مک کال: له طالبانو سره دي د امریکا د استازو لیدني بندې شي
۱۴۰۲ مرداد ۱۳, جمعهپه دوحه کې د طالبانو له استازو سره د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست او د افغانستان ښځو، نجونو او بشري حقونو له پاره د امریکا استازې رینا امیرې د لیدنې په اړه د نیوکو په دوام، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رئیس مک کال په یوه ټویټ کې ویلي دي، چې افغانان له طالبانو سره د متحده ایالاتو د لا زیاتې ښکیلتیا غوښتنونکي نه دي.
د هغه ټویټ له مخې چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له لورې نشر شوی، مک کال ویلي دي: «افغانان له طالبانو سره د امریکا لا زیات تعامل نه غواړي، ځکه چې دا د ښځو او نجونو سره مرسته نه کوي او طالبان نورمال کوي.»
مک کال ویلي دي چې د امریکایي استازو او طالب استازو ترمنځ ناستې دې بندې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دې لیدنه کې د اقتصادي ثبات، بشري حقونو او د نشه یي توکوله قاچاق سره د مبارې په تړاو خبرې شوې دي.
په ځانګړي توګه د دې غونډې د توجې کولو په اړه د رینا امیري پر ټویټ په ټولنیزو شبکو کې افغانانو سخت انتقادونه کړي دي.
رینا امیري په یوه ټویټ کې ویلي: «د افغانانو او د بشري حقونو د مدافعینو پراخ ټینګار له طالبانو سره د مستقم تعامل د اړتیا له مخې، د بشري حقونو په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو په اړه له طالبانو سره په خبرو کې له خپلو همکارانو سره یو ځای شوه.»
دا موضوع په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د یو شمېر مدافعینو له توند غبرګون او اعتراض سره مخ شوه. منتقدین استدلال کوي چې طالبان به د ښځو پر وړاندې په خپلو سختو محدودیتونواو تبعیضي سیاستونو کې هیڅ بدلون را نه ولي.
WA/FZ/NZ