مکسیکو سختي زلزلې لړزولی ـ د څونامي خبرداری
۱۳۹۶ شهریور ۱۷, جمعهد مکسیکو په سویلي ایالت چیاپس کې د سختې زلزلې له کبله تر اوسه د دوو کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. د پاسفیک د څونامي د خبرداري مرکز رپوټ ورکړی دی چې د۷۰ سانتي مترو په لوړوالي یوه څونامي د مکسیکو سواحلو ته رسیدلې ده. تر دې دمخه دغه مرکز ویلي ول چې په درو ساعتونو کې د سترې څونامي د رامنځ ته کیدو احتمال شته.
دغه خبرداری په پاسفیک کې د مکسیکو، ګواتامالا، هندوراس، ایلسوادور، کوستاریکا، پاناما، نیکراګوا او ایکوادور سواحلو ته متوجه دی. دا چې دغه څونامي هوايي، ګوام او د پاسفیک نورو ټاپوګانو ته احتمالي خطر پیښولی شي، لا ارزول کیږي. خو د امریکا متحدو ایالاتو لویدیځ ساحل ته د څونامي کوم خطر متوجه نه دی.
د متحدو ایالاتو د ځمکې پیژندنې ادارې د ریشتر پر مقیاس د دغې درجې شدت ۸،۰ ښوولی دی. خو د مکسیکو د زلزلې پيژندنې انستیوت بیا د زلزلي شدت ۸،۴ درجې ښوولی دی. د دغه انستیتوت په وینا زلزله د تونالا سویل لویدیځ په ۱۳۷ کیلومترۍ کې د ۱۹ کیلومترو په ژوروالي کې رامنځ ته شوې ده.
دغه زلزله چې د مکسیکو سټي، څخه ۱۰۰۰ کیلومتره وړاندې رامنځ ته شوې، هم په دغه ښار کې کورونه لړزولي دي. خلک له ویري له خپلو کورونو راوتلي ول. د مکسیکو په یو شمیر ښارونو کې د جمعې په ورځ ښوونځي تړلې پاتیږي، څو د زلزلې له کبله ودانیو ته اوښتونکی احتمالي زیان وارزول شي. د دغه هیواد په سویل کې یو شمیر ودانیو ته زیان اوښتی دی. په دغه شدت سره زلزلې په پخوانیو وختونو کې ډیر سخت زیانونه اړولي دي.
د مکسیکو ولسمشر اینریکا پینا نیتو، په سملاسي توګه د بیړنیو اقداماتو د تر سره کولو اعلان کړی دی. هغه د اړونده حکومتي ادارو د یوې بیړنۍ کمیټې د جوړولو اعلان کړی دی، څو وضعیت وڅاري، ويې ارزوي او اړین ګامونه واخلي.
په عین وخت کې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر میګیول اینجل اوسوریو چونګ، د طبیعي پيښو د بیړنۍ کميټې غونډه رابللې ده څو نور ګامونه همغږي کړي.
له ۱۹۸۵م کال وروسته سخته زلزله
د مکسیکو د ملکي خلکو د ساتنې ادارې ویلي دي چې دا د ۱۹۸۵م کال وروسته تر ټولو سخته زلزله ده. هغه مهال د څونامي په پایله کې زرونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
زموږ له ارشيف څخه: