جایزې د په لاس ته راوړلو له پاره کاندید کړی دی. ترمپ په خپله ادعا کړې ده چې ددغې جایزې د ترلاسه کولو وړدی چې په تیرو وختونو کې له هغه څخه مخکې یې څلورو سلفانو ته ورکول سوې ده.

اړوند:پاکستان ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې جایزې له پاره نومولی

د سپینې ماڼۍ ویاندې، انا کلي ویلي دي: «ولسمشر ترمپ د هغو کسانو په پرتله چې په ملگرو ملتونو کې حضور لري، د سولې له پاره ډیر کار کړی دی.»

ولسمشرترمپ هم د ملگرو ملتو په عمومي اسامبلې کې څرگنده کړه چې دغې جایزې ته په تمه دی: « هرڅوک وايی چې زه باید د نوبل جایزه ترلاسه کړم، خو زما له پاره به ريښتینې جایزه هغه هلکان او نجونې وي چې ژوندي پاته کیږي ترڅو لوی سي، ځکه چې په میلیونو کسان به نور په نه ختمیدونکو جگړو کې نه وژل کیږي.»

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل