مک کریستال افغانستان ته بلل شوی
۱۳۹۰ آبان ۶, جمعهد هغه دغه سفر چې په پام کې ده په راروانه میاشت کې به تر سره شي، د هغه د ګوښه کیدو وروسته افغانستان ته لمړنی سفر دی.
د ۲۰۱۰م کال د جون په میاشت کې د، سټون میګزین، په نامه د یوې مجلې سره تر مرکې کولو وروسته هغه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما له لوري له خپلې دندې ګوښه شوی وو.
په افغانستان کې میشت د امریکا متحده ایالاتو چارواکو او سپیني ماڼۍ د مک کریستال د سفر په اړه کومه نیوکه نه ده کړې.
د امریکا متحده ایالاتو یو لوړپوړي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:
«هغه سپینې ماڼۍ ته خبر ورکړی او هغوې په دې اړه کومه ستونزه نه لري.»
چارواکي ویلي دي چې دغه سفر به مک کریستال او د هغه میرمنې ته د یوي افغاني خیریه مؤسسې سره د کار د تعقیبولو زمینه برابره کړي. دغه ټولنه آشیانه نومیږي چې په افغانستان کې د بې وزله ماشومانو سره مرستې کوي.
کله چې مک کریستال په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو مشري پر غاړه لرله، هغه د افغان ولسمشر او نورو افغاني چارواکو سره نږدې اړیکي لرلې.
په داسې حال کې چې د کرزي او متحده ایالاتو اړیګې کله نا کله ترینګلې کیږي، کارپوهان په دې آند دي چې مک کریستال کولی شي د یو غیررسیمي ارتباطي کس رول ولوبوي.
مک کریستال د ګولد ستون د مجلي سره د مرکې کولو وروسته له خپلې دندې ګوښه کړای شو. د دغې مجلې لخوا په خپره شوي مقاله کې د مک کریستال له خولې د سپینې ماڼۍ په مشرۍ باندې ملنډې وهل شوې وې.
د فرانسې خبري آژانس/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش