1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په مکسيکو کي يوه عجبه غلا

۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبه

په مکسیکو کې وسله وال غله د دغه هيواد د سکو د تولید ملي خپلواکې ادارې ته ننوتي او د میلیونونو ډالرو په ارزښت سکې یې غلا کړي دي. ځايي رسنۍ شک لري چې دولتي چارواکو به هم له غلو سره همکاري کړې وي.

Mexiko Polizisten
انځور: Reuters/L. Cortes

د مکسیکو د امنیت وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د وسله والو غلو یوه ډله د دې هیواد د سکو د تولید ادارې ته ننوتي دي او د ۵۰ میلیونه مکسیکويي «پیسو» په ارزښت یې د سرو زرو سکې غلا کړي دي. پیسو د مکسیکو د پولي واحد نوم دی. د غلا شویو سکو ارزښت د ډالرو په حساب دوه نیم میلیونه کیږي.

د مکسیکو سیتي د پولیسو د یوه رپوټ په حواله، دوه کسان چې له یوه سره یې وسله هم وه، د یوه ساتونکي تر راچپه کولو او له هغه څخه د وسلې تر اخیستلو وروسته، دې ادارې ته ننوتي دي. د دوی له ډلې څخه یوه یې بیا د ادارې خزانه پرانیستي او یو بکس یې له ۱۵۶۷ طلایي سکو ډک کړی، او بیا له هغه ځایه وتلي دي.

داسې شک کیږي چې د سکو جوړولو دغې ادارې ځینو چارواکو له غلو سره همکارې کړې ده. د مکسیکو د سکو جوړولو اداره چې د «ملي مینت» په نوم یادیږي یوه مستقله اداره ده.

د مکسیکو دغه طلايي سکې له ۳۴ ګرامه خالص سرو زرو جوړې شوې او د هرې یوې ارزښت یې ۱۹۱۶ ډالره دی.

(ms/nz (EFE, Reuters, AP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل