د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر او د میانمار یوه لوړپوړي دیپلومات د جمعې په ورځ د میانمار په پلازمینه کې سره ولیدل. وزارت زیاته کړې ده چې په دې لیدنه کې میانمار له بنلګه دیش څخه وغوښتل چې پر دغو روهینګیا بې ځایه شويو باندې مرستې بندې کړي.
په دې اړه د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «ميانمار له بنګله دیش څخه وغوښتل چې په ځانګړې توګه پر دغو کسانو باندې مرستې بندې کړي ... او وړانديز يې وکړ چې دغه مرستې دې د ميانمار له لوري تنظيم شي.»
د ميانمار پوځ د تيرکال په اګست مياشت کې په روهنګيا میشته ایالت راخين کې پوځي علميات پيل کړل. دغه عمليات وروسته تر هغې په لاره واچول شول چې د روهنګيا مسلمان لږکۍ ياغيانو په يوه لرې پرته سيمه کې يو شمير میانماري ځواکونه ووژل. د دغو عملياتو تر پیل وروسته شاوخوا ۷۰۰ زره روهنګيايان دې ته اړ شول چې خپل کورونه پريږدي او بنګله ديش ته مهاجر شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بې ځایه شویو روهنګیانو له ډلې څخه یو شمیر یې بنګله دیش ته له اوښتو ډډه وکړه او د میانمار او بنګله دیش تر منځ په یوې سرحدي سیمه کې میشت شول. دغې ډلې مهاجرو ته د بنګله دیش له طریقه نړیوالې مرستې رسیږي.
بنلګه ديش لا تر اوسه پورې د میانمار د وړاندیز په اړه کومه پریکړه نه ده کړې خو موافقه یې کړې چې دغه سیمه چې اوس روهینګیایان په کې پراته دي، سروي کړي.
تر دې مخکې يوه ميانماري وزير د روان کال په سر کې دغې سيمې ته سفر کړی وو او په کې میشت روهینګیایي بې ځایه شوي یې ګواښلي وو چې که بیرته خپل هیواد ته ستانه نه شي نو له «عواقبو» سره به مخامخ شي.
په دغه ځای کې د ميشتو مهاجرو له ډلې څخه دل محمد د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دوی ته له دغه ځايه د وتلو وروستی خبرداری به د دوی په ژوند کې د يو بل جنجال د رامنځ ته کيدو لامل شي. هغه وویل: « که چيرته بنګله ديش پر مونږ باندې خپلې مرستې ودروي نو مونږ به له لويو ستونزو سره مخ شو.»
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
بنګله دیش ته د روهنګیايي مسلمانانو تیښته
روهنګیايي مسلمانان په میانمار کې د جګړو څخه بنګله دیش ته پناه وړي. ملګرو ملتونو له بنګله دیش غوښتي چې دوی ته پناه ورکړي خو دوی بیا هم خپل هیواد ته په تګ اړ کیږي. د میانمار حکومت روهنګیايي لږکي ناقانونه مهاجرین ګڼي. د میانمار په شمال کې د روهنګیايي یاغیانو له خوا د میانمار پر ځواکونو باندې یو لړ بریدونه ترسره شول. تر دغو بریدونو وروسته د میانمار ځواکونو د دوی پر وړاندې عملیات پېل کړل چې له امله یې د سیمې زرګونه اوسیدونکي اړ شول چې بنګله دیش ته وتښتي. د میانمار په دې اخ او ډب کې چې زیاتره اوسیدونکي یې بدایان دي، شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل هم شوي دي.
په انځور کې یوه مور او پلار له اغیزن سیم څخه بنګله دیش ته د خپل ماشوم د تیرولو په حال کې دي. میانمار پر روهنګیايي بلواګرو تور پورې کوي چې د ماونګداو د ښار اووه کلي، یوه امنیتي پوسته او د ښار ځینې برخې یې سوځولي دي.
انځور: Getty Images/R.Asad بودايي بې ځایه شوي جنوب خوا ته ځي د میانمار د ځواکونو د پوځي عملیاتو له امله زرګونه بودايان هم اړ شوي چې له خپلو سیمو وتښتي. د راخین ښار د بودایانو او د روهنګیايي مسلمانانو ترمنځ د اوږدو کړکیچونو له امله په ۲۰۱۲م کال کې ډیرې وینې تویې شوي دي. د راخین بودایان تر جګړو وروسته له ممکنه ویرې دې ته اړ شول چې خپلې سیمې پریږدي او په جنوب کې داسې سیمو ته پناه یوسې چې زیاتره یې بودایان دي.
انځور: picture-alliance/dpa د بنګله دیش پوله ساتونکي له پولې څخه د تیریدونکو کسانو مخه نیسي. زرګونه روهنګیایان د جګړو له ویرې تیښتې ته اړ شوي او تر اوسه پورې نږدې ۳۰۰۰ روهنګیایان بنګله دیش ته رسیدلي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتيریس له بنګله دیش څخه غوښتي چې روهنګیايي مهاجرو ته اجازه ورکړي خو ډهاکه وايي چې له دې ډیر مهاجر نه شي منلی.
انځور: Reuters/M. Ponir Hossain په بنګله دیش کې د یوه نړیوال مرستندویه سازمان یو کارکوونکی وايي چې «موږ وینو چې زیاتره روهنګیا ناروغ دي. دوی له دې امله ناروغ دي چې مخکې له دې چې بنګلدیش ته داخل شي، دوی په پوله کې بند پاتې وو. زیاتره یې میرمنې او ماشومان دي.» بل لوري ته بیا روهنګیا لږکي وايي چې دوی په میانمار کې له پیړیو راهیسې ژوند کوي، خو دغه هیواد دوی ته تابعیت نه ورکوي او دوی د ناقانونه مهاجرینو په توګه پیژني.
انځور: picture-alliance/dpa/M.Alam په بنګله دیش کې هم نه قبلیږي د روهنګیا مسلمان لږکیو یوه ډله مهاجر د بنګله دیش په کوکس کې د مهاجرینو په یوه کمپ کې په مؤقت ډول میشت دي. د بنګله دیش د حکومت پلان دا دی چې دوی یوې لرې پروت ټاپو ته انتقال کړي چې زیاتره وخت د تندو بادونو له امله د اوبو د لوړیدو له خطر سره هم مخ وي. له دې دا ښکاري چې بنګله دیش هم نه غواړي دوی ته په خپله خاوره کې ځای ورکړي.
انځور: Reuters/M. P. Hossain د روهنګیا لږکیو ماشومان په داسې خاوره کې چې د هیڅ هیواد هم نه ده، د اوبو په منځ کې د بنګلدیش په لور خپله لار لنډوي. اټکل کیږي چې شاوخوا ۶ زره روهنګیا لږکي د بنګله دیش پولې ته څیرمه بند پاتې دي.
انځور: Reuters/M. Ponir Hossain