مکسیکو: محکمې د ولسمشر په توگه د پینا نیټو ټاکل تائید کړي
۱۳۹۱ شهریور ۱۱, شنبهاعلان
په مکسیکو کې یوې ټاکنیزې محکمې تیره ورځ د ولسمشر په توگه د انرکي پینا نیټو، ټاکل کیدل تائید کړي دي، خو د هغه د سیال اندرس مانویل لوپیز اوبرادور، خپله ماتې نه مني. محکمې د لوپیز دغه عریضه خارجه کړې ده چې د ټاکنو پایلې لغوه اعلان کړي. لوپيز په پینا نیټو د بډو د ورکولو او په پیسو د رایې د اخیستو تورونه لگوي. په مکسیکو د ولسمشرې ټاکنې د جولایې په میاشت کې تر سره شوې وې. په پام کې ده چې پینا نیټو به د دسمبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د نوي ولسمشر په توگه لوړه وکړي.